کور / تازه خبرونه / امریکا به د کاله ۶ بلیونه ډالره په افغاني ځواکونو مصرفوی

امریکا به د کاله ۶ بلیونه ډالره په افغاني ځواکونو مصرفوی

اسوشیټیډ پریس د امریکایی پوځی منابعو په حواله خبر ورکوی چی امریکا به د افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د ایستلو تر پیل وروسته هم د کاله شپږ بلیونه ډالره په افغان اردو او پولیسو مصرفوی تر څو هغوی وروزی او فعال یې وساتی . خبر وایی چی اوس هر کال یوولس نیم بلیونه ډالره په همدې کار کی مصرفیږی خو د راتلونکی کال لپاره به دا مبلغ د کاله شپږ بلیونو ډالرو ته راټیټ سی . خبر زیاتوی چی اوس د افغان اردو او پولیسو تعداد دوه نیم لکه ( ۲۵۰۰۰۰) دی خو په راتلونکی کال کی به دا تعداد تر درو لکو ( ۳۰۰۰۰۰ ) هم واوړی او هغوی به د طالبانو سره جنګوی .
خو څیړونکی وایی چی امریکا او اروپا به د افغانانو د دې انحصار څخه د هدف وړ ډیره ګټه تر لاسه نکړای سی .