کور / علمي / دکشف شوو معدني موادوپېژندنه

دکشف شوو معدني موادوپېژندنه

دمادې جوړښت  (   structure of the matter) :
ماده په  عمومي توګه یو جسم ته ویل کیږي چې کتله ولري  اوپه فضا کې حجم اشغال کړي . په فزیک کې ماده داتومونو اودهغوی په پرتله لانوروکوچنیوبڅرکوڅخه جوړه شوې ده کوم چې کتله لري  اویاداچې  دانرژی سره معادل کمیت تشکیلوي . ماده په څلوروحالتونوکې  پیداکیږي . دبېلګې په توګه لکه جامد،مایع ،ګاز اوپلازماحالت . کله چې  مادې ته دومره حرارت ورکړشي چې په پایله کې په ګازواوړي او اتومونه یې ایونایزشي  دپلازما په نامه سره یادیږي . کریستال هم یوه ماده ده چې ځانګړی جوړښت لري اوپه  خپل  وارسره دمولیکولونو، اتومونو، داتوم هستو، الکلترونونواوکوارکونوڅخه جوړدی  .  په اوسني وخت کې دمادې ډیر ډولونه پېژندل شوي دي . دبیلګې په توګه لکه توره ماد، ضدماده ، بیګانه ماده اوهستوي ماده .
 
۱- جدول :   بلور  (کریستل  Crystal ) دمادې  یوځانګړي  جوړښت ته ویل کیږي  چې  یوټاکلی کیمیاوي  ترکیب  او په فزیکي تړاو ځانګړی منظم اټومي جوړښت ولري .

اټوم : (Atom) –  :
په یوناني ژبه کې اټوم د(نا ویشونکی )  مانا لري  اودیوه عنصر ترټولوکوچنۍ ذره ده چې دهغه عنصرټول خصوصیات پکې شتون لري . که څه هم یواتوم د کیمیاوي طریقوله پلوه لا نور  دتجزیې وړنه دی ، خودفزیکي کړنلاروپه مرسته کیدای شي  چې اتوم لانورهم په کوچنیوذروتجزیه شي .  دیادولووړده چې داتوم څخه لانورې کوچنی تولیدشوې  ذرې دهمغه عنصرخواص دلاسه ورکوي .اتوم دیوې مثبت چارج شوې هستې اودمنفي چارج شووالکترونوڅخه جوړدی . داتوم په  پوښ  کې الکترونونه  دیوې منفي چارچ شوې اوريځ  په توګه  په توپیرلرونکوبیضوي مدارونو(Orbital)  اودهستې څخه په ټاکلي واټن کې پراته دي چې دهستې په شاوخواراڅرخیږي . دغه مدراونه  دانرژي یوټاکلی مقدار ( لیول  level )  په ډاګه کوي . داتوم الکترونونه دکولومب بريښنایزقواو Coulomb force  په مرسته د هستی سره تړون لري  او هغوی دتعادل په حالت کې ساتي .   بلخواداتوم په هسته کې بریښنایزمثبت چارج شوي پروتونونه اوبریښنایزخنثی نیوترونونه هم شتون لري  چې هغوی  دهستوي قواوپه مرسته   دیوبل سره کلک تړلی دي .     یوازې دهایدروجن اتوم  په خپله   هسته کې  یوپروتون لري  خونیوترون نه لري   .  څرنګه چې داتوم  په مدارونوکې دالکترونوشمیراوداتوم په هسته کې دپروتونوشمیر  سره یوشان دی نوله دې کبله اتوم په بریښنایزتوګه  بهرته خنثې خواص ښيي  . داتوم په هسته کې دپروتونوشیردیوې خوا دهمغه عنصر کیمیاوي خواص اودبلې خواپه پریودیک جدول کې داتوم شمېره تعین کوي . هغه اتومونه چې په هسته کې یې  دپروتونوشمیرسره یوشان وي خودنیوترونوشمیریې دیوبل څخه توپیرولري دهمغه عنصردایزوټوپوپه نامه سره یادیږي .  داتوم لږڅه ټوله کتله  په هسته کې راټوله شوې ده . دهریوه اتوم کتله دنسبي کتلې په مرسته  پېژندل کیږي . دیوه اتوم نسبي کتله  هغې کتلې ته ویل کیږي چې ګڼه  دکاربن کتلې دوولسمې  برخې)   (     څخه څوځله  ستره  برخه  تشکیلوي . په بله وینا  دکاربن اتوم ایزوټوپ         دوولسمه برخه داتومي کتلې واحدپه توګه ټاکل شوی دی چې کتله یې مساوي ده له  :  ،        ، ترټولوسپک اتوم دهایدروجن اتوم دی چې کتله یې         ، اوترټولودروند اتوم دسرپ فلز اتوم دوه سوه اته ایزوټوپ    دی چې کتله یې     قیمت لري

د بشپړ متن د لوستلو لپاره دلته کلیک وکړئ ((PDF))