کور / راپور / کندهار : امنيتي غونډه جوړه سوه

کندهار : امنيتي غونډه جوړه سوه


د کندهار ولايت د ټولو امنيتي ارګانو نو ګډه امنيتي غونډه نن تر غرمې وړاندي د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي د کندهار والي او دنظامي شورا رئېس پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په مشرى جوړه سوه.



په ياده اوونيزه امنيتي غونډه کي د کندهار والي تر څنګ د کندهار ټولو امنيتي کورنيو او بهرنيو ارګانونو مسؤلينو برخه اخستي وه، په غونډه کي لومړى د کندهار سهيل لويديز پلو ته د محل نجات په سيمه کي د تصفيوي عملياتو په اړه هر اړخيزي خبري وسوي.


 کندهار والي او د نظامي شورا رئېس وويل (( د محل نجات په سيمه کي عمليات بريالي وه او ټولو امنيتي ارګانونو پکښي خپله ونډه په پوره ډول سرته رسولي ده))



 په سيمه کي اوس هم ځاى پر ځاى سوي ماينونه شتون لري چي د انجينرى ټيم يې د پيدا کولو او شنډولو باندي بوخت دى او ډير ژر به په دې سيمو کي د سيمي د خلکو په غوښتنه او د اړتيا سره سم پراختيايې کارونه پيل سي څو د سيمي وزګارو اوسيدونکو ته د کار زمينه برابره سي او بايد  په دې سيمو کي به درې نوري امنيتي پوستي هم جوړي سي څو په يادو سيمو کي د دښمن د ورانکارو عملونو مخه نيول سوي وي))


په دې غونډه کي د محله جات سيمي د اوسيدونکو له هر اړخيزي همکارى څخه مننه وسوه او  ور څخه غوښتنه وسوه چي بيا هم د دولت سره امنيت په ټينګښت کي ونډه واخلي.


کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا د کندهار ښار اوسنۍ امنيتي حالت د انديښني وړ وباله او وويل(( په کندهار کي خراب امنيتي حالت اوج ته رسيدلى او امنيتي ارګانونه مو غفلت کوي چي دا ډول غفلت د زغم وړ نه دى، ځکه د امنيتي ارګانونو وظيفه د خلکو او دولتي مامورينو ساتنه ده او اړينه ده څو امنيتي ارګانونه مو ورته په جدي ډول پاملرنه وکړي.


 همدا راز د ملي امنيت رئېس ښاغلي جنرال محمد نعيم مومن په كندهار كي د محلي پوليسو د استخدام وړانديز وكړ چي په هكله يې كندهار والي وويل(( په دې اړه به د  بايد کورنيو چارو وزارت سره خبري وکړو څو هر څومره ژر چي کيداى سي په کندهار کي سيمه ايز محلي  پوليس فعال او استخدام کړي))


په دې اوونيزه امنيتي غونډه کي د ټولټاکنو د مرکزونو د امنيت په اړه هم خبري وسوې، والي وويل (( داچي د ټولټاکنو ورځي ډيري نږدي سوي نو په همدي خاطر اړينه ده څو امنيتي ارګانونه مو  لا زيات کار وکړي او همدا راز د ښځينه مرکزونو  د امنيت ساتني لپاره ښځينه پوليس ساتونکي او ښځينه کارکوونکي مقرري سي))


په محله جات سيمه کي پيل سوو تصفيوي عملياتو د کندهار ښار پر امنيت هم مثبت تاثير اچولى او ډير ژر به په نورو هغو سيمو کي هم دا ډول عمليات پيل سي چي پکښي د وسلوالو مخالفينو شتون ليدل کيږي.