کور / راپور / په خوست کې د 1389 کال د پارلماني ټاکنو بهير ته يوه کتنه

په خوست کې د 1389 کال د پارلماني ټاکنو بهير ته يوه کتنه

 


په هېواد کې د نوي دولت د رامنځته کېدو څخه وروسته دويمې ولسي جرګې ته د نوماندو د کمپاين د دېګونو او بازارونو د ګرمېدا په لړ کې په خوست کې هم د نږدې څو پنځوسو تنو نوماندو تر منځ ګرمې سيالۍ پيل شوي دي. چې د خوست عزتمن ولس په ځانګړي ډول په خپله د ښار او يا هم ښار ته نږدې کاروباري خلک يې که له يوې خوا تر مړښته په کبابونو او يخنيو ماړه کړي خو له بله پلوه يې له کاره هم ايستلي دي.
هغه په دې مانا چې هره ورځ د دوو يا دريو نوماندو غونډې وي او په دسترخوانونو باندې بلد خلک خامخا خپل کار ورته پرېږدي او ځانونه  ور رسوي. ځکه چې په هره غونډه کې څه نا څه وچه خرڅه هغه هم د سپين پاکټ تر پردې لاندې او يا غوړه وعده خو خامخا ورسره کيږي او که دا نه وي نو د هغه نوماند لخوا چې غونډه يې وي غوړه او چاپلوسانه او د غوړو وعدو او غورو له سريال سره مله ستړي مشي خو يې خپل حق دی چې نوماند د دايرې هېڅ غړی يې هم نشی ورنه اخيستلای.
ددغو سياليو  بهير د ښار د عادي خلکو باور تر دې حده ګنګس کړی  چې  ولسي جرګې ته د ځينو نوماندو کړو وړو  او مسارفو ته  په کتو سره د خلک دې پولې ته رسېدلي چې د هر يوه نوماند شاته  يو تکسپين بربنډ او يا هم پټ لاس ښکاره او روڼ ورته برېښېدلی دی.
هغه ځکه چې ځينو کانديدانو داسې هڅې پيل کړي چې په ښکاره ډول د ټولنې هغه برخې چې په ټولنه کې ځانونو ته په ټولنه کې ټولنې وايي او يواځې د ګوتو په شمار کسان يې استازيتوب کوي په پيسو يا هم کره وعدو سره واخلي او بيا له دوی څخه په استفادې سره عامو خلکو ته دوکه ورکړي او رايه ورځينې وغواړي.چې ډيری نوماندان په دغو هڅو کې بريالی شوي هم دي.
ځينو نوماندانو سپورتي ټولنې تر پوښښ لاندې نيولي چې تر ډېره يې تر واک لاندې راوستي، ځينې يې د ملايانو،څوک په تکه شنه سرتمبه ګۍ د ځوانانو لخوا ځانونه خلکو ته  ورپېژني،ځينې د مجاهدينو،ځينې يې د يو شمېر نورو ډلو له نومونو او کړنو څخه په ګټه اخيستنې سره ځانونه د دغو ځانګړو ډلو او کړيو سرلاري او وارثين بولي. او ريښتيا هم يو نيم خو يې د پخوانيو افغان وژونکو ډلو لکه خلق او پرچم  لخوا هم ځانونه نومولي دي البته دغه ډله نوماندانو ځانونه د پردې له شا څخه په پټه او يا په بله مانا د بلې ډلې او يا هم بلې ګروهې د پلويانو له ګرېوانونو څخه يې سرونه را ايستلي دي. ځکه چې دوی خپلو پخوانيو تجربو ته په کتنې سره دې نتيجې ته خامخا رسېدلي چې له خپل پخواني  هويت سره نشي کولای د ولس باور تر لاسه کړي ځکه چې په هغه څېره کې او له هغه ادرس څخه دوی  ډېرې بدې او بدرنګې ډالۍ او ميراتوونکي سوغاتونه ټولنې ته راوړي دي.
خو تر ټولو غټه ستونزه د خوست د سيمه ييزې او نړيوالې ميډيا د تړل کېدو ده چې د ځينو نوماندانو لخوا غټ غټ ځينځيرونه ور اچول شوي او د مريې په څېر ګټه ترېنه پورته کوي. په خوست کې د 90    سلنه رسنيو استازو د بې شرمۍ تر بريده د خپلواکۍ او بې طرفۍ پوله تر پښو لاندې کړي او د خپلو رسنيو هويت ته يې په دغه ولايت کې درنده ضربه ورکړي ده او د خلکو په باور يې خاورې شيندلي دي.
هغه په دې مانا چې په خوست کې د نړيوالو او سيمه ييزو رسنيو استازي او مسولين نېغ په نېغه له يو يا هم څو کانديدانو سره په کمپاين کې برخه اخلي او په خپله د هغه د کمپاين يوه مهمه برخه جوړوي .چې  ډېرئ  هغه يې   له ځينو نوماندانو سره د کمپاين د فرهنګي برخې مسوليتونه په غاړه لري  ځکه چې دوی هر يو د باور لپاره د يوې ازادې نړيوالې يا هم کورنۍ رسنۍ لوګو او د خبرونو د پړسولو او يا هم له خبر څخه د هوا د ايستلو لپاره د يوې رسنۍ مايک او نور امکانات او امتيازات  په لاس کې لري او نوماندان هم دغه ډول کسانو ته د هر کوچني خدمت په بدل کې غټې پيسې او ستر امکانات ورکوي.ځکه که دغه استازي پخپله د ځان په قېمت او ارزښت باندې نه پوهيږي خو هغه ساده باده نوماندان خو يې ښه پېژني چې څومره ګټه ترېنه پورته کولای شي.
د دغه ډول کمپاين چې د رسنيو استازي يې د يوه خاص نوماند لپاره پر مخ بيايي ښه بېلګه د بي.بي.سي. راډيو چې يوه نړيواله او خلکو ته نږدې رسنۍ ده همدا راز پژواک خبري اژانس چې دا هم يوه کورنۍ د باور وړ رسنۍ ده د استازو او دې ته ورته  د زيات شمېر نورو رسنيو د استازو لخوا د هغو راډيويي پيغامونو ثبتېدل دي چې په ښکاره ټکو سره اول ځان خلکو ته ورپېژني او بيا د يوه تن نوماند لپاره د يو درجن اوصافي کلمو له کارولو وروسته دا په ډاګه وايي  چې زه په خپله هم دغې يوه نوماند ته رايه ورکوم او تاسو هم نوموړي ته رايه ورکړی. دلته د يادونې وړ ټکی دا دی چې دغه د رسنيو استازي خلک له خپل ادرس او په خپله څېره کې دومره نه پېژني او نه هم دومره باور پرې لري او نه دومره پاخه مخور او پېژندلي شوي ستوري دي چې د دوی پېغام خلکو ته امر وبرېښي او د خولې په يوه غوښتنه يې خلک کوم نوماند ته رايه ورکړي.دوی خلک د هغې رسنۍ له ادرسه پېژني او د هغې  رسنۍ په څېره کې مينه ورسره کوي او د هماغې رسنۍ د نوم له برکته باور ورباندې کوي د کومې چې په خوست کې استازيتوب کوي.
نو که دغه د يوه نوماند مينه وال يا پلويان  د دوی د غږ په اورېدو سره خوشاليږي او نور هم تشويقيږي او لا په غټ زړه خپل ستايل شوي نوماند ته رايه ورکوي.له بله پلوه د څو پنځوسو نوماندانو پلويان چې دوی هم د ټولنې له منځه ځانونه نومولي دي او هرو مرو په ټولنه کې ښه شمېر پلويان لري دوی ټول د هغې رسنۍ له استازي څخه  نه بلکې په خپله له هغې رسنۍ څخه خفه کيږي او له هغو رسنيو سره يې نفرت پيدا کيږي چې استازو يې ګلان ورته کرلي وي.دغه خلک چې د ټولنې څو پنځوس سلنه جوړوي په راتلونکي کې بيا هر وخت او په هره پېښه کې نوموړي رسنۍ ته په کمه او دروغجنه سترګه ګوري او په هېڅ رپوټ او خپرونه يې باور نه کوي.کېدای شي ځينې کسان د ځان د سپيناوي لپاره دغه ډول وړ دليلونه وړاندې کړي چې هغه کسان چې په خوست کې د رسنيو استازيتوب کوي هغه په عين حال کې افغانان او خوستمېشتي هم دي او دوی هم د نورو افغانانو او خوسمېشتو په څېر حق لري تر څو د خپلې خوښې له نوماندانو څخه ملاتړ وکړي  او خپله رايه ورکړي او همدا راز له خلکو څخه هم رايه ورته وغواړي.
دغه ډېر په حقه او په خپل ځای وړ دليل دی خو په هغه صورت کې چې نومووړي استازي له نوماند سره د کار يا هم له خلکو څخه ده ته د رايو د غوښتلو پر وخت له خپلې څېرې او خپل ادرس څخه کار واخلي او د ټاکنيز کمپاين د پرمخ بېولو په وخت کې خلکو ته ځان د خپلې رسنۍ له ادرسه او خپلې رسنۍ په څېره کې ور ونه پېژني .
ځکه چې د خوست خلک دا مهال  رسېدلي او په هر څه خبر خلک دي دوی له رسنيو سره زياته مينه لري او  د رسنيو  ارزښت پېژني او له همدې وجې په هغه چا  باور کوي چې د کومې غټې يا وړې رسنۍ استازي يې ورته وروپېژني خپل ملاتړ هم ورځينې په ډاګه کړي او دوی هم دې ته تشويق او دې ته وهڅوي چې نوموړي نوماند ته رايه ورکړي . ما مخکې يادونه وکړه چې دا د رسنيو د استازو لخوا خلکو ته يوه رټه دوکه ورکول دي او دغه ډول استازيتوب به په راتلونکي کې د ډېرو رسنيو او هويت له ګواښ سره مخ او د خوست په خلکو کې به يې د باور کچه راټيټه څه چې له منځه به  يې يوسي.
د بېلګې په توګه ما د يوه نوماند په غونډه کې د بي.بي.سي. راډيو چې يوه نړيواله او په خوست کې تر ټولو رسنيو خلکو ته زياته د باور وړ او خلکو ته نږدې رسنۍ ده استازی وليد چې د لوژ شا و خوا يې څارله او کنترولوله او د غونډې د ښې پر مخ بېونې په موخه د مشورو او لارښوونو لپاره د غونډې په اوږدو کې په ښکاره مراجعه ورته کېده داسې لکه دی چې دې غونډې دتنظيمونکو د ډلې مشر او امر وي  او د غونډې په يوه برخه کې يې د نږدې دوه زره کسانو خوسمېشتو په وړاندې د لوژ له سره خپله وينا هم خلکو ته واوروله چې د نوموړي نوماند څخه يې ملاتړ په ډاګه کړ او له خلکو څخه يې هم رايه ورته وغوښته . په همدې غونډه کې د لوژ چارې په خوست کې د پژواک خبري اژانس استازي  پر مخ بېولې چې هغې هم د بي.بي.سي.راديو د استازي هغه حق ادا کاوه چې څه موده وړاندې يې په رسنيو کې ورته کار موندلی و او اوس مجبور و چې په نوموړي پسې په هره روا او ناروا لاره پټه خوله ګام پورته کړي او دده زړه خوشاله او تر خپل باور لاندې وساتی. دا په داسې حال کې وه چې د لوژ پر سر د ډېرو رسنيو د څېرو يانې مايکونو په منځ کې دوی هم د خپلو رسنيو څيرې يا لوګوګانې ښې ښکاره ايښی وې او ټولو خلکو ليدل چې د دوی لوګوګانې په خوست کې او دلته نن ورځ په دې غونډه کې د دو ی د رسنيو استازيتوب کوي.
خو دوی يانې د نوموړيو رسنيو استازي  بيا د خپلو مايکونو په وړاندې د کوم نوماند ملاتړ او استازيتوب کوي .نو د غونډې  ګډونوالو چې ښکار خبره ده ټول د نوموړي نوماند پلويان نه و خامخا دا فکر کاوه چې دغه د رسنيو استازي چې د نورو نوماندانو غونډو ته خو يې اول په ډېرو سوالونو راغواړي او بيا چې کله راشي نو په غونډه کې د مسلکي او بې پلوه ژورنالېستانو په توګه په ترېو تندي خپل رپوټونه جوړوي او د خپلو لوګوګانو شاته ولاړ وي او يا هم خپل مايکونه کرار په لاس کې ورسره وي. او بېګا ته بيا په متن کې دا هڅه هم خامخا کوي چې له رپوټ څخه يوه څه هوا په شنه زور وباسي او سره لنډ يې کړي تر څو د دوی د خوښې وړ نوماند له څېرې څخه ددغې نوماند څېره زياته ونه ځليږي.  که څه هم د هغه په مېړانه خاورې اړول کيږي خو پروا نه کوي   ځکه چې مبارزه خو په افغانستان کې همدې ته وايي چې مه حق ګوره او ما نا حق اېله خپل ځان اوباسه.
نو دلته په دا غونډه کې بيا څنګه او ولې خپلو لوګوګانو او مايکونو ته مخامخ دريږي او د خپل مايک له ستوني څخه په خلکو غږ کوي چې دغه نوماند زما خوښ دی او تاسو هم ټول په يوه لاس رايه ورکړی.خلک اوس ښه هوښيار دي او په هر څه پوهيږي چې خامخا دې نوماند د دغو رسنيو لوګوګانې،مايکونه،استازي او رپوټونه ټول په پيسو او يا هم ډبلو وعدو اخيستي او د خپل ځان په خوښه کار ترېنه اخلي.
دغسې ځينو نوماندانو بيا د ټولنې نورې برخې اخيستي او په هغه برخه خلکو باندې ښه واک او هلته رايه هم لري. خو داسې يو نوماند تر اوسه موږ نه پېژنو چې د ټول ولس په يو شان خوښ وي او ټول ولس ته په يو شان ژمن وي .د هر يوه نوماند سره چې په کاري دفتر کې سړی کېني نو داسې غلي په دا غوږ کې البته په احتياط سره چې ګني نه غواړم ټول ناست خلک يې واوري ورته ووايي دغه خبرې ډېر وخت په کنايه  او اشاره سره هم وي چې له پاسه غوڅ او وروستئ  لېست راغلی دی. چې مطلب يې په خپله ارګ او يا کم تر کمه د ټاکنو کميسون خو  خامخا خپل ادرس ټاکي چې له هغه ځايه لېست راغلی دی او څلور يا پينځه کسان پکې له اوله سره (ټيک مارک) شوي دي. په دې مانا چې که دغه (ټيک مارک) شوي نوماندان رايه واخلي يا يې وانه خلي دو به ولس جرګې ته ځي.چې په سر کې يې لږ نور هم په ټيټ غږ د ځان نوم واخلي او د نورو په اړه هم يو دوه ړانده کاڼي هوا ته وولي.خو موږ خوستمېشتو ته تر اوسه  د دغسې  لېست يوه ريښتيني کاپي  نه د ارګ له ادرسه او نه هم د ټاکنو د کميسيون له ادرسه  لاس ته راغلي چې زړونو مو په ريښتيا اوبه ورباندې څښلي وي . اول خو بايد دغه سرچينې دغسې د (ټيک مارک) وعدې له ټاکنو څخه د مخه چاته ور نکړي او که بيا يې په ريښتيا هم دغسې لېستونه خپاره کړي وي بيا خو نو خبره خلاصه ده او دغه ټاکنې له يوې ډرامې څخه پرته نور هېڅ شی هم نه دي.
خلک خو په رايو نه بلکې د سودا او تجارت له مخې مخکې له مخکې ولسي جرګې ته (ټيک مارک )  کيږي. چې دا بيا په خپله دغه لوړې سرچينې،  د دوی د کار ډول او باور له ګواښ سره مخامخوي او خلک نور هم له هغو لوړو ادارو څخه چې په شريکه  حکومت تشکيلوي ليرې کيږي او خپل دولت، خپلې لوړې ادارې او په پای کې خپلې ټاکنې ورته هسې يوه ټوکه او څرګنده دوکه برېښي او کله به هم خلک په اخلاص او صداقت سره په دغه ډول ټاکنو کې چې نوماندان پکې پخپله د نوماندانو له خولې له اوله (ټيک مارک) کيږي ګډون ونه کړي  بلکې د ټاکنو د مخنيوي او په دغه بهير کې د ستونزو د راپيدا کولو په لاره کې به هلې ځلې کوي.


 = 1389 خوست
0797940225
yarwak@gmail.com