کور / اسلامي / د روژې څلیرویشتمه ډالۍ

د روژې څلیرویشتمه ډالۍ

معززو لوستونکو ، هیله ده چی د روژې د ورځنیو ډالیو دا لړۍ ګټوره وی . څنګه چی دا د زیات عبادت ، استغفار او توبې خاصه میاشت ده ، نو اوس د دې لړۍ بله انتباهی کیسه وړاندی کیږی ( ن . صمد ) .

د ابلیس توبه :

د موسی (ع) حضور ته یوه ورځ ابلیس ورغی او د خبرو په ترڅ کی موسی (ع) ورته وویل چی ولی غلط کارونه کوې او انسانان د لارې څخه باسې ؟ ولی ځان نه اصلاح کوې او ولی توبه نه کوې ؟ ځان هم په عذاب اخته کوې او نور هم .
ابلیس ورته وویل چی خدای زما توبه نه قبلوی . خو موسی (ع) ورته وویل چی که څوک صادقانه توبه وکړي نو الله یې ضرور توبه قبلوی . ته زما سره د طور غره ته ولاړ سه ، زه به هلته خدای ته ستا سفارش وکړم . الله پر ما او هر چا ډیر مهربان دی ، زما سره خبري کوي . ته خپل ضدیت او دښمني پرېږده او زما سره ولاړ سه خدای به هرومرو ستا توبه قبوله کړی . ابلیس هم د موسی (ع) د ټینګار په نتیجه کی حاضر سو او د ده سره د طور غره ته ولاړ .

هلته موسی (ع) د خدای تعالی سره خبری پیل کړې او د ابلیس لپاره ورته واسطه سو او ویې ویل چی اې الله ! شیطان ( ابلیس ) هم ستا د نورو بندګانو غوندی یو بنده دی او د توبې لپاره زما سره دلته راغلی دی ، نو د ده توبه قبوله کړه .

خدای تعالی دا مهال موسی (ع) ته وویل چی که زما په دربار کی هر څوک هم توبه وکړي او پر خپلو ګناهونو پښېمان سی نو زه حتمأ د هغه توبه قبلوم . که ابلیس په صداقت او رښتیا سره توبه باسی نو زما صرف یوه خبره دې ومنی او د آدم علیه السلام قبر ته دې سجده وکړي ( البته د موسی علیه السلام په شریعت کی قبر ته سجده منع نه وه ) . په دې کار سره به زه ځای پر ځای د ده توبه قبوله کړم .

ابلیس چی د آدم (ع) قبر ته د سجدې خبره واورېده نو د خښم او غصې څخه وپړسېد او موسی (ع) ته یې وویل چی وګوره ، خدای زما د توبې لپاره څونه سخت او ناممکنه شرط راباندی کښېښود ؟! آدم چی ژوندﺉ و ، هغه مهال لا ما سجده نه ورته کوله ، اوس به څنګه د هغه قبر ته سجده وکړم ؟ دا کار زه قطعأ نسم کولای .
په دې ځواب سره ابلیس د موسی (ع) څخه بېل او رخصت سو .

هو ، نن موږ ګورو چی د انسانانو پر سترګو د غرور او تکبر توره پرده غوړېدلې ده او اسلام یې تر ګوند ، ډلی ، قوم او افرادو قربان کړی دی . بل دا چی خلک د مسلمانۍ دعوه هم کوی مګر په قبرونو او زیارتونو کی سجدې کوی ، ګواکی دا خلک تر ابلیس هم یو قدم وړاندی دي . هغه دا کار نه کاوه خو دوی یې کوی !