کور / تازه خبرونه / عمران خان دې د پاکستان د کرکيټ غم وخوري: کپيل ديو

عمران خان دې د پاکستان د کرکيټ غم وخوري: کپيل ديو

د هند د کرکيټ ملي لوبډلې پخواني کپتان کپيل ديو ويلي چې د پاکستاني کرکيټ لوبغاړو پر وروستيو کړنو خوابدى دى او له عمران خانه يې غوښتي چې د پاکستان کرکيټ وژغوري او غم يې وخوري.
د هند د کرکيت تر ټولو مشهور ستوري کپيل ديو دا خبرې نن ورځپاڼو ته کړي، نوموړي دا هم ويلي که چيرې پر پاکستاني لوبغاړو جرم ثابت شي بايد سزا ورکول شي خو په پاکستان کې بايد کرکيټ و نه درول شي، ځکه دې هېواد ډېر استعدادونه ورکړي او د کرکيټ په نړۍ کې ستر نوم لري.
د يادونې وړ ده چې تېره اونۍ د پاکستان پر ځينو لوبغاړو په برتانيه کې تور ولګول شو چې ګواکي د کوربه هېواد له لوبډلې سره په لوبه کې پيسې اخيستې او په بدل کې نوبالونه کړي دي.
د پاکستانۍ لوبډلې د کپتان او دوو بالرانو محمد عامر او محمد آصف څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.