دعالیقدرامیرالمؤمنین دمبارکۍ پیغام! نحمد الله الذي له الملك كله وبيده الأمر كله ـ الخالق والبارئ والمحي المميت ـ نخلص له التوحيد ، وندين بالعبودية له وحده لا شريك له ـ ونصلي ونسلم على رسوله الكريم المبعوث رحمةللعالمين ـ ونشهد بأنه بلغ الرسالة وأدى الأمانة ونصح الأمة ورفع عنها الغمة وتركها على المحجة البيضاء التي لا يزيغ عنها إلا هالك ـ فجزاه الله عنا خير ما جزى الرسول عن أمته ـ صلوات الله وسلامه عليه وعلى آله و أصحابه المصطفين الأخيار . أما بعد!
مسلمان مجاهدملت، دشهیدانو،اسیرانوځوریدلوکورنیو،دجهاداوسرښندنې دلارې قهرمانومجاهدینو ،دیرغلګروکافرانوله لوري دخپلواکۍ په جرم نیول شویو اسیرانو او ټول اسلامي امت ته! السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
دنیکمرغه کوچني اختر درارسیدوله امله تاسوته په مبارکۍ ویلوسره لاس په دعایم چې الله رب العزت مو روژې ، عبادات اودحق په لاره کې ټولې قربانۍ په خپل در بار کې قبولې کړي ،غواړم له دغه نیکمرغه مناسبت نه په استفادې سره دافغانستان دروان جهاد اوسیاسي وضعیت او دغه رازدخپلو راتلونکو کړنو اوتګلارو په اړه څو مشخص موضوعات په لاندې توګه درسره مطرح کړم. الف : دافغانستان مسلمان مجاهد ملته ! نن چې په افغانستان کې دبهرنیویرغلګرواودهغوئ دغلامانوپه خلاف کوم جهاد اومقاومت روان دی هغه د اسلامي هیوادله حریم اواسلام څخه ددفاع مشروع جهاد دی،ددغه جهادي مقاومت ورځ تربلې پراخیدل، ګړندیتوب اوموفقیت د دې ښکارندوینه کوي چې دایوسرتاسري ،خپلواک ،مقدس ولسي مقاومت دی چې همدا اوس دلوي الله په نصرت اوستاسو دبيشمیره قربانیوپه برکت دبریالیتوب وروستي پړاوته ډیرنیږدي شوي دی،نوتاسو کوښښ وکړئ چې په دې حساسو شرایطو کې ،ټول خپل منځي اختلافات ،دځمکواو سیموپر سر شخړې او نوري ناخوالي شاته کړئ ، خپل ټول توان او تدبیرمو له هیواده دیرغلګرو شړلو اودخپلواکۍبیرته اخستلو ته متوجه کړئ؛ځکه تاریخ ثابته کړې چې کله هم اشغالګرځواکونه شکست وخوري نوتروتلودمخه په اشغال شوي خاوره کې دخپلمینځي اختلافونوتخمونه کري اوترشاډول ډول فتنې پریږدي امریکایان اوس په همدي حالت کې دي ؛لهذاددښمن ټولې دسیسي،هغه که دمجاهدینواوولس ترمنځ بي اعتمادي اوجلاوالی را وستل وي ،که دملیشوپه جوړولوسره دخپلمنځي جګړواوربلول وي، که په واشنګټن کې مخکې ترمخکې فیصله شویوتش په نامه انتخاباتونمایشي پروسې وي ،اوکه دمشورتي غونډې په نوم دخپلولاسپوڅومامورینودراغونډولوتیراستونکې جرګې اویانوري داډول توطیې وي تاسویې دپخوا په شان شنډولواوناکامولوته لازیاته توجه وکړئ اوهغه څوک چې دناپوهۍ اویاهم مالي امتیازدترلاسه کولوپه خاطرددښمن په داډول مغرضانه دسیسو تیرایستل شوي وي هغوئ پوه کړئ اوپه جدیت سره یې دشمولیت مخه ونیسئ. زه اطمنان درکوم چې ان شاء الله نوربه زموږ اوستاسو د کړاوشپې ورځې ډیرې نه اوږدیږي اوډیرژربه موکه خدای کول دیرغلګر دښمن په راپرځیدو اوپه خپل ګران ټاټوبي کې داسلامي حاکمیت په پلي کیدلوسره ویرجن زړونه تسلی شي اوټول شریف هیواد وال هغه که انجنیر وي که ډاکټرکه محصل وي که طالب که معلم وي که ملا،که دعصري علوموپروفیسر وي او که ددیني علوموشیخ چې دهرقوم اوهري ژبي ویونکی وي په یوه خپلواک اودخپلي خوښې په غښتلي اسلامي حکومت کې به دوروڼوپه شان ګډخدمت کوي .ان شاءلله تعالی ” وعد الله الذين آمنوا منکم وعملوا الصالحات ليستخلفنهم فى الأرض كما استخلف الذين من قبلهم ، وليمكنن لهم دينهم الذى ارتضى لهم ، وليبدلنهم من بعد خوفهم أمنا يعبدوننى لا يشركون بى شيئا، ومن كفر بعد ذلك فأولئك هم الفاسقون (نور۵۵) ب : مجاهدينو وروڼو! مجاهدینو وروڼو تاسو وکړای شول چې په کلک عزم او ټینګې عقیدې سره دنړیوال کفر دټولو توطیواوسازشونومخنیوی وکړئ او الله تعالی ستاسو دثبات اواستقامت له امله تاسو ته په ټولویرغلګرودښمنانو کامیابۍ درنصیب کړې اوستاسو دصادقانه جهاد اوسرښندنې له امله یې دقوي دښمن هیبت اورعب له منځه وړی او په ټوله نړې کې امریکادیوه منفورځواک په توګه له ذلت اورسوایې سره مخامخ ده . نن موږګوروچې څومره تاسو ددښمن په ځواکونوغلبه ترلاسه کوئ په هماغه اندازه ددښمن لیکې شیندلې اوبېنظمه کیږي ، کوموپوځې ماهرینوچې په افغانستان باندې دیرغل ستراتیژي ګانې جوړولي او يایې جوړوي، نن هغوئ په خپله خوله دهماغو ستراتیژیو په ناکامي اعتراف کوي ،کوم جنرالان چې دمجربو متخصصینوپه توګه دجګړې ډګرته را ولیږل شول نن هغوئ یو،یو دخپلو ناکامیوله امله په رسوایې اوبې عزتي سره دجګړې له میدانه شړل کیږي اوپه ناوړونومونو،نومول کیږي. اوکوم بهرني ځواکونه چې دامریکایي ائتلاف ترچترلاندې زموږهیوادته داشغال په نیت راغلي وو هغوئ نن دزیاتومصارفو،درنوتلفاتواوبي ګټي جګړي له امله دخپلوولسونوترفشارلاندي دي او هریویې په ډیرې بې تابۍ سره له افغانستان څخه دبیرته وتلو لارې چارې لټوي. نوزماګرانومجاهدینو وروڼو! که نورهم غواړئ چې له دښمن سره دمقابلې په میدان کې کامیابي ترلاسه کړئ باید دخپلو اعمالوپه اصلاح دجهادي اهدافو په درناوي اودخپل ځوریدلي خوباشهامته ولس په هراړخیزه هوسایې کې کوښښ وکړئ. په خپلومنځوکې دورورولۍ اویووالې په لاټینګولوسره هیچاته اجازه مه ورکوئ چې ددښمن په دستور ستاسوپه مینځ کې تفرق اواختلاف پیداکړي،اویودبل په تخریب کې مووخت اوفکر ضایع کړي ، خپل ټول کوښښونه یواځې دجهادي اموروپرمختګ ،له اسلام او وطن څخه دفاع ،دیرغلګروکافرانو ځپلواودخپل مظلوم ولس حفاظت او خدمت ته متوجه کړئ. د ولس دسر،مال اوملکیتونو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړئ ولسي خلک هيڅکله له ځانه جلاونه بولئ،دپخوانیو نیکومجاهدینوډیر قدرکوئ، دچارودتنظیم دپاره چې کومه لائحه درکړل شوې هغه په خپل ټول وس سره عملي کړئ او له دښمن سره دمقابلې دپاره له کا میابه اوپیچلیوتکتیکونونه کار اخلئ،دخپلومجاهدینو حفاظت ،دمشرانواطاعت اوپه مشوره سره دکارونو پر مخ بیولو ته ډیره پام لرنه وکړئ اوکوښښ کوئ چې ددښمن نوي پلانونه ، دسیسې اوتبلیغات په لومړي سر کې لا ور خنثی کړئ ، هیچاته اجازه ورنه کړئ چې دمجاهد په نامه داسې اعمال تر سره کړي چې دمجاهدینود بدنامۍسبب وګرځي اومتوجه اوسئ چې په تشوپلمواوبې سنده راپورونوولسي خلګ درنه تکليف اوازارنشي ، ځکه داهم ديرغلګروشوم پلان دى ،ترڅودمجاهدينواوولس ترمنځ ستونزې اوبې اعتمادي رامنځته کړي،د مقابل لوري په عسکرو ، پولیسواونورواداروکې ولاړکسان تشویق کړئ چې دهغوئ له لیکونه را جلااودخپل مجاهد ولس په خوا کې ودریږي ،دطالب حسین ،ګلبدین اوغلام سخي په څیر قهرمانان چې په ګریشک ،نادعلي ،بادغیس اومزارشریف کې یې د دښمن په لیکوکې دننه په تکتیکې بریدنووسره ګڼ شمیریرغلګر ووژل اوغیرتي کار نامه یې تر سره کړه داسې غیرتي ځوانان دقهرمانانو په څیر په خپلولیکوکې استقبال کړئ او له نورو زیاتو کسانو نه دا ډول کفرځپونکي کارونه وا خلئ ،خوپه دي هرڅه کې دنیتونوپه اصلاح کې ډیر زیات کوښښ کوئ اوپه خپلوټولوجهادي فعالیتونوکې دالله تعالی رضانصب العین ګرځوي. ج- علماءکرامو، سياستپوهانو، استادانو،ليکوالانواو شاعرانو ته ! تاسي د ټولنې هغه قشر ياستئ چې د ولس د غوښتنو او هيلو د ترجماني توان لرئ دامو ملي او اسلامي دنده ده چې د يرغلګرو له ظلمونو نه پرده پورته کړئ او هغه د نړيوالو او د بشر د حقوقو د سازمانونو مخي ته کښيږدي . د امريکایې تيري او ظلم په وړاندې د حق په وينا سره د ولس ذهنونه روښانه کړئ. ددښمن له پټو او ښکاره دسيسونه یې خبر او د اسلامي نظام مبادي او ګټي ورته توضيح کړئ،دنوي نسل سالمه تربیه وکړئ دپرديوعقایدو او فرهنګ له اغیزویې وژغورئ ،داتفاق او اتحاددرس ورکړئ ،د ولس ږغ دمجاهدینومسئولینوته ورسوئ او د هغوئ ږغ ولس ته، تاسې د اسلامي امارت او د ولس ترمينځ د يوه پل حيثيت لرئ او بايد همداسي وي ، ترڅو ټولې هغه نيمګړتياوې چې تر سترګو کېږي، همدا اوس له مينځه ولاړې شي . زه په تاسې ږغ کوم چې د سالم جهادي او اسلامي ماحول په جوړولو کې له اسلامي امارت سره مرسته وکړئ . د: دکابل په اداره کې پخوانیو مجاهدينو اودادارې ټولو موظفينو! دنیکمرغه کوچني اختردمبارکو شپو ورځوپه خاطریوځلې بیا بلنه درکوو چې لکه دنوروپخوانیوقهرمانومجاهدینوپه شان راشئ دخپل مسلمان ملت ترڅنګ په دریدلواودهغوئ په مرسته دامریکایي یرغل دپرشاتمبولواودخپلواکۍ دبیرته اخستلو په ویاړکې ځان شریک کړئ. راشئ لیږ دخپل ضمیر،تعقل اودرایت په رڼاکې دیرغلګروامریکایانوهغو کړو وړوته وګورئ چې ستاسو په اصطلاح له منتخب ولس مشر ،ستاسو له پارلماني غړیو اوخپله له تاسو اوپه مجموع کې له ځوریدلي ولس سره ترسره کوي، تاسود جګړه مار واوبي مسؤلیته افراد وپه نوم نوموي. ښه به مو اوریدلي وي چې دارګ چارواکې مستقیماله سي ای اې څخه معاشات تر لاسه کوي نوبیا په کوم دلیل ددوی تر قومنده لاندي کار کوﺉ . که تاسو دیرغلګروامریکایانوپه صف کې ددریدلو لامل دمجاهدینو(اسلامي امارت) ځینې نیمګړتیاوې بولئ نوراشئ دامریکایانودملاتړپه پریښودلو اود خپلومسلمانو مجاهدینووروڼوترڅنګ په دریدلوسره هغه نیمګړتیاوې تاسوپوره کړئ اودیوه مستحکم مرصوص جهادي صف په جوړولوسره دیرغلګرو کافرانوپه شړلوکې ځان سهیم کړئ. ایادهیواد اومقدساتوپه دفاع کې ستاسومسؤلیت یواځې له روسانوسره په جهادکولوکې پای ته رسیدلی اونن چې په امریکایانوسربیره د۴۸ هیوادونوکفارومو په ملک تیری کړی اوستاسوپه شمول یې دټول افغان ولس په ځورونې ،تحقیر اوتهدید لاس پوري کړی تاسوبیاد دغو اشغالګرو دمقابلې په ځای دخپل مسلمان ملت په خلاف له هغوئ سره دملاتړلاره غوره کړې ایا همدغه ستاسو دضمیر اوافغاني غیرت فیصله ده؟ ښه پوه شی چې يرغلګر امريکایان د افغاستان د مستعمره کولو او دهغه د طبيعي زيرمو د لوټولو لپاره راغلي دي هغوئ هیڅ کله ستاسو دوستان کېداي نشي. که د مجاهدينو ويره نه واي، نو تاسي به یې تردې هم له ذلت سره مخامخ کړي وای. دکابل په غلامه اداره کې ټول کارکونکې دې دزړه په غوږو واوری چې دافغان مسلمان ولس دجهاد په برکت نورله افغانستان څخه دیرغلګر دښمن لمن په ټولیدوده نومخکې تردې چې دخپل ولس له لوري له اجنبیانوسره دملاتړپه جرم دنجیب،ببرک اوشاه شجاع په برخلیک اخته شئ باید له دغه شرمیدونکې برخلیک څخه دخلاصون په غرض نور دیرغلګروله ملاتړڅخه لاس واخلئ اوله خپلو تیروکړنوڅخه دپښیماني په ښکاره کولوسره دمجاهدینوله لیکوسره یوځای شئ ، که له هغوۍ سره دیوځای کیدو توان نه لري نو دکافرانوله ملاتړ نه په لاس اخیستلوسره دمجاهدینو دعفوې اوامن په سیورې کې په خپلوکورونوکې له خپلو اولادونوسره دآرامي ژوند اختیارکړئ اوپه دې کارسره ددنیا اواخرت له شرمندګي څخه ځان وژغورئ. هـ : دهيواد دراتلونکې نظام په اړه : داچې په یرغلګروکافرانوباندې زموږدمسلمان ملت بریالیتوب اوس څرګنددی او دبریالیتوب اساسي لامل یې دالله تعالی په نصرت باورلرل اوخپلومنځوکې اتحادلرل دي نوموږبه په راتلونکې کې هم دهمدغو اساساتوپه بنا دیوه اسلامي ،خپلواک ،سالم اوقوي نظام دجوړولو کوښښ کوو، داسې نظام چې دهغه اقتصادي ،امنیتي ،حقوقي،تعلیمي اوقضایې اړخونه ټول داسلامي ارشاداتومطابق له اهل خبره ،اهل علم اواهل کارخلکوسره دشوری لرونکې سیستم په وسیله په مخ بیول کیږي ، په هغه کې به دافغاني ټولنې صالح ،تجربه کار اومسلکې کدرونه له هرراز سیاسي ،قومي ،اولساني تبعیض پرته سهیم وي اوهغوئ ته به داداري مسؤلیتونوسپارل د دوئ داهلیت ،صداقت اوایمانداري په بناترسره کیږي اودغه رازبه دښځوپه شمول دهیواد دټولو وګړو دشرعي حقوقودرناوی کیږي،دداخلي امنیت دتأمین اوپه ټولنه کې داخلاقي فساد ،بې عدالتي ،فحشاء اونورومنکراتودله منځه وړلوپه غرض به داسلام دمقدس دین دسپیڅلواحکاموپه رڼاکې شرعي احکام پلي کیږي ،په ټولو حکومتي دوائروکې به داداري شفافیت درامنځته کولوپه مقصد دمحاسبې ،مجازات اومکافاتو قانون په ټینګه مراعتیږي اوله متخلفینوسره به یې دشرعي احکامومطابق چلندکیږي. و : له بهرنيوهيوادونوسره دبهرنئ تګلارې په اړه: راتلونکی نظام به مو له خپلوګاونډیانو ،ا وهم له نورو اسلامي اوغیراسلا مي هیوادونوسره دمتقابل تعامل په بنیادولاړوي . موږغواړوچې بهرنۍ تګلاره مو په داسي ډول عیاره کړوچې هم له ځانه څخه دنوروضرر دفع کړواوهم نوروته ز موږله لوري ضرر ونه رسیږي . زموږراتلونکی نظام به په ټولوهغو هلوځلوکې چې په سیمه اونړۍ کې دسولې دټینګښت،بشري رفاهیت اواقتصادي توسعې لپاره عملي کیږي داسلامي مقرراتومطابق سهم اخلي . په سیمه ایزومشترکوستونزو لکه مخدارت، دمحیط ککړوالی دتجارتي اواقتصادي مشکلاتوپه له منځه وړلوکې به د سيمي له هيوادونو سره همکاري کوي. . ز : اسلامی نړۍ او مسلمان امت ته مسلمان امته ! غواړم داختر له دې سپیڅلې موقع څخه په استفادې سره څو ترخه حقیقتونه درسره شریک کړم او هغه دا چې نن دځینومغروره او متعصبوهیوادونوله لوري مسلمانان ترډول ډول فشارونو لاندي دي دچا دین او فرهنګ له ګواښ سره مخامخ دی د چا بیا ژوند، مال ازادي ، او ځمکنی تمامیت په خطر کې دی . نن په نړۍ کې مسلمانان یواځې په دي وجه چې مسلمانان دي له ډول ډول تبعیض او ځورونو سره مخامخ دي . ددنیا مشهور توهینی او تعذیبی زندانونه ورباندي ډک او هیوادونه یې اشغال شوي دي . مسلمان امته ! کومه ستونزه چې نن دافغانستان،عراق اوفلسطین دردیدلی ولس ورسره لاس اوګریوان ده ایا دا تنها دهمدي ملکونوځانګړې ستونزه ده ؟ ایا زموږ او تاسي مشترک کتاب قرآن كريم تاسو ته په داسې پیښوکې دبې تفاوتي سیاست دخپلولو اجازه در کوي ؟ تاسوباید په دې خبره ځان پوه کړئ چې امریکایي پلان یواځې دافغانستان اوعراق تر لاندې کولوپوري نه دی محدود؛ بلکې هغوئ غواړي داسلامي نړۍ په زړه کې دافغانستان اوعراق په لاندې کولوسره ددغې نړۍ ټوله نقشه بدله کړي ،خوافغانان هغه څوک دي چې دتاریخ په اوږدوکې د دښمنانو د داشانې استعماري پلانونو دشنډونکواواسلامي امت دمدافعینوپه توګه پیژندل شوی تاریخ لري اودهریرغلګر دشړلوپه لاره کې یې ډیرې قربانۍ ورکړې چې دهغوپه برکت یې له اسکندرمقدوني رانیولې بیا په یووشتمې پیړۍ کې ترامریکایي یرغل پوري دیرغلګروټول یرغلونه په شاتمبولي چې دغه سرښندنې ددوئ دکامیابي اواسلامي امت دنجات لامل ګرځیدلې. نومسلمانانووروڼو! لکه څرنګه موچې دین،عقیده ،ارزښتونه ،فرهنګ،کلتوراومصالح سره شریک دي همداسي مو غم اوخوشحالي، دوست اودښمن هم بایدسره شریک وي ،راشئ دخپلودریدلومسلمانانووروڼو په غم اومصیبت کې برخه واخلئ،او په ځان ، مال او مخلصانه سیاست خپلولوسره دهغوئ مرسته وکړئ . ح : په افغانستان کې ميشتوائتلافي ځواکونواودهغوئ ولسونوته ! داچې غاصبوامریکایانو دخپلوشخصي مصالحودتحقق اودخپل توسعه غوښتنې سیاست دعملي کولو لپاره په افغانستان یرغل کړی اوپه دغه لاره کې يې له ځانه سره نور۴۸ هیوادونه هم ملګري کړي اودهغوئ ټولو له پوځي ،سیاسي اومالي ملاتړسرسره نن ټول دافغان مجاهدملت دورځ تربلې غښتلي کیدونکي جهادي مقاومت په له منځه وړلوکې پاتي راغلي معنایې داده چې ددغه ولس مقاومت برحقه اودامریکایانوپه مشرې دنړیوال ائتلاف یرغل یوناروا وحشیانه تیری دی. امریکایي چارواکې چې دلته ستاسودلا لتاړکیدولپاره کومې پلمې درته تراشي هغه یواځې ددوئ دنامشروعوګټودترلاسه کولوناکاره وسیلې دي نورهیڅ حقیقت نه لري . په تيرو نهو کلونو کې به د امريکې ددروغجنو ادعاوو ماهيت تاسو ته ښه معلوم شوی وي چې غواړي ستاسي قوت د خپلوناکامو استعماري اهدافو د لاسته راوړلو لپاره استعمال کړي. تاسو ته نه ښایې چې خپل اولادونه دامریکا دمجهولوګټو لپاره په داسې ډول قرباني کړئ چې دبيوزله افغانانو په وژلواوځورولو سره مو دتل لپاره دهیوادونوتاریخ بدنام اودجنګي مجرمینوپه ډله کې شامل شي ؛ځکه چې دلته دهغوۍ په لاس هره ورځ په لس ګونو او سلګونوبېګناه وګړي شهيدانیږي، کورونه يې ورانيږي دهغوئ له لوري ورباندې په نړیواله کچه ممنوعه وسلې کاریږي چې ددغو ممنوعه وسلو استعمال زموږدملت په راتلونکو نسلونولاډیرې منفې اغیزې لري . ددغووسلواستعمال د بشریت خلاف یونه بښونکی جنایت دی خوستاسو ځواکونه دامریکایانوپه دستور هره ورځ دبیوزله ولسي خلګوپه خلاف دغه جنایت ترسره کوي. دهغوئ له لوري په بي پرې مطبوعاتوبندیزدی یواځې هغه څه چې دامریکا اوناټوځواکونوله خوښې سره برابروي هغه دنشر اجازه لري . دمتضررشویو ولسي وګړیو فریادته نه یرغلګرغوږنیسي اونه هم دهغوئ ګوډاګیان . اسلامي امارت مطبوعات که په انټرنيټ راځي او که په کاغذ، دوئ يې د بندولوکوشش کوي . د تیرو نهو کلونوراهيسي د ګونتانامو او باګرام په زندانونوکې په سلګونو بې ګناه افغانان د عذاب ورځې او شپې تېروي ،په دغوبندیانوکې داویا او اتيا کلونوپه سن دپاخه عمرلرونکي سپين ږيري هم شامل دي ،له هغوئ سره نه قانوني چلند کېږي نه محکمه کېږي او نه هم بشري حقوق ورکول کېږي خلاصه داچې ستاسو په مرسته امریکازموږهیواد او ولس یرغمل کړی دغه واقعیت نن دامریکایي ائتلاف ځینوغړیو هیوادونو اودهغوئ ولسونو درک کړی اوله افغانستان څخه یې دخپلو ځواکونو ایستل پیل کړی اوځیني نوريې دایستلو په لټه کې دي . یوشمیرهغو هیوادونوته چې دامریکایانوله لوري دبي ځایه پلموله امله لا هم په افغانستان کې خپل پوځي اشغال ته دوام ورکوي زموږپیغام دادی چې هغوئ دې نورژرترژره له افغانستان څخه دخپلو ځواکونو دایستلو پر لارو چارو غوروکړی اوخپل پوځونه دي په شاکړي . ط : امريکايي چارواکو اودهغوئ تيرايستل شوی ولس ته! تاسودافغان خپلواک اسلامي هیواد دلاندې کولوپه غرض دلته پوره( ۹)کاله خپل ټول پوځي ،سیاسي اواقتصادي زور وازمایو خودباتدبیره مجاهدوافغانانوپه وسیله موله مطلق شکست نه پرته بل هیڅ ترلاسه نه کړل . ستاسي دجنرالانو له مختلفوستراتیژیواوپوځي زیاتونوسره سره موږ وینوچې ستاسوپوځیان ژوندي نیول کیږي اوستاسي حکومت یې بیا لکه بوبرګ ډال اسیرغوندي نه خود خلاصولولپاره تبادلي ته اماده کیږي اونه یې هم دخپل هیواد دیوه تبعه په حیث پوښتنه کوي او یا خو یې لکه په لوګر کې ستاسي ددوتنواسیرانوپه اړه دخلاصون دمنل شویولاروپرځای دله منځه وړلو هڅه کوي، ستاسي پرمختللې پوځې اواستکشافي الوتکې زموږدمجاهدینوپه لاس رالویږي ،پوځي وسايل موله منځه وړل کیږي اودهرې ورځې په تیریدوسره ستاسي دوژل شویوپوځیانوپه شمیر کې زیاتوالی راځي. خوستاسو چارواکې ددي په ځای چې په جرات سره په خپلوغلطوپالیسیواعتراف وکړي اودحل معقوله لاره ورته ولټوي برعکس ددغوپوځي شکستونودجبیرې اوله هغوئ څخه ستاسواودنړیوالو دپام اړولوپه غرض د یوشمیرتجربه شویوناکاموپروسوعملي کول بیا بیا تجربه کوي ،په افغانستان کې دقومي ملیشوتشکیلول ،دتش په نوم مشورتي جرګو جوړول ،دمجاهدینوترمنځ دتوندلارو اومنځ لاروبي حقیقته اصطلاحګانو کارول،دبي ګټې کانفرانسونوراغوښتل اوداجیرومطبوعاتوپه وسیله دمجاهدینوپه خلاف پراخ تبلیغاتي کمپاین پرمخ بیول،دهیوادترټولومنفوري ،په فساداوجنایاتوککړې څیرې په مکررډول قدرت ته رسول دمسئلي حل بولي خودلوی خدای په مرسته اودمجاهدینود جهادي تدبیرپه برکت داهرڅه لکه دهغوئ دپوځي هلوځلوپه څیرله ناکامۍ سره مخامخ شول. افغانان له خپل هیوادڅخه ددفاع نوره هم ښه حوصله لري ،ستاسوله پوځیانوسره تر۹کلنې مقابلې وروسته یې نظامي تجربې نورې هم پخې شوې .هغه څه چې ددغه پیغام په وسیله يې موږتاسوته رسول غواړوهغه دادی چې څومره ژرکیدای شي بي قید اوشرطه زموږله هیواده پوځونه وباسئ ځکه داکارهم ستاسې اوهم ستاسي دولس په ګټه اوهم دمنطقوي ثبات ترټولو غوره لاره ده ؛ستاسو اوستاسودنړیوال جنګي ائتلاف له ۹ کلنې زورآزموینې وروسته ټولې نړۍ ته اوس داخبره په اثبات رسیدلې چې نور په افغانانوباندې دزوراوتشدد منطق خپل رنګ بایللی اوتاسوچې د دې خپلواک ولس داېل کولوکوم پلانونه جوړکړي وو دهغوئ ترسره کول له محالاتو(ناشونو)څخه بلل کیږي که تاسونورهم غواړئ چې په افغانستان کې په پاتې کیدلوسره دغه محالات (ناشوني) ممکن (شوني) وګرځوئ نوپه قیمت کې یې لومړی دخپلې پراخې امپراتوري له حاکمیت څخه لاس پري منځئ! پوه شي چې ستاسو مشرانوپه افغانستا ن دیرغل دپیل څخه تراوسه تاسوته په مسلسل ډول درواغ ویلي،ستاسي له ټکسونو اونوروشخصي لګښتونوڅخه رابیل شوي په سلګونوملیارډه ډالره مالي مصارف اوستاسي بشري ځواک په افغانستان کې بې ځایه ضائع کړی اولایې ضائع کوي اوتاسو به لاهم دملاماتونکې اقتصادي ناورين شاهدان یاستئ تاسو بایددخپلوپارلماني اوولسي فشارنه په استفاده سره خپل چارواکي دې ته اړکړئ چې نورمو په نړيواله کچه اولس دهلاکت کندې ته ټيل نه وهي اوپه نړیواله کچه دزوراوسرتمبګۍ له سیاسته لاس په سرشي که نه نوترهرچاوړاندې به لومړی امریکایي ولس له ذلت اورسوایۍ سره مخ کیږي. په اخیرکې په افغانستان ، پاکستان اوداسلامي نړۍ په نورو برخو کې دورستیو سیلابونو اوطبیعي افتونوله امله زیانمنو خلکو ته دزړه له تله دخواخوږی مراتب وړاندي کوم اودعاکوم چې الله تعالی دي ددې لویې ابتلا تکاليف را کم او مصیبت ځپلو ته د برداشت حوصله ورکړي. اوله زړه سوانده اهل خیراشخاصو نه هیله کوم چې له دغوزیانمن شویواوهم دحق په لاره کې دشهداوو،اسیرانو له کورنیواویتیمانوسره هراړخیزي مرستې وکړي اوداختردمبارکوورځو په خوښیوکې دخپلو کورنیو او اولادونو په شان مشفقانه چلندورسره وکړی . په پای کې یوځل بیاټولو مسلمانو ته دکوچني اخترله مبارکیوسره یوځای هغوئ ته دالله تعالی څخه دامریکایي یرغلګروپه مقابل کې دثبات اودهغوئ دفداکاریو دقبولیت غوښتنه کوم . الله تعالی دي نورددغه مسلمان ځوریدلي امت دبېدرېغوپاکوقربانیواوسرښندنوپه برکت اشغال شوي وطنونه داسلامي حاکمیت په قائمیدوسره ازاد کړي اوالله تعالی دي دمجاهدینودسپیڅلو وینو نذرانې په خپل دربارکې قبولې وګرځوي. امین . والسلام داسلام خادم اميرالمؤمنين ملامحمد عمر مجاهد |
بسم الله الرحمن الرحيم
فَاصبرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَ لا يَستَخِفَّنَّك الَّذِينَ لا يُوقِنُونَ *
الروم: 60
گرانو هېوادوالو!
په سنگرونو كي پرتو مجاهدينو!
وروڼو خويندو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
د كمكي اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، الله تعالى دي ستاسو طاعات، عبادات او دعاگاني قبول او ستاسو هيلي ترسره كړي او راتلونكي اخترونه دي په داسي حال كي راولي چي هېواد مو آزاد وي، ټول اشغالگر ځواكونه وتلي وي او په آزاد او خپلواك افغانستان كي د مجاهدينو په لاس د افغان ولس د خوښي اسلامي حكومت قايم شوى وي. إن شاء الله دا ستره او سپېڅلې هيله به ترسره كېږي، امريكايان او انگرېزان به د خپلو روسي ملگرو په څېر زموږ له هېواده وځي او د شوروي اتحاد په برخليك به اخته كېږي، د دې ورځي د رارسېدو په هيله او لدې فرصت نه په استفادې سره څو عرايض لرم:
· د كابل امريكايي نظام شړېدلى، اشغالگران د جنگ له دوام او گټلو مأيوس شوي، ځاني او مالي تلفات ئې هغي كچي ته رسېدلي چي مزيد زغمل ئې ورته گران شوي، د خپلو ولسونو تر فشار لاندي دي او له افغانستانه د عاجل وتلو مطالبه ترې كوي، له بلي خوا د مقاومت لمنه ټول هېواد ته خوره شوې، پر دښمن د مجاهدينو بريدونه پراخ شوي، ملت ورسره د يو ځاى كېدو په حال كي دئ، ځيني د دښمن پر قطارونو مسلسل او پر له پسې مرگوني بريدونه كوي، ځيني د قهرجنو مظاهرو او د اشغالگرانو د بيرغونو په سوزولو سره له دوى نه خپله كركه څرگندوي او غوښتنه كوي چي بهرني ځواكونه دي ژر تر ژره زموږ له هېواده ووځي او افغانان دي پرېږدي چي خپل برخليك په خپله وټاكي. حالت همغسي دئ لكه د روسي فوځونو له وتلو څو مياشتي مخكي حالت.
· بايد دې ته متوجه وو چي مسكو او واشنگټن او زموږ كينه كښ گاونډيان بيا هغه حالت زموږ پر ملت رانه ولي چي د شوروي ځواكونو له وتلو وروسته ئې راوست، ځيني وطن پلورونكې او منافقي ډلي همغه كار ته بيا كانديد شوي چي په تېرو څو كلونو كي ئې وكړ. د امريكايانو له هڅو معلومېږي چي غواړي له افغانستانه په داسي حالت كي ووځي چي د جگړي له دوام نه مطمئن شي او دا ډاډ ترلاسه كړي چي د دوى له وتلو وروسته به زموږ په هېواد كي د مجاهدينو په لاس يو واقعي اسلامي حكومت نه جوړېږي، دوى غواړي يو ځل بيا د جنگ د دوام نيمگړى مأموريت ايران او روسيې ته وسپاري، د همدې لپاره ئې مسكو او تهران پلوه ډلي په فوځ، پوليس او امنيت رياست كي راغونډ او مجهز كړي.
· د دې توطئې شنډول له ټولو مؤمنو او آزادي غوښتونكو مجاهدينو نه د هوښيارۍ غوښتنه كوي، بايد ټول مجاهدين او وطنپال او آزادي غوښتونكي افغانان يو بل ته لاس وركړي او پرېنږدي چي دا فاجعه بيا تكرار شي. د دښمن په لومو كي پرېوتي ناافغانان دي هم پوه شي چي هغه ترخه تجربه بيا نشي تكرارېدى، نه ئې امريكا په اقتدار كي ساتلى شي او نه ئې مسكو او د هغه منطقوي ملگري قدرت ته رسولى شي.
· د روغي جوړي خبري هسي يوه غولوونكې ډرامه ده، مه دې ته طمعه ساتئ او مه دا د حل لار گڼئ، د حل يوازنۍ لار د جهاد ادامه او تر هغه خپله وسله پر زمكه نه ايښودل دي چي ټول بهرني ځواكونه په بشپړه توگه له افغانستانه ووځي.
· دښمن لالهانده دئ، د زخمي مار په څېر هري خوا خوله اچوي، كله په كليو، كورونو، د خلكو د غم او ښادۍ په غونډو بمونه او راكټي وروي، كله په جوماتونو، مدرسو، مكتبونو، ښارونو او د خلكو د گڼه گوڼي په ځايونو كي چاودني كوي، كله د ښوونځيو نجوني مسموموي، كله د مخكنيو مجاهدينو هغه غړي ترور كوي چي اوس د دوى په څنگ كي ولاړ دي، هر لوري ته لاس غزوي او هر جنايت او ذليل او وحشيانه عمل ته ملا تړي خو هيڅ په لاس نه ورځي. بايد خپل مؤمن او هوښيار ولس دې ته متوجه كړو چي دا كارونه ټول د دښمن له لوري دي، چي يا ئې مخامخ په خپله كوي، يا ئې د كابل په امنيتي ځواكونو كي د خپلو جاسوسانو په لاس او يا ئې د مجاهدينو په ليكو كي د خپلو ذليلو مزدورانو په لاس.
· مجاهدينو ته وايم: جومات د خداى كور دئ، دومره درناوى ئې بايد وكړو لكه د الله تعالى د كور درناوى، كه جومات ته د بش، بريژنف او نتن ياهو په څېر ستر ستر كافران او د اسلام لوى لوى دښمنان هم راشي بايد په جومات او د جومات په احاطه كي، او جومات ته د تلو راتلو په لار كي د هغوى په ضد له څه كولو په كلكه ډډه وكړو. هغه څوك نه ايمان لري او نه عقل چي په جوماتونو كي، د لمانځه او د قرآن د تدريس پر مهال چاودني كوي، مظلوم لمونځ كوونكي مسلمانان په وينو كي رغړوي او هغه ځايونه په وينو لړي چي هره ورځ په سلگونو عبادت كوونكي د الله تعالى په وړاندي خپل تندي پرې ږدي او سجده لگوي. قرآن موږ ته لارښوونه كوي چي كه ستاسو هغه دښمنان چي ستاسو په ضد جنگېدلي، ستاسو د دښمنانو مرسته او ملگرتيا ئې كړې، تاسو ئې له خپل كور كلي او مكې ايستلي يئ، تاسو ته ئې د عمرې او حج اجازه نه ده دركړې، خو كه همدا محارب دښمن له داسي لاري د حج او عمرې لپاره د مكې په لور درومي چي ستاسو تر واك لاندي ده او تاسو كولى شئ له هغوى خپل انتقام واخلئ، نه يوازي د انتقام اخيستو لپاره به د دوى په ضد له څه كولو ډډه كوئ بلكي د خير او تقوى په دې كار كي به د دوى مرسته كوئ، د همدوى په اړه امر كوي چي (و تعاونوا على البر و تقوى: د ښېگڼي او تقوى په كار كي يو د بل مرسته كوئ).
· د پاكستان او ايران چارواكو ته توصيه كوم چي د افغانانو په ضد د امريكايانو له ملگرتيا لاس واخلئ، له امريكايانو نه د امتيازاتو ترلاسه كولو لپاره پدې مه راضي كېږي چي مظلوم افغانان مزيد په وينو كي ورغړي او هېواد ئې وران شي، مه خپلي ملي گټي په دي كي لټوئ چي زموږ په هېواد كي جگړه دوام وكړي او مه ئې د امريكايانو د گټو لپاره قرباني كوئ، په دې پوه شئ چي له مظلومو افغانانو سره چي هره معامله كوئ، الله تعالى به حتماً د دې سزا دركوي او له تاسو سره به د همداسي څه كېدو پرېكړه كوي.
· افغانانو ته توصيه كوم چي په جهاد كي فعاله برخه واخلئ، په لاس، ژبه، قلم، او خپل مال سره د مجاهدينو مرسته وكړئ، د هغو مجاهدينو درناوى وكړئ چي له اسلام نه د دفاع په خاطر په سنگرونو كي پراته دي او په مېړانه د دښمن مقابله كوي، هغه څوك سپك او ذليل وگڼئ چي د جهاد او مجاهدينو د تأييد او ملگرتيا په ځاى د دوى په ضد هلي ځلي كوي.
حكمتيار
افغانستان
د 1389كال كمكى اختر |