کور / تازه خبرونه / درې امریکایی پوځیان ووژل سول

درې امریکایی پوځیان ووژل سول

د امریکا ( یو . ایس . اې . ټوډې ) مجلې لږ شېبه مخکی خبر ورکړ چی طالبانو نن په داسی حال کی درې امریکایی پوځیان د جلا جلا حملو په ترڅ کی ووژل چی د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس کابل ته ورغلی دی .
په دې سره د سپټمبر په لومړیو دوو ورځو کی د امریکایی پوځیاتو تلفات ۳ ته ورسېدل .

د یو بل خبر له مخی چی اسوشیټیډ پریس ورکړ ، په تخار ولایت کی د انتخاباتی کارمندانو تلفات چی د ناټو بم وریو ووژل د شپږو څخه لسو ته ورسېدل .