کور / تازه خبرونه / یو امریکایی قراردادي او ۲ بهرني پوځیان ووژل سول

یو امریکایی قراردادي او ۲ بهرني پوځیان ووژل سول

ناټو خبر ورکوی چی طالبانو نن د افغانستان په جنوب کی یو بهرنی پوځي وویشت او ځای پر ځای یې وواژه خو نور تفصیل یې ورنکړ .
پنتاګون اعلان وکړ چی یو امریکایی مرین پوځی پرون طالبانو په هلمند کی وواژه خو نور وضاحت یې ورنکړ .
د امریکا ( بالتیمورسن ) ورځپاڼی ولیکل چی یو امریکایی قراردادي چی پخوانی مرین پوځی چی د زړه ورتوب یو مډال او تصدیق نامه یې هم ګټلی وو ، درې ورځی مخکی په افغانستان کی ماین والوزاوه .
په دغو پیښو سره د سپټمبر په ۸ ورځو کی ۱۴ بهرني پوځیان وژل سوي چی ۹ یې امریکایان دي ( بېله دغه قراردادي څخه ) .