کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دښاغلی جهانی دلیکنی(موږبه څه کوو) په اړوند

دښاغلی جهانی دلیکنی(موږبه څه کوو) په اړوند

نن می دافغان جرمن په ویبپاڼه کی دهیواددنامتوشاعراولیکوال یوه په زړه پوری لیکنه ولوسته. په لیکنه کی دهیواددروانوجدی اوپیچلوستونزویورښتینی انځور څیړل شوی دی چی دهیواددټولومنورینو، لیکوالانو، شاعرانواوسیاستوالوڅخه غوښتنه شوی ده چی یوه ملی جرګه اویاټولنه بیله هرډول توپیرڅخه یوازی دهیواددعالی ګټو په خاطرجوړه شی. ښاغلی جهانی دزبرځواکونوکړنی دتیښتی اوماتی به وخت کی ارزولی دی په دی اړوندغواړم ورته مسایلوته لنډه اشاره وکړمه:


کله چی پخوانی شوروی اتحادپه (۱۹۷۹ز) کال پرافغانستان فوځی یرغل وکړی اوزموږګران هیوادیی اشغال کړی. تریومودی وروسته چی دامریکامتحده ایالاتواو ددوی غربی انډیوالانودافغان ولس سرښندنی دهیوادداسقلال ګټلوپه خاطردسرپه سترګوولیدی نویی دخپل تاریخی دښمن دماتی په خاطردافغانانوسره فوځی مرستی پیل کړی. وروستنیوپیښووښوده چی داټولی مرستی یوازی اویوازی ددوی دخپلو ملی ګټودخوندی کیدوپه خاطروی. ځکه چی دشورویانوترماتی وروسته یی افغانستان پرډاګ چی یونړیدلی هیوادوه، یوازی پریښوده اودنوری تباهی اوبربادی ننداره یی کوله.


احمدراشدد خپل مشهورکتاب(افغانستان اوطالبان) په (۱۸۱ ـ ۱۸۲) پاڼوکی په مستندډول لیکی: « د ۱۹۸۰ زکال وروسته دمخدره موادوتولیداودهیروینوفابریکی دامریکی اوپاکستان دڅارګرواداروترسترګولاندی پرمختګ کاوه….. په داسی حال کی چی دکراچی په ښارکی(۱۷) تنه امریکایان چی دنده یی دمخدره موادوکنترول وه، دخپلی دندی نه استعفاوکړه، ځکه دامریکی څارګری اداری دمخدره موادوپرضد دزیاتوهڅواجازه نه ورکوله.» ددی ادعاداثبات لپاره بی شمیره دلایل موجوددی چی دوی ته یوازی خپلی اصلی موخی ته رسیدنه مهمه ده داچی څومره افغانان وژل کیږی اوافغانستان څومره ورانیږی، امریکایانواوددی غربی انډیوالانوته ډیره په زړه پوری نه ده. ولی موږولیده چی همداګړی دمخدره موادودزیاتوالی دګناه پیټی د افغانانوپراوږودی. دزوروروسره حساب کول ګرانه چاره ده، څوک داورسره سپینه کړی چی دمخدره موادوپه پراخوالی کی (لکه دبنسټپالی په وده کی) ستاسوونډه ترافغانانواوبل هرچاغوښینه وه.


ددی لنډبیان څخه که اصلی موضوع ته راوګرځم دښاغلی عبدالباری جهانی ارزونه بیخی پرځای ده. دماتی په وخت کی زبرځواکونه هرڅه ته لاس اچوی. ښه بیلګه یی دپخوانی شوروی اتحادوروستی دماتی وختونه راپه زړه کولای شوچی دافغانستان په ویشلویی په عملی ډول پیل وکړی. په شمال کی یی یوه موازی اداره جوړه کړه ولی داچی دمیړنیوافغانانوپه مټ داشومه دسیسه ناکامه شوه دابیله خبره ده.


په دی ورځوکی یوه ډله امریکایی سیاستوال دافغانستان دتجزیی، بله ډله پټی لیدنی اوکتنی کوی. نن می دډنمارکی تلویزیون په ټکسټ کی ولوستل چی امریکایان حاضردی تریوی کچی اداری فسادته لاره خلاصه پریږدی. داټولی هغه هڅی دی چی زبرځواکونه څنګه ځان دماتی څخه وژغوری. دپورته یادوونوڅخه می موخه داده چی زبرځواکونه ارام ناست نه دی اودخپلی ماتی دپټوولولپاره دجهانی صاحب دارزونی مطابق دهرڅه کولوته تیاردی. یوازی دخلاصون اونجات لاردټولوافغانانو په ځانګړی ډول دروښان اندوافغانانویووالی دی. هرڅه نوربایدیوی ګوښی ته پریږدودخپل ویاړلی هیواددژغورولولپاره بیله کوم توپیراو تبعیض څخه لاس په کارشو. داږغ اوچیغه دهیواددژغورنی لپاره ده. هغه هیوادچی زموږنیکه ګانواو پلرونودخپلووینوپه بیه راته ګټلی دی، ساتنه یی زموږدینی اودنیوی وجیبه ده. خپل ټول مادی اومعنوی توان دهیواددعالی ګټولپاره په کارواچوو. امیددی چی دیووالی دغه ږغ په یوه رښتینی ملی اووطنی ځواک بدل شی ترڅوزموږپلرنی هیواددروان ناورین څخه وژغورل شی. په دی هیله چی هرڅه ژریوه ګډه، یوموټی ټولنه دګران افغانستان دګټودخوندی کیدولپاره بیله هرډول توپیرڅخه جوړه اوبریالی شی.


په درناوی 


 نیټه : ۵ / ۰۹/ ۲۰۱۰ زکال