کور / سياسي / موږ به څه کوو ؟ یا به یو کیږو ، که نه ورکیږو .

موږ به څه کوو ؟ یا به یو کیږو ، که نه ورکیږو .

حاجي امين باوري د ښاغلي جهاني بلني ته ، غبرګون :


 ګرانو وطنوالو او ښاغلو لوستونکو ؛


ګران هیواد افغانستان او افغانان د خپل تاریخي ژوند په یوه ډیر نازک پړاو کي راګیر دۍ . افغانان د تاریخ په پړاونو کي د څو اړخونو تر زور او فشار لاندي راغلي دي . هغه مرګوني تهدیدونه چي زموږ د خلکو پر اقتصادي ، سیاسي او د ټولنیز ژوند پر ستوني یې منګولي ښخي کړي وې ، ډیر وه . زموږ هیواد د تاریخ د ډیرو ویاړمنو هیوادونو څخه یو دۍ . په سیمه کښي د ختیځ او لویدیځ د سوداګریو او کلتورونو څلورلارې وه او اوس هم ده .


هر وخت د جابرانو او قدرتمندو مملکتونو د سترګو اغزی ګرځیدلۍ او له سیمي څخه د ګټي پورته کولو له پاره یې زموږ پر هیواد تجاوز کړی دۍ . تر ډیره زموږ اولس زغملي خو د ځان د خلاصون له پاره یې جد او جهد کړی او د یوه ملي زعامت په پیدا کولو ، روزولو او بري ته د رسیدلو تر حده یې د خپلو سرونو په بیه مبارزه کړې ،ځان او هیواد یې له غمیزو او ورکیدو ساتلې دۍ .


 پرون زموږ د پلرونو او نیکه ګانو وخت وو ، د هغوۍ تقدیر او تدبیر له هغه وخت سره وو . نن چي افغانستان تر پرون ډیر لوستي روڼ اندي او پوهان لري ، اړینه ده چي د ملي ګټو او ملي ارزښتونو په لاس ته راوړلو کښي د مبارزې په لمړي سر کښي ودریږي ، خپلي ځاني غوښتني یوې خواته کښیږدي او د هیواد په نامه د ننني عصر د غوښتنو سره سم یو او بل ته لاسونه ورکړي . یا به یو کیږو – که نه ورکیږو .


د یویشتمي پیړۍ غوښتنه د یوه افغان روڼ اندي ، پوه انسان څخه څه ده ؟


 ۱ – سره یو شي ، د خپلو پروني سیاسي معبدنو دروازې وتړي او د هیواد او خلکو د ژغورلو له پاره تر یوه بیرغ لاندي راټول شي . د ولسي جرګې او ولسمشرۍ انتخاباتو ته خپل کاندید ولري او تر بري یې مل شي .


 ۲ – خپل هیواد له ټوټه کیدلو وژغوري .


 ۳ – خپل هیواد ته د نړۍ تر ټولو غوره دموکراتیک نظام غوره کړې .


۴ – د دموکراتیک نظام له پاره وطنپال او دیموکراسۍ ته معتقد او پر ولس مین خلک غوره کړ ي . ۵


 -د نړۍ و سیاسي ، اقتصادي او نظامي حالاتو ته په غور کتل ، څیړل او د خپلو ملي ګټو د خوندي ساتلو په صورت کي د نړیوالو سره موازي تلل غوره وګڼي .


۶ – د هر ډول ژبني ، مذهبي افراطیت او تعصب مخه ونیسي . ۷


 – د ټولني متوازن انکشاف ته پوره پام وساتي . داسي نور عمده ټکي شته چي لومړیتوب لري خو د بحث د اوږدوالي له امله پر دې بسنه کوم او د هیواد ټول روڼ اندي ، لیکوالان ، شاعران ، سیاستوال ، پر هیواد مین او اندیښمن افغانان د افغانستان د ملي مبارز ښاغلي عبدالباري جهاني هغي بلني ته رابولم چي زموږ د اوس وخت او د اوسنۍ غمیزي د غوټي خلاصون یې ګڼم .


افغانستان ته د یوه ملي وطنپال او ولس پال غورځنګ په هیله .


تل دي وي افغانستان ژوندي دي وي افغانان