کور / شعر / غزل

غزل

 ته بي وعدي شوې شوه ښکاره دغره له سره سپوږمۍ

بلا دي واخلم  ته رانغلي شوه رابره سپوږمۍ

ددي په وړاندي دیوبل په یادکي څړیکي کوي

ددومینوزړونورازدی څڼیوره سپوږمۍ

له غرونو هاخوادي پري مینه په سلام ماتوم

هم دي دیدن هم ملاقات دی  دزړه سره سپوږمۍ

څوک په اسمان وي څوک په مځکه خو په خپل کرامت

دمینانو رارسیږي ترځیــــــــــــــــــــــــــــــــــــګره سپوږمۍ

په اننګو يي تیروي دسپيـــــــــــنو وړانګــو ګوتــي

زه یم کمــزوری خو تر ماده زوروره شپــــــوږمۍ