کور / راپور / امريکايي او لوړ رتبه افغان چارواکو کندهار ته سفر وکړ

امريکايي او لوړ رتبه افغان چارواکو کندهار ته سفر وکړ


 
د افغانستان د سيمه ايززو ارګانونو د خپواکي ادارې مشر غلام جيلاني پوپل او په افغانستان کي د امريکا هيواد لوى سفير ايکن بيري کندهار ته سفر وکړ. دا خبر نن د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر لخوا خپور سو .
 
په ترلاسه سوې خبرپاڼه کي راغلي چي نن تر غرمې وړاندي د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي د افغانستان د سيميزو ارګانونو د خپواکي ادارې مشر غلام جيلاني پوپل او  په افغانستان کي د امريکا هيواد لوى سفير کارل ايکن بيري له کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا، قومي مشرانو، ديني علما‌ء، د کندهار د يو شمير ناحيو د ملکانو او ښوونکو سره وکتل.
 
په دې ليدنه کتنه کي لومړى کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا پلاوي ته د کندهار د روانو حالاتو په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل ، وروسته دغونډي نورو برخه والو له پلاوي څخه په پرمختيايې او امنيتي برخه کي د مرستي غوښتنه وکړه په خبرپاڼه کي راغلي چي  راغلي پلاوي هم د هوکړي په دود سر وښوراوه.


تر دې وروسته د امريکې سفير او کندهار والي د يوې خبري غونډي په ترڅ کي راڅرګند سول .
کندهار والي وويل(( په راتلونكو څو مياشتو كي  به د پرمختيايې پروژ په لړى کي د کندهار بريښنا له ٢٠ کيلو واټه څخه ٤٠ کيلو واټه ته زياته سي چي په دې سره به د بريښنا په برخه کي د کندهار يانو اوسنى ستونزي څه ناڅه حل سي، همدا راز ډير ژر به د کندهار ښار په بيلا بيلو سيمو کي سل کيلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول سره ورغول سي چي په دې برخه کي کندهار ښاروالي او فوائد عامې رياستونه په ګډه سره کار کوي))


په خبرپاڼه کي راغلي چي د کندهار والي د  ټولو اوسيدونکو په پوره ډاډمن امنيت کي د پارلماني ټاکنو د تر سره کيدني وعده ورکړه او زياته يې کړه چي د کندهار ټول امنيتي ارګانونه په ګډه سره کار کوي څو د کندهار په ټولو سيموکي د رايې اچوني د مرکزونو او د رايه ورکونکو امنيت وساتي آن په هغو سيموکي چيري چي د ټاکنو د خپلواک کميسيون د امنيت په اړه انديښنه ولري.
په افغانستان کي د امريکا هيواد لوى سفير کارل ايکن بيري هم په امنيتي فضا کي د ټولټاکنو د تر سره کيدني خبره وکړه او زياته يې کړه (( امکان لري په دې ټاکنو کي به څه ستونزي وي خو دا دومره مهمه نه ده ځکه دا چاره په ټوله نړى کي يوه عادي چاره ده او په ډيرو پر مختللو هيوادونو کي هم دا ډول وړې ستونزي د ټاکنو په بهير کي ځان ځايوالاى سي)) .


کندهار ته د سږکال په اوږدو کي د ولسمشر کرزي په ګډون د امريکې ، کاناډا حامد کرزي په ګډون څو ځلي لوړ رتبه چارواکو سفرونه کړي دي خو د کندهار اوسيدونکي اوس د نامعلومو کسانو لخوا د قومي مشرانو او بانفوذو خلکو د هدفي وژنو او په کندهار کي د راروانو نظامي عملياتو د څرنګوالي څخه سخت په تشويش کي دي .


د عبدالجبار په نوم يوه کس لراوبر ته وويل چي کندهار ورځ تر بلي ورځي خرابيږي ، دلته له هيڅ يوه  اړخه ډاډ نسته ، د ښار اوسيدونکي لوی او کوچني ټوله په تشويش کي دي ، د راتلونکو عملياتو اوازې ، پر هره کوڅه او کجګر د خلکو ترورېدل ، د امنيت نشتوالی او داسي نورو له خلکو څخه د لومړنيو اړتياو اهميت هېر کړی دی ، اوس خلک له دولته د برېښنا او فابريکو د فعالېدو پر ځای د وژنو مخنيوئ غواړي .


محمد نسيم د لراوبر سره په ټيلفوني خبرو کي دولت او بهرنيان تورن کړل چي په نا امني کي ونډه لري ، دده په خبره دلته د احمدولي خان کرزي غوندي غټه مافياکار کوي ، نوري ډلي په پټه د کاناډا او امريکې د استخباراتي ادارو سره همکاري يا ټېکه دارۍ لري ، دغه ډلي چي هره يوه يې له لسګونو ونيسه تر سلګونو پوري وسله وال کسان لري ، هم د سيکورټي او باډيګارډانو وظيفه اجرا کوي هم د کرايي وژونکو او غلو . دغسي غله تر پوليسو او ملي اردو ډير زور لري ، که ونيول سي په يوه ټيلفون بيرته ايله کیدای سي .


په افغانستان کي به پارلماني ټاکني د روان کال د وږي يا سنبلي پر ٢٧ نيټه کېدونکي دي ، د هيواد د پارلمان د ٢٤٩ څوکيو لپاره په ټول هيواد کي ٢٥٠٠ تنه کانديدان يو له بل سره د سيالى په ډګر کي ولاړدي چي له هغي جملي څخه ٥١ يې له کندهار څخه دي .
د کندهار ښار دننه او په ليري پرتو ولسواليو کي د زير بناوو رغول او عام المنفعه کارونو ته ډيره پاملرنه په کندهار کي د همکارى د تدابيري پلان يوه برخه جوړوي.