کور / سپورټي / افغان لوبډلي د کراچي د رمضان سياليو اتله سوه

افغان لوبډلي د کراچي د رمضان سياليو اتله سوه

د ځوان افغان اکاډمۍ کرکټ لوبډله په کراچۍ کې د رمضان د سیالۍ اتله شوه
پچه افغان کپتان خالقداد نوري وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه. نوموړي وويل چې پيچ توپ وهنې ته غوره دی او غواړي چې لومړی توپ وهنه ترسره کړي چې مقابل لورې ته د ۱۴۰ څخه پورته هدف وټاکي.
په ننۍ لوبه کې د ای او بلوز لوبډلې له ځانه سره د پاکستان د ملي لوبډلې درې پخواني لوبغاړي د  رانا نوید او کامران نذیر په شمول له ځانه سره لرل او له دوی برسیره یې ۹ نور لوبغاړي د پاکستان د لومړۍ کچې یا فرسټ کلاس هم لوبول.
افغان ځوان کرکټ کلب په ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدلو ۱۵۹ منډې مخالفې لوبډلې ته جوړې کړي، په توپ وهنه کې شهزاد محمدی په ۴۱ توپونو ۵۹ منډې او اصغر ستانکزي په ۳۶ توپونو ۴۳ منډو جوړې کړي.
د ای او بلوز لوبډلې په ۱۸ اورونو کې ټول لوبغاړي په ۹۷ منډو جوړیدلو له لاسه ورکړه او د رمضان کپ د ځوات افغان کرکټ لوبډلې په برخه شوږ
همداراز د ځوان افغان لوبډلې  توپ وهنه هم د نورو وزځو په شان پیاړې و، محمد نبي عیسی خېل په ۲ اورونو کې د مخالفې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول، حمید حسن په ۳ اورنو کې ۳ لوبغاړي وسوځول او یو اور یې بې له کومو منډو تر سره کړ.
د ټولې سیالۍ د توپ اچونې غوره لوبغاړی حمید حسن شو چې په ټوله سیالۍ کې یې له هر توپ اچونکي ډیرې ویکټې اخستې دي.
 شهزاد محمدي د نن ورځې لوبې او د ټولې سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
او په توپ وهنه کې د ټولې سیالۍ غوره لوبغاړی علي عباس  د مخالفې لوبډلې لوبغاړی شو.
د ځوان افغان کرکت لوبډله په ۱۸ د وږي هیواد ته راتنیږي.
 
 
نن افغان روزونکي اسدالله خان د شفیق الله شفیق پر ځای خان محمد ولوباوه. دا په لوبډله کې يواځينی بدلون و.
د افغانستان د توپ وهنې پيل شهزاد محمدي او جاويد احمدي وکړ. شهزاد په لومړي توپ څلوريزه ووهله او په لومړي اور کې افغان لوبډلې ۱۴ منډې جوړې کړې. په دويم اور کې شهزاد يوه څلوريزه او بله شپږيزه ووهله.
د افغانستان منډې په تېزۍ روانې وې او د ای او بلوز لوبډې چې هرڅومره کوښښ کاوه قابو کولی یې نه شوې. د درېم اور په پای کې د افغان لوبډلې منډې ۴۲ وې. د پنځم اور په پای کې افغان لوبډلې ۴۸ او د شپږم اور په پای کې یې ۵۶ منډې کړې وې.
 لومړی افغان لوبغاړی جاويد احمدي و چې په شپږم اور کې په څلورم توپ وسوځېد. نوموړي ۱۸ منډې وکړې چې درې په کې څلوريزې وې. پر ځای یې اصغر ستانکزی راووت.
 د اتم اور په پا کې افغان لوبډلې منډې ۷۲ خېژولې وې او ۹م اور کې شهزاد خپله نيمه سليزه پوره کړه. په يولسم اور کې شهزاد کيچ وسوځېد چې ټولې یې ۵۹ منډې کړې وې. شهزاد نن يوه شپږيزه او شپږ یې څلوريزې ووهلې. پرځای یې محمد نبي راووت چې د اصغر ستانکزي سره ملګرتيا وکړي.
 منډې ښې روانې وې او اصغر ستانکزي خپل مسوليت ته ملا تړلې وه. په ديارلسم اور کې افغان لوبډلې له سلو منډې واړولې او معلومېده چې هدف پورته روان دی. د اصغر يو اسانه کيچ وغورزېد چې د ای او بلوز لوبډله به تل پرې پښېمانه وي. همدا اصغر د محمد نبي سره ولاړ پاتې شو. محمد نبي توپ ته په بل اړخ شو خو لوبڅار په يو ناسمه پرېکړه کې د هغه ال بي ډبليو ورکړ. وروسته د تلويزيون بيا بيا ښودنې دا وښوده چې نوموړی په داسې وخت کې په پښه ولګېد چې توپ د ويکټو خوا ته نه و روان.د نوموړي د سوځېدو په مهال افغان لوبډلې ۱۱۹ منډې کړې وې. محمد نبي په شپږو منډو وسوځېد.
 سميع الله شينواری راډګر ته شو چې ډېرې ښې منډې يې جوړې کړې او يو وخت خو یې يوه شپږيزه ووهله چې توپ له سټيډيم څخه ووت. دا سخت ګوذار په ۱۸م اور کې و چې په مهال یې افغان لوبډلې ۱۴۰ منډې کړې وې. ورپسې په ۱۹ م اور کې اصغر يوه څلوريزه او ورپسې شپږيزه ووهله. افغانستان ۱۵۳ منډې کړې چې په ۱۹م اور کې اصغر ستانکزی وسوځېد.
 محمد خان راووت او په اخري څو توپون د سميع  الله شيواري سره ودرېد. دواړه منډې ۱۵۸ ته پورته کړې او د ای او بلوز لوبډلې ته یې د ۱۵۹ لوړ هدف ورکړ.
د لوبې د پېل په اړه لومړی خبر:
نن شپه د ځوان افغان کرکټ  کلب لوبډله د پاک ای اوو بلیو لوبډلې سره په کراچۍ کې پای لوبه کوي
نن د کراچۍ په ښار کې د ځوان افغان لوبډله د پاکستان د ای اوو بلو لوبډلې سره د پاکستان په وخت د شپې ۱۱ بجې د رمضان د سیالیو پای لوبه کوي.
د ځوان افغان کرکټ کلب په دې سیالیو کې تر اوسه پنځه لوبې کړي چې څلور یې ګټلي او یوه یې بایللي ده.
نن شپه د پاک ای اوو بلیو لوبډله له ځانه سره درې د پاکستان د ملي لوبډلې لوبغاړي رانا نوید او کامران نذیر په خپله لوبډله کې لوبوي، د دوی برسیره به په ننۍ لوبه کې  د ای اوو بلیو لوبډلې سره ۹ نور لوبغاړي د پاکستان د لومړۍ کچې یا فرسټ کلاس لوبغاړي هم برخه اخلي.
د ځوان افغان کرکټ کلب لوبډلې مسؤلین وایي چې لوبغاړي د هر اړخه پیاوړي دي او ننۍ لوبې ته يې هم د ګټلو پلان نیولی دی.
په نن لوبه کې کیدای شي د ځوان افغان لوبډلې روزونکی اسدالله خان یو یا دوه بدلونونه هم راولي چې یو بدلون یې د شفیق الله شفیق پر ځای د خان محمد لوبیدل دي.
د ځوان افغان کرکت لوبډله به د وږي په ۱۸ نېټه هیواد ته راستنیږي.