کور / سپورټي / د خوست په ولایت کي په ۷۵ لوبډلو د کرکيټ وسایل ووېشل سول

د خوست په ولایت کي په ۷۵ لوبډلو د کرکيټ وسایل ووېشل سول

د خوست په ولایت کي ولسي جرګې ته خپلواک نوماند حاجي نور ولي جان عادل د خوست د کرکيټ ۷۵ لوبډلو سره د کرکيټ د سامان مرسته وکړه.
د خوست د ولایت د ۱۲ ولسوالیو ۷۵ راجسټر سو ي لوبډلي ویشل شیوو سامان کي لوبغاړو ته د لوبې کولو جامي، توپونه، بیټونه او ویکټې شاملي وی. نور ولي جان عادل په خوست کي د کرکيټ د پرمختګ لپاره د نورو سوداګرو او مشرانو څخه وغوښتل چي په خوست کي د کرکيټ پر پرمختګ او وده کي برخه واخلي، ښاغلی عادل وايي چي د کرکيټ په لوبغاړو پیسې ورکي نه دي، همدا لوبغاړي دي چي ټول ولس ته یې د تیر ۳۰ کلن ناورین څخه وروسته خوشالي راوړي او افغانستان یې د کرکيټ په ډګر کي ځلولی دی.
د خوست ولایت د کرکيټ مسؤل امان الله نیازی اوس په دې لږیا دی چي ولایتي شل اوریزه سیالیو ته د خوست ولایت څخه پیاوړې لوبډله وروپیژني. نیازی وایي چي ولایتي شل اوریزه سیالۍ ته يې شه چمتو والی نیولی او د لوبغاړو په غوره کولو او تمرینونو بوخت دی.
د خوست ولایت په ولایتي شل اوریزه سیالۍ کي د ډ( ډي) په ګروپ کي ځای لري، د خوست ولایت لوبډلي لومړۍ لوبه د بغلان ولایت لوبډلي سره په ۲۹ د سپټمبر او دویمه لوبه یې د هلمند ولایت سره په ۳۰ د سپټمبر کیدونکي دي.
د خوست ولایت د کرکيټ ډیر مینوال لري که چيري د همدې ولایت ملي سوداګر او نور سیاسي مشران ورته پاملرنه وکړی نو د افغانستان ملي لوبډلي او الف لوبډلي ته پیاوړي لوبغاړي ورپیژندلای شي.
نورو معلوماتو لپاره په دې شمېره له موږ سره اړیکي ټینګي کړئ: ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹
د افغانستان د کرکيټ بورډ د رسنیو څانګه
acb.media@afghancricket.af
afg.cricket.media@gmail.com