کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / امریکا :خندنۍ موسکا خونړۍ امسا

امریکا :خندنۍ موسکا خونړۍ امسا

 


    * توره که د سرو زرو هم وي څو ک يی په خیټه نه منډي .
     * پاکستان چی کله افغانستان ته ورنژدي شوي ، افغانستان له بدمرغۍ           پرته بل څه نه دي لیدلي …  
     *  ترهغو چي دپښتونخوا برخلیک نه وي معلوم له پاکستان سره دوستی          او دښمنی  په یوه مانادي .
    * افغانستان یوځل تجزیه شوی ، دبیا هغه لپاره یي شونتیا نشته ،
    * په افغانستان کې چي هرڅوک دتجزیی دناکامې تیورۍ پلویتوب کوي،           هغوی به ترهرچا زیات زیان ویني …
— ——————————————————————–


 په هند کې دخونړۍ امریکا یوه بدنام اوپه رواني ناروغۍ اخته پخواني سفیرپه دې وروستیوکې هغه څه ترخوله راویستل هغه چې موږ به په اشارو او رمزوکې یوځای او بل ځای ویل چې ګواکي امریکا پرهغه پړاوباندې ولاړه ده  چې نوره باید په سیمه اونړۍ کې خپله څیره په هغه شان لکه چې رښتیاهم ده له هغو موخو سره چې دلته يې ځان ورته را رسولی ټولو ته وښیی ، دغه سفیروویل چې دافغانستان دستونزې دحل یوازنۍ لاره داده چې دغه هیواد باید په شما ل اوجنوب باندې تجزیه شي ، جنوب باید طالباتو ته وسپارل  شي او شمال باید هغو ځواکونوته چې ددوی (امریکا) خونړیو ګټو ته وفاداراو ددوی زرخرید غلامان (دنظارشورا یوشمیرغړي )  دي وسپارل شي. چې له دغوځواکونو څخه موخه دافغانستان لږکي اویوه برخه پښتانه وو . 
څه باید ووایو چې دا څه ساده خبره ده ؟ داهسې یوتصادفی نښه وه چې امریکا یي خونړیو واکمنانو ددغه دیپلومات په خوله وویشته څه باید ووایوچې ددې خبرې ترشانورڅه نشته او په همدغویو ویلو باندې خبره ختمه شوه ؟
 په دغه اړه یوازې داهم یوپوښته کیدای شي چی آیا دغه بدنام سفیر دخپل ماموریت په دوره کې په هندکې دافغانستان په اړه دڅه ډول سیاست څارول اوکتونکی و ؟  تاسې ته باید دغه ټکی روښانه وي چې دغه بدنام امریکایي استازی په هندکې هم ترډیرې اندازې دهند له هغه سیاست سره همغږی او پلوی و هغه چې هند په  افغانستان کې دشورای نظار په منفوره دوره کې لوباوه ، داهماغه سفیرو چې دهند حکومت یې په افغانستان کې دلږکیو دتوطیوملاتړ ته وهڅاوه چې په خپل وخت کې تریوه حده  پورې په خپل دغه سیاست کې بریالی هم شو ، ده په هند کې دشورای نظار له لوړرتبه مامورینوسره پرله پسې تماسونه درلودل ، دهغو له خوا ده ته پرهغه مهال چې کرزي یې  دکابل پرتخت دپښتنو له هرکلي ، پرتم اومشورې پرته کیناوه ، دا ټکی ویل کیده چې ګواکي دوی (شورای نظاراو انډیوالان ) دافغانستان هرڅه په خپل واک کې لري اوکولای شي له طالبي وحشت څخه وروسته  په اسانۍ سره دامریکایی خونړیو ځواکونو د زورزیاتي ترسیوري لاندې  افغانستان اداره کړي ، لکه چې تراوسه پورې دافغانستان په اداره کې دهم هغو ژمنو او تماسونو اغیز په خپل ځواک سره روان دی اوهماغه مزدورځواکونه همدغه خونړۍ امریکا په دې خاطر چې دوی یی دافغانستان په وړاندې دتیري اوجنایت دجرم شریکان دي په دغه اوهغه  نامه له کرزي سره دمعاملې اوغولونکې ملتیا په نامه دپښتنوپه وړاندې دیوې وحشت ناکې حربې په توګه ساتي . 
اوس پوښتنه داده چې دم ګړۍ د افغانستان برخلیک پرکومه خوا روان دی اوپه نژدې راتلونکې به څه ډول شپې ورځې دغه هیواد ته یوځل بیا ورغاړوځي ؟ دسیمی له حالاتو اودهغو له تحلیل څخه اوس اوس داسې ښکاري چې پاکستان بیا  په سیمه کې ځان په یوه بریالي دریځ کې راوړاندې کوي اوسیال یې هند بیا لکه دتل په شان هغه مهال له خوبه را پورته کیږی چې توره یې څوک پر غاړه ورکیږدي دوی بیا له هغه وروسته تصمیم نیسي چې داپه خپله ترډیرې اندازې یوناکام تصمیم چې کله هم په بري باندې  نه پای ته رسیدلی او نه رسیږي . هند هماغسې لکه چې په افغانستان کې یې دشورای نظار ملاتړکاوه اودهغو دڅوورځو د نیمګړۍ یارانې په بدل کې یې  خپل پخواني ملاتړي ( پښتانه ) له لاسه ورکړل اوس یوخل بیا په یوه ورته دریځ کې راګیرشوی دی ، په کشمیرکې دنژدې ورځوحوادثو هند ته دا په ګوټه کړه چې په افغانستان کې ددغه هیواد  داکثریت پښتنو دوستی دوی ته د لږکیو ترهغې ډیره په ګټه وه ،په دې چې دهمدغې دوستۍ برکت و چې کشمیرله اخ و ډبه په آرام و خوداچې پرپښتونخوا اوافغانستان کې پرپښتنو باندې څه تیرشول اویا اوس څه تیریږي تردغه مهاله هند بیاهم په داسې یوه حال کې و چې نوریې  نو په کشمیرکې د زیاتو ځواکونو اړتیاهم نه احساسوله ، خو اوس اوس چې بیا دامریکا اوپاکستاني شراچونکود تګلارې په وړاندې دهغو سترګو ته ګوري اوداترې محسوسوي چې کشمیربه بیا دامریکا او پاکستان له خوا په نا سورواوړي او افغانستان به هم په یوه بل جنګی محا ‌ذ چې قومانده به یې په اسلام آباد کې وي ورمخه کړي.
له بله پلوه پاکستاني استخبارات اوس د امریکایی توطیی له برکته بیا یولړنور نوي خوبونه  هم وینی ،د افغانستان ړوند او کوڼ په امریکایی نشه مست حکومت فکرکوي چې که پاکستان دځان کړي دوی به وکولای شي چې دځان دبقالپاره لږ نورهم  په آرام  خاطرفکر وکړي ، په داسې حال کې چې دوی په دې نه پوهیږي چې پاکستان دخپلې نیمی پیړۍ په سن وسال کې چې هرکله افغانستان ته ورنژدي شوي نو بیایی ددغه هیواد له غلام کولواوبربادولو پرته نورڅه نه کړي او نه يی په پام کې لري. راځئ دلته یوڅه دغه لنډ تاریخ ته اشاره وکړو، ارواښاد داود خان دپښتونستان داعیه را پیل کړه ،ددغې مسالې ترسیوري لاندې يې نژدی دوې لسیزي له پاکستان سره ښه سیالي دڅه ناڅه سړی جګړې په بڼه روانه وساتله  او ددغه غورځنګ په پیاوړتیاکې يې چې څه له توانه پوره وو ترسره کړل، خوله بدمرغه یومهال داسې راغي چې داودخان څه دکورنیواوڅه هم دباندنیوفشارونو له امله داسې راښکیل شوچې په پای کې دې ته ناچارشو چې باید له پاکستان سره د دوستۍ لاره ونیسی ،هغه دخپلې واکمنۍ په وروستیوکې د پاکستانی زهري ما رانو دغه دزهرو ډک جام پر سرواړاوه ،هغه هیواد ته یې سفروکړ، هلته یې ظاهرآښه هرکلی وشو ، خو له هغه سره سره یي هم  ونه شوای کولای چې له پاکستان سره راپیل شوي دښمني ان دټولو اسلامي هیوادو په منځګړیتوب هم  په دوستي باندۍ واړوي ، اخوانی ډلې یې لاهم پرضد پیاوړې کړې او ان چې شوروي یې هم دخپلې ګیدړډوله لکۍ په ښورولو سره په افغانستان کې دنویو کړنو اوکارواییو ترسره کولو ته ناچارکړ، همداوه چې خبره دثور داوومې پاڅون ته ورسیده ، داود خان دهمدغه نوي یارپاکستان په نوې یارانه کې سروخوړ او خبره په افغانستان کې دچا خبره لاړه ډنډوره شوه . همداسې د ۱۳۵۸کال په وروستیوکې چې دتش په نامه کمونستی نظام دویم مشر حفیظ امین وغوښتل له پاکستان سره دخپلواړیکو دعادي کولو په لاره کې ګام اوچت کړي  دهغه هم  دپاکستان ګیدړ ډوله لکۍ ښورولو ته پام نه و، څویې خبره دې ته ورسیده چې دپاکستان وزیرخارجه د نوموړي کال په جدې کې کابل ته را روان شوڅو ددواړو لوریو تر منځ دستنونزې دحل په ترڅ کې دیوه تش په نامه نوي پیل په لورګامونه اوچت کړي ، خو ومولیدل چې څه جوړجاړی خو رامنځ ته نه شوبلکه له پاکستان سره دامین نژدی کیدل په خپله ددې لامل شول چې شوروي پوځ پرهیواد راننووت اوارواښاد امین هم دوی  دارواښاددداود خان  په برخلیک په رڼا ورځ ورواړاوه او خبره دافغانستان په نیولو او دشوروی په نیغې اوږدې مداخلې باندې پای ته  ورسیده،  پوره  یوه نیمه لسیزه افغانستان ښه ورځ ونه لیده ،تریوملیون  زیات افغانان دنورو لپاره ، دنورو دشومو موخو په خاطردهیڅ لپاره قرباني شول . دافغانستان شوروي پلوه حکومت داچې دهرچا سره و اویاد هرچاله خوا ملاتړکیده داوږدې مودې لپاره د پاکستان پرضد وجنګید اودخونړۍ امریکا دغه بدنام ګوډاګي  ته یې لاره ورنه کړه چې دافغانستان پرخاوره د په جرات سره ګامونه کیږدي. د ارواښاد ډاکتر نجیب الله  د رژیم تاریخي اتلولي او تاریخی مقاومت دپاکستان  او ای اس ای په وړاندې زموږ دتاریخ یوه ملي حماسه تراوسه دهرافغان دوړیا شمله ده .   
دخونړۍ امریکا دخونړۍ تګلارې او سرتمبګی  د وړاندوینې له مخې د ۱۳۷۱ کال  دثوراتمه راتلونکې وه ، د پلورل  شویو ډلو مشران یوځل بیا له پاکستان سره دومره نژدي شول لکه پرتوګ او پرتوګاښ  ددغې دوستۍ اونژدي کیدنې په ترڅ کې ، له ډاکترنجیب الله څخه په چل او توطیه  د واک له غصبولو سره سم ټول پاکستان پرافغانستان راننوت  اویوځل یې بیا یې په افغانستان کې داسې دامونه وغوړول چې هماغه ږیره وریاران چې دچا خبره تظاهري لمانځه ته به هم پنځه وخته یوځای روان وو په افغانستان کې داسره واچاول چې  شورویان او دهغوی کړه وړه او تیري دخلکو له یاده ووتل … خو پاکستان ته خدای ورکړه ، افغانستان یی یوځل بیا پرهمدغو پردي پالو ږیره ورو یارانو باندې دبربادۍ کندې ته واچاوه ، کابل یې وران کړ، اوددغه ښار ټول روښانفکره اوسیدونکي یې له خپلوکورونو پروتلو باندې ناچارکړل . داسې هیواد او داسې وچه پاتې نه شول چې  روڼ اندي افغانان ترهغو پورې آواره نه شول .
 په وینولړلیواوپردي پالو په نامه مجاهدینو خو زړونه په وژنو او لوټنوباندې ښه ساړه کړل ، خلک یی ترپزې ورسول ځکه نو، دهغو لپاره نور ددې چانس نه و چې دافغانستان اداره دجوړه او وکړای شي  په دوی کې چې کوم یوه ذره ملي احساس هم و هغه يې  دتل لپاره په کې مړکړ، پاکستان دوی هم دځان اوهم دجهان په اذهانو کې داسې وټکول چې نوریي نوم یادول له شرم سره انډول خبره وه اوهغه یارانه یې چې له دوی سره پیل کړې وه هغه یي د دوی دبدمامۍ په حیرانونکې ډرامه باندې پای ته ورسوله .
پاکستان له دوی هم مخ واړاوه او بله ډرامه یې دطالب په نامه  په سیمه او افغانستان کې له سره راپیل کړه ،ځان یې  دطالبانو په جامه کې  دافغانستان د واکمني ترګدۍ  پورې ورساوه څه یې چې زړه غوښتل هغه یې ترسره کړل اوپه ډاډه زړه يې د افغانستان په وړاندې ، دهغوخلکو په وړاندې چې کلونه کلونه يې  د پولې اوتاریخی خاورې دعوه کوله هغه ډک زړګی تش کړ ، هغه چې نژدې یوه پیړۍ افغانانو ته خوټیده . طالب یې هم نژدي پنځه کاله لکه نانځکه د نړۍ او سیمې د هیوادو په وړاندې داسې وڅرخاوه چې له ای اس  ای پرته یې نه څوک په تګلاره پوهیدل اونه چا کنترولولای شول ، خو چې کله یې په سرراغله دغه سرایله لښکرامریکایی مزدورمشرف دپاکستاني ګټو دساتلو په خاطر دخونړۍ امریکا په وړاندي لکه د قربانۍ پسونه قرباني کړل ، داسې یی له واکه  راوغورځول چې نه یواې دخپلو خلکو بلکه دنړۍ دخند اوړکړل .
 پر هغه مهال چې طالب پرواک و او دوست یې و او دواړه  دسیمې او نړۍ د ورانکاریو لپاره سره نوک  اورۍ شوي وو ، پرهغه مهال پاکستان دافغانستان دوست  و چې  ددوستۍ پایله یې هم موږ اوهم نړۍ په سترګو ولیده .
اوس اوس دادی بیا داسې نښې نښانې رامنځ ته شوې چې بیاغواړي دخونړۍ امریکا په مرسته اودهغې د سیلاب ډوله وسلو ترسیوري لاندې هم هغه دوستی او هماغه یارانه له کرزي سره هم  په هماغه شان  لکه چي یادونه یې وشوه تربربادونکي پولې پورې ورسوي  ،  تراوسه پورې څوک نه پوهیږي چې دا به دامریکا خونړی پرګرام وي اوکه به دپاکستان بخت بیا راویښ شوی وي ،ښایی ډیرپښتانه داخبره داسې تعبیرکړي چې ګواکي په اوس مهال کې به لیونی له پاکستان سره د دښمنۍ لاره نیسی ، په دې چې پاکستان اوس  له یوې خوا امریکا په دم اوقدم کې غولوي او له بلې خوا یواتومي ځواک دي ، خو زه په دې خبره باورنه لرم ځکه چې پاکستان په خپله دم ګړۍ دامریکا موخه دی ، داچې په څه برخلیک به یې ډیرزر ورواړوي دي ته به یوڅه نورهم سترګې په لاره شو، اوکومي خبرې چې زه دپاکستان د وراسته نیت په اړه چې دافغانستان اوکرزي په اړه  یی لري وایم هغه دهغې تجربي په رڼاکې ستاسو درنو لوستونکو اوڅیړونکو په وړاندې کیښودل شوې چې تاریخي لړۍ یې دیوې سیاسي اوتاریخي جفا په توګه زموږ په مخ کې تیره شوه .
افغانستان سره له دې چې اوس دډیرودعوو لپاره په ځان کې دسیالۍ او مقابلې څه نه ویني خو یوڅه چې باید له یاده ونه باسي هغه دا چې هر افغان اوافغانستان پالي اودهغه په پرتم مین افغان باید ترهغو چې توان لري باید دخپلونسلونو دشعوري ویښتیا په برخه کې هڅه وکړي ، په دې چې پاکستان داسې هیواد نه دی چې هغه به موږ ته د دوستۍ رښتنی لاس ترهغو چې دپښتونخوا برخلیک نه وي معلوم شوي را اوږد کړي . امریکا اوس غواړي چې پاکستان دتش په نامه ترهه ګرۍ ضد اله ګولې په معرکه  کې په خپل څنګ کې وساتي  چې په دغه کارسره به خونړۍ امریکا له یوې خوا ددغه هیواد اسلامي  اتوم بم ترڅارني لاندې وساتي اوله بلې خوا به په اوسنیو حالاتو کې دچین په ګډون د دسیمی کنترول  په خپل واک کې ولري ځکه يی اوس دادی لیوه ته د رمې شپني هم ور وسپارله او کرزي یې هم دی ته تیارکړي چې په پټو سترګوځان دهغه لمني ته ترطالب  جان آشنا هم په تورتم کې ورواچوي چې دابه یوه نه بښونکې تاریخي تیروتنه او دپښتنود آزادي غوښتونکي مبارزي په وړاندې یوه تاریخي تیروتنه وي.
که افغانان غواړي ، که ښاغلی کرزي غواړي چې خپل ځان اوخپل هیوادپه لومړي ګام کې دخونړۍ امریکا او په دویم ګام کې دپاکستان له شره وژغوري دوی باید ترهرڅه دمخه دخپلې خاورې دهغې برخې ادعانوره هم توده کړي هغه چې دیوې غیرانساني معاملې په ترڅ کې دهرډول بشري حقوقو داصولو خلاف له افغانستان څخه بیله کړه شوې ده ځکه امریکا نورپه افغانستان کې دخپل شته والی لپاره هیڅ  ډول منطق نه لري ، که دوی غواړي چې دلته  دیوې مودې لپاره دپښو ایښودولپاره پلمه و لري باید له افغانستان سره دپښتونخوا دبیا پیوستون خبره ترلاس لاندې ونیسی اوکه نه نوردلته ددوی زرګونو پوځیانو شته والي پکارنه دي اوڅومره چی زرکیدای شي دوی باید ووزي ځکه افغانان اوس په دې پوه شوې چې وایی: 
توره که د سرو زرو هم وي څو ک يی په خیټه نه منډي .
 هو خونړې امریکا زموږ هیواد ته دسرو زرو له چړې سره راغله خو موږ اوس په هرڅه باندې پوهیږو اوورته وایوچی موږ ستاسې دسرو زرو توره نه غواړو اونه یی دخپل ځان دمرګ لپاره دکارولو توان لرو، ځکه نویوځل بیا جدی هیله کوو چي موږ افغانان هغوی چی افغانستان ته ددرناوي په سترګه ګوري اوهغه خپل کوربولي سره یو یو او زمو ږ دبیلتانه لپاره اوس هیڅ ډول چانس نشته په دې چې موږ یوځل دیوې خطرناکې تجزیی مزه لیدلې نورافغانستان ددې توان نه لري چي دبلې تجزیی فشاردې هم پرځان باندې واخلي ، داسمه ده چې په افغانستان په اقلیتونو کې  یوشمیررواني ناروغان او یاهم دیوشمیرهیوادونو جاسوسان شته چې دغه اور ته لمنه وهي ، خو دوی په دې نه پوهیږي چی : هرڅوک په افغانستان کې دتجزیی دنفرتي مفکورې پلویتوب کوي ، هغوی به لومړني څوک وي چي ترهرچا به زیات زیان هم ددوی په برخه وي. اوهغوي چې دواحد افغانستان یووالي ته په درنه سترګه ګوري هغوي به په رښتیا هم دلته پوره خوندي اوسرلوړي ولسونه وي …  دوی به داحق ولري چي په پوره جرات سره امریکا ته په ډاګه ووایی چي : 
 اوامریکا باید زموږ دپورتني متل په ما نا باندې ځان پوه کړي …

 
داګست اتمه – ۱۰