کور / کتاب / له ډېوې سره مزل

له ډېوې سره مزل

(له ډیوې سره مزل) دهغه په زړه پورې کتاب نوم دی چې په دې وروستیو کې دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په نوښت دقلم نړیوالې ټولنې له خوا د۱۰۰۰ ټوکو په شمیر چاپ شو.

 له ډیوې سره مزل داوسنیو افغان میرمنو دلنډو کیسو ټولګه ده چې دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر فعالې غړې لیکوالې او شاعرې آغلې وږمې فضلي تدوین کړی دی.

تکړه لیکوالې او څیړونکې او دمیرمن بهیر د اجراییه کمیټې مشرې آغلې څیړونکې ساهرې شریف،دهیوادتکړه لیکوال او شاعر علم ګل سحراو تکړه کیسه لیکوال نصیر احمد احمدي په نوموړي کتاب لیکنې کړې دي.

میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د ۱۳۸۷ کال په پسرلي کې دیو شمیر افغان میرمنوپه نوښت جوړ شو،چې تراوسه یې دافغان میرمنو یو شمیر اثار خپاره کړي دي، میرمن بهیر په لږ وخت کې ډیرې بریاوې لاس ته راوړې دي اوس اوس په کابل او دهیواد په زیاترو ولایتونو او په بهر کې څانګې لري چې هره اوونۍ دکره کتنې او مشاعرې منظمې غونډې لري او تراوسه یې په سلګونو پښتنې لیکوالې او شاعرانې روزلې دي.

(له ډیوې سره مزل) دمیرمن بهیر یوه بله بریا ده چې په دې وروستیو کې ددغه بهیر په نصیب شوه. په دې کتاب کې د دغوپښتنو میرمنو شپږویشت لنډې کیسې خپرې شوې دي .خدیجه امین،ارزو کبیري، فریبا سوله مل، سلګۍ ځلا، هوسۍ وفا، لیمه حافظ، برښنا ساپۍ، ښکلا ساحل، طوبی ندا ساپۍ، نظیفه نیازۍ، لینا شریفي، مرضیه امین، وږمه فضلي، نعیمه غني، جلاله، مینا نظري، ثنا ساپۍ، ارواښادې سویتا میرزاده، عاطفه اشنا، ګلالۍ عمرخیله، اویستا ویسا، موسکا سرباز، فرشته غني او سپوږمۍ نوري. میرمن بهیر په پام کې لري په راتلونکي کې دافغان میرمنو لیکوالو نور کتابونه هم خپاره کړي.