کور / تازه خبرونه / د هنګری هېواد یو افسر ووژل سو

د هنګری هېواد یو افسر ووژل سو

دویچه پریس ایجنسی د هنګری د دفاع وزارت په حواله لیکی چی د هنګری هېواد هغه پوځی افسر چی دوې اوونۍ مخکی په بغلان ولایت کی ماین چاودنی زخمی کړی و ، نن د بوداپست په یو روغتون کی مړ سو . په هغه ورځ د هنګری یوه ښځینه افسره په نوموړې حمله کی وژل سوې وه خو دغه افسر سخت ژوبل او د کوما په حالت کی و څو چی نن مړ سو .
هنګری په افغانستان کی ۳۶۰ پوځیان لری چی تر اوسه یې څلور کسه وژل سوي دي .