کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د جامعې په تحول کي د خلکو رول

د جامعې په تحول کي د خلکو رول

(د کښته والي احساس، حرکت او مسئولیت منل د ټولني د ارتقاعامل ګرځي او  پرماضي افخار،د تصادف انتظاراو پراشرافو تکیه ټولنه په انحطاط کي ساتي)


یوه لنډه یادونه :
د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو د ۹۱ یمي کلیزي په مناسبت یوي ادبي غونډي ته وربلل سوی وم.


په غونډه کي چارواکود هیواد د پخوانۍ ګټلي خپلواکۍ پرستاینه خبري وکړي او یوـ دوو نورو ترغاښ لاندي اوسنیوشرائطوته اشاري وکړي.


ماله ځان سره جوړه کړی وه چي که ئي د خطابه میزته وبللم نو له موجوده حالته څخه د ټولني په ایستلوکي به دخلکوپررول ږغیزم ، خولکه چي زماځای نه و ، خبروته ونه غوښتل سوم دادی خپلي خبري ستاسو سره  د لیک له لاري شریکوم. 
 
دنیاچي خدای پیداکړي ده نو دتغیراو تحول په حال کي ده ، ورځ په ورځ ترقي کوي او تکاملي ګامونه اخلي.


(کل یوم هو في شأن) ، خدای هره ورځ ورته نوی رنګ ورکوي او انسان يي ورته ټاکلی چي بالقوه استعدادونه یي فعل ته راوباسي.


بشري ټولنه هم ددنیادنظام تابع ده او همیشه دتحول او تغیرپه حال کي ده .


انساني جوامع په مختلفوږمانوکي مختلف تنزلي او اتقائي پړاونه وهي ، ځیني جوامع له کشتي نه مخ پرلوړ سیرکوي او ځیني نوربیاله آسمانه پرمځکه پریوزي.


(وتلک الایام نداولهابین الناس) دغه ورځي دي چي څاه ته د شوه سویو سلواغو په څیرد انسانانوترمنځ لاس پرلاس کیږي.


داچي بشري جامعه څه ډول تحول کوي اود تغیر اساسي علت يي څه شي دی ؟ د ټولني د علماؤ ترمنځ د نظرونو داختلاف معرکه جوړوي .


یوشمیرکسان پردي باوردي چي بشري ټولنه د تصادفاتوپه نتیجه کي تحول کوي ، په ټولنه کي ټول تحولات او دانساني جوامعو د ځوړ او لوړ اړوند وقائع صرف تصادف دی او بس.


د مثال په توګه انګلیسان د تصادف په نتیجه کي پردي بریالي سول چی د هند وچه ترخپل کنټرول لاندي راولي او دسویلي اسیاپرملتونوخپل استعماري واک وچلوي .


داچي افغانانوله انګریزاستعمارسره په جګړه کي د خپل هیواد خپلواکي اعلان کړه او یاهندیانوانګریزان له خپل ملکه وشړل داصرف تصادف وو .


له انګریزانوڅخه د هند دازادۍ وروسته د هغه هیواد ترقي او دهندي ټولني مترقي تحول د تصادف نتیجه ده .


افغانانوروسان د تصادف په نتیجه کي له ملکه وشړل او له شاه زمانه تردي زمانه افغانی ټولنه په تصادفي توګه مخ پرځوړتللي.


لنډه داچي ددوی په اند د ټولني دتحول اساسي عامل تصادف دی.


ځیني نورکسان بیاوایي چي د تاریخ او جامعي دتحول اساسي عامل د طبیعت جبري قانون دی.


دغه ډله چي د ټولني د علماؤ ترمنځ په جبریه سره شهرت لري ، ټولنه د طبیعت د نورو پدیدو په څیرد طبیعي قوانینوبی اختیاره تابع ګڼي او په دي باوردي چي انساني جوامع هم لکه د یوه حیوان ، یانبات غوندي پیداکیږي ، لویيږي ، نشوو نماکوي او بیافناه کیږي.


دوی د ټولني په تحول کي دانسانانوله ونډي څخه منکردي او انسانان د هغوي دتاریخ او سونوشت په ټاکلوکي دخیل نه ګڼی.


دوی وایي بشري جوامع دهغو عواملوله امله چي د ټولني په عمق کي پراته دي د طبیعت د نورو قوانینو په څیرد ټولني دانحطات او ارتقاء سبب کیږي.


درېیمه ډله پوهان بیاستربشري شخصیتونه د ټولنودتحول او تغیرعوامل ګڼي او پردي عقیده دي چي ستراو فاضل انساني اشخاص دي چي د ټولني مسیربدلوي ، په ټولنه کي تغیرراولي ، تاریخ ته بدلون ورکوي او دخپلي ټولني سرنوشت ټاکی.


له دغي ډلي څخه یوهم (امرسون)دی ، دی وایي چي تاسي ماته لس لوی شخصیتونه راکړي چي زه دبشري ټولني ټول تاریخ پرته له دي چي ویی لولم ووایم، تاسي ماته یوازي (ناپلیون) معرفي کړي زه به تاسي ته د ټولي اروپاتاریخ وړاندي کړم.


(کارلیل) چي داسلام د پیغمبرحضرت محمد صلی الله علیه وسلم ژوند يي څیړلی وایی چي کله محمد ص د توحید اعلان وکی په قریشوکي اول کوچنی چی ایمان یي ورباندي راوړلس کلن حضرت علی وو ،او چي داکوچنی لاس په هغه لوی لاس کي کښیښول سونود تاریخ مسیریي بدل کړ.


په لږ تغیر، دي ته ورته نظر نیچه ، افلاطون او الکسیس کارل هم لري چي وایي غوره ، اشراف، اصیل ، روحانیون  او پوهان انسانان د ټولني په تحول کي او ارتقا‌ء کي اساسي نقش لری.



حضرت موسی علیه السلام پیداسو چي په مصرکي عظیم انقلاب رامنځته سواو بني اسرائیل د قبطیانواو دوخت د فوعون له ظلمونوخلاص سول او منحطه ټولنه یي په واکمنه هغه بدله سوه .


بني اسلائیل دحضرت یعقوب علیه السلام د ۱۱ زامنونسل دی چي پرمصرد حضرت یوسف علیه السلام د واکمنیدو وروسته له مداینه مصرته کډه سول .


د مداین قحطۍ وهیلي بني اسرائیل د حضرت یوسف علیه السلام له امله په اشرافوواوښتل ، بیرته مخ پرځوړولاړل او دفرعون او دهغه د قومیانواو قبطي قوم ترسخت فشارلاندي دخوراټیټي طبقي لرونکي وګرځیدل او بیرته د موسي ع په سبب د مصراوفلسطین واکمنان  سول.


ارپایان داروپاد تجدد اونوي انکشاف په برخه کي د ناپلیون پوروړي دي ، همدارازموږته په زماني اومکاني لحاظ ډیره نيژدي ټولنه دهند ټولنه ده چي له انګلیسي استعمارڅخه ترخلاصون وروسته یي دخپل منځي تشتت سره سره ډراماتیک مثبت تحول وکړ.


دهنددولس سرنوشت بدل سو او په خپل تاریخ کي یي انقلاب رامنځته کړ،خوداهرڅه ظاهرادهندي ولس دیوه نابغه انسان اوملي مشرګاندي له وجي وه .



د ټولني دعلم دغه ډله علماء دانساني جوامعوهررازمثبت اومنفي تحولات او ارتقائی اوتنزلي سیراودوګړوبرخلیک یي دهغوی په منځ کي دموجودوسرنوشت سازو اشخاصوسره تړي.


ښه چي داسي ده نوخلک او دجامعي متن دجامعي په تحول کي څه اغیزلري؟


ددموکراسۍ مکتبونه پردي عقیده دي چي خلک باید دخپل سرنوشت په ټاکلوکي دخیل واوسي ، دآتن له دموکراسۍ نیولي بیاترننۍ موډرني دموکراسۍ پوري ددموکراسیوړوند مکاتب ، هغه حکوت اونظام ترټولو بریالی ګڼي چي خلک پکښي دخالت ولري او دواک اصلي مرجع خلک وي.


خوداچي خلک دجامعي دتحول اصلي عامل دی په دي اړه کومنه روښانه نظریه نه لري.


زه غواړم داثابته کړم چي خلک او دجامعي متن دتحول او انقلاب اصلي علت دی.


د ټولني سرنوشت د ټولني اشراف او اکابرنه بلکی پخپله د خلک ټاکي ، خلک دي چي زماني ته تغیرورکوي او خپل تاریخ بدلوي .


ټولنه دتصادف په نتیجه کي ارتقاء اوتنزل نه کوي اونه هم تنهادطبیعت دقانون پراساس جبرادتغیراواوښتون ښکارګرځي ، بلکي دټولني وګړي د ټولنی مسیربدلوي.


هو!


نوابغ او اکابردټولنیزوانقلابونورهبري کوي او دوګړنیزي قافلي په سرکي روان وي مګردتحول اوانقلاب اصلي عوامل دوی نه دي بلکي دټولني متن او خلک دي چي په ګډه خپل برخلیک جوړوي.



ولي خلک؟


ځکه چي مخاطب تل خلک او انسانانومجمع ګرځیدلي ، همیشه دخلکومتن ته ږغ سوی اوله دوی څخه غوښتنه سوي ده .


سپیڅلواشخاصوهم خلک بللی اونوابغوهم خلکوته دهغوی دتاریخ دبدلون لاره ښوولي اوپه ځان يي پسي کړي دي.


دلته دی چي موږ خلک دجامعي دتحول داساسي علت په توګه پیژنواواشراف ، اکابراونوابغ دداعیانو،معلمینو اوپه خلکوکي دهغوی دمتحوله قوت دراپارونکوپه عنوان .


اسلام داموضوع خوراښه روښانه کړي ده ، ځکه قرآن پیغمران دبشري جوامعودتحول اوانقلاب داصلي عواملوپه توګه نه دي معرفي کړي بلکي هغوی يي بشرله منځه هغه ته دپيغام رسولولپاره غوره کړي انسانان راپیژندلي دي.


(ان هو الابشر)


که انبیاء پخپله دانساني ټولنودمثبت تحول او ارتقاء اساسي عوامل وای نوبیایي خلکوته ولي بلنه ورکول ؟ ولی نوخلک دالهي خطاب مخاطب ګرځیدل؟.


په قرآن کي ټول اوامراونواهي ، بیروني او ښادوني د ناس په عنوان ویل سوي دي .(یاایهاالناس)


( ناس ) معني ، خلک ، دې کلمی ته د لفظي وزن اومانا له لحاظه خورانیژدي کلمه (ماس) MASSE ده ، چي په ټولنپوهنه کي د خلکو غونډته ویل کیږي.


ناس اوماس پره له طبقاتي توپيرونواونورو ممیزه خصوصیاتوڅخه ،خلک او دانسانانومجمع ته ویل کیږي .


اسلام دخلکوپرټولۍ ناس فوکس کړی اوهرڅه يي ددوی لپاهر کړي دي، پیغمبران يي دوی ته رالیږلي ، کتابونه یي دوی ته استولي اومخاطب یي هم دوی ګرځولي دي.


د بشری جامعي دتحول اساسي عامل يي هم ناس ګرځولي حتي مافوق الاسباب یی خپل ځان هم ورڅخه ایستلی دی.


(ان الله لایغیرمابقوم حتي یغیروا مابانفسهم).


خدای دیوه قوم حالت نه بدلوي ترڅوهغوی پخپله خپل حال تغیرنه کړي.


قرآن انسانان پرخپلوځانونوباندي اعتمادته رابولي اوهڅوي یي چي تل دپرمختګ اودجامعي دمثبت تحول په هڅه کي واوسي تردي اندازي پوري چي ټولي لاري ورباندي تړي اویوازي هغوی ته دتحول چاره سپاري .


(کل نفس بماکسبت رهینه).


یعني هرانسان پرخپل عمرځړیږي.


د سوسیالوژي له نظره هم اصل اجتماع د ټولنیزتحول لپاره عملي مراحل طی کوي.


د یوي خواري ټولني د اجتماع متن او خلک لومړی په ځان پوهیږي ، بیاحرکت اوعمل کوي او بیایي نوارتقاء او شرافت په نصیب کیږي. 



ذلت او خواري
دخوارۍ درک
حرکت، عمل او جدوجهد
ترقي او پیش رفت
 


که څه هم چي انسان په فطري توګه ازادي لري، خپلواک زیږي او ټول یوډول حقوق ، امتیازات او وجائب لري، خو عملاچي کله دژوند دمبارزي ډګرته ننوزي نودخورا ضعف په حالت کي وي.


ددي لپاره چي هرفرد خپل طبیعي حقوق ترلاسه کړي اوخپله فطري ازادي خوندي کړي ، دژوندپه معرکه کي له مبارزي سره مخ کیږي او چه څونه یي مبارزه غښتلي وي نودي هم قوي او دخپلوحقوقو آخذوي.


چون ، جوامع له انساني افرادو جوړیږي نودجوامعوهم داحال دی، لومړی ضعیفه ، بیامتحرکه او وروسته قوي اومترقي .


دذلت ، خوارۍ اوپس ماندګۍ مرحله هرملت اوهره انساني ټولنه تیروي ، صرف په دونه توپیرچي یوشمیرجوامع ژرخپل کښته توب احساسوي ، بیامبارزه پیلوي او بیابریالي کیږي اویوشمیرنوري بیاپه پیړیوپیړیوپه عقب ماندګۍ کي پاته وي.


ویښ ملتونه ژرترقي کوي اوبیده ملتونه ترډیره دلوړتیااوازادۍ له خواږه نعمت څخه بی بهرې وي.


زه په ډيرو مجالسوکي دداسي بحثونوسره مخ سوی یم چي موږافغانان ولي همیشه په ستونزوکي راګیریواوولي پرمختګ نه کوو؟


جاپان له افغانستان سره په یوه ورځّ ازادي اخیستي خونن هغه ترافغانستان ډیرپرمخ تللی دی.


پاکستان یوازي شپږلسیزي کیږي چي جوړسوی خونن ترافغانستان مترقي اوپرځان بسیاښکاري او څه څه …


همیشه ددغو پوښتنومتحدالمال جواب داویل کیږي چي ګوندي افغانستان پردوه لاره پروت دی، سټراتیژیک موقعیت یي حساس دی ، بهرنیان یي نه پریږدي او …


خوزه فکرکوم چي داهرڅه تشي پلمي دي او دافغاني ټولني د تررقۍ او بشپړي ازادۍ دلاری اساسی خنډنه دي .


کله چي موږ له خپل مخکني مبحثه دي نتیجي ته ورسیدو چي دانساني جوامعو دتحول ، تغیراوانقلاب اساسي عامل خلک دي او (ان الله لایغیرمابقوم حتی یغیروا مابانفسهم) نویوشمیرنورداسي علل سته چی زموږ دټولني اوهیواد دتحول اوارتقاء په مخ کي اوږدخنډپاته سوي دي.


دټولنپوهني له نظره دیوي ټولني دورسته پاته والي عمده  علت له خپله حاله دټولني دخلکوبي خبري او بي ځایه غروردی.


که یوه ټولنه په خوارۍ او فلاکت کی ایساره وي خووګړي یي دخوارۍ او ذلت احساس نه کوي نو بیابه حرکت او مجاهده کله وکړي اوترقي او تحول به نوچیري وي؟


هغه ملتونه ژرترقي کوي چي دځان ضعف ، ذلت اوکښته والی ومني ، ځان له نورو ملتونوسره بالفعل مقایسه کړي اوبیانومبارزي اومجاهدي ته ملاوتړي.


هغه چي ملتونه پرخپل ماضي نازیږي ، پرابااواجداد فخرکوي او دفعلي حالت پرځای دماضي په نشه مست او غرورپه مهلک او قاتل مرض مبتلاوي،هیڅکله هم ترقي نسي کولای.


راسی موږافغانان اوپه خاصه توګه پښتانه خپلوځانونوته ملتفت سوچي هسي نوموږپه دي ناروغۍ اخته یو؟


په دي کي شک چي ازادي یوسترنعمت دي ، خوازادي پخپله نه ګټل کیږي اونه هم تیره ګټلي ازادي زموږ درد دواکوي ، موږ اوس چیري یو؟ داخبره موږته درک کول په کارده .


ازادي له ترقۍ سره لازمه ده ، ترقي له حرکت ، عمل او جدجهده په لاس راځي ، حرکت ترویښتابه وروسته رامنځته کیږی او ویښتیادذلت له احساس سره تړلي ده .


بشپړه ازادي چي کور، کالي او ډوډۍ خپل وي اوداهغه وخت خپلیږي چي هم مغزخپل وي ، هم علم او هم عمل .