کور / اسلامي / د روژې دیرشمه ډالۍ

د روژې دیرشمه ډالۍ

تهیه کونکی : نثار احمد صمد

د روژې دیرشمه ډالۍ

عزتمنو او متدینو افغانانو ، السلام علیکم ! خدای (ج) ته لاسونه لپه کوم چی تیرو ۲۹ آموزنده او انتباهی قصو څه ناڅه عقیدوی ، اخلاقی او اصلاحی ګټه رسولې وی . که د پند او عبرت دغه ټولی کیسې را غونډي کړو ، نو دې نتیجې ته به ورسیږو چی تر څو په ځانو کی پخپله بدلون رانه وړو ، خدای مو روان حالت نه رابدلوی ( الرعد ـ ۱۱ ) او دا د الله خبردارﺉ او پوهاوﺉ دی . ځکه نو لاندینۍ پایله د همدغسی مثبت او رغنده بدلون په تمه وړاندی کوم . او دا چی د روژې هره ورځ مو دا سلسله په مینه تعقیبوله ، الله دې خیر او ښېګڼه درکړی .
غواړم یو زېرﺉ درباندی وکړم او هغه دا چی زما هغه کتاب چی ( د پند او عبرت قصې ) نومیږی تر چاپ لاندی دی چی څه باندی ۱۷۰ آموزنده ، اخلاقی او اصلاحی قصې پکښی راغلي چی نوموړي دیرش ډالۍ هم د هغه په متن کی شاملي دي او د هغه لوستلو ته مو رابولم .
د قدرمنو او خواخوږو وروڼو لکه عبدالله احسان ، خالد هادی حیدری ، محمد طارق بزګر ، ویس ناصری ، انجینیر قیس کبیر ، او د صدای افغان د ویب پاڼی ډیرو معززو او متقی چلونکو ته ( چی د دې ډالیو څخه یې یوه مجموعه جوړی کړې او په خپل ښکلی سایټ کی یې ایښې ده ) د زړه له تله کورودانی وایم او الله دې ټولو ته د دې « صدقهً جاریه » په خاطر عظیم اجر ورکړی . په پای کی د کوچنی اختر په مناسبت ټول مسلمان امت منجمله افغان مظلوم او یرغمل ولس ته د زړه له اخلاصه مبارکی وایم ، الله دې یې د نجات او خلاصون اختر کړی .
او دا هم د دې لړلۍ وروستۍ برخه چی د تیرو ټولو ډالیو منځپانګه جوړوی او هیله ده چی په ښه غور یې ولولیً ( ن . صمد ) .

د نن ګمراه مسلمان :

که د یوویشتمی پیړۍ بشری ټولنو ته ښه ځیر سو ، نو وبه ګورو چی دا دنیا ځکه سرچپه روانه ده چی د خپل مقصود او معبود څخه یې انحراف کړی دی . د دې ګمراهۍ اصلی علت د هغه څه پرېښودل دي چی رحمان ورسپارلي خو د هغه څه پر مخ بېول دي چی شیطان ورمنلي دي .

انسان اصلأ ډیر عاجزه مخلوق دی مګر وروسته څومره ځان په غرور سره ښه وپړسوي . وګورﺉ دا عاجزه خو مغروره انسان لومړی د چټلي نطفې ( یعنی د سپرم او تخمې د امتزاج ) څخه راټوکیږی . وروسته په منجمده خونی ټوټه سره اوړی چی جنین باله سی ، بیا په غوښنه ټوټه ( مضغه ) سره بدلیږی . تر هغه وروسته هډوکي نشأت کوی او بیا هغه په غوښو سره پوښل کیږی ( المؤمنون : ۱۴ ) . بیا د بدن غړي بشپړیږی څو چی روح ورکول کیږی او د یو طبیعی انسان بڼه اخلی .

دا عاجز انسان د مور د رحم په دننه کی د چټلو وینو څخه تغذیه کیږی څو چی نهه میاشتي وروسته د مور د تنګ او تیاره بطن څخه ارت او روښانه جهان ته راوزي او د کثیفی غذا پر ځای پاک خواړه یعنی د مور شیدې خوری .
دا انسان بیا هم د عاجزۍ له چوکاټه نه وی وتلی او په آزاده نړۍ کی سَوکه سَوکه غټیږی . تر دوه کاله وروسته پر پښو ولاړیږی او ډول ډول خواړه خوری او خبري پیلوی . وروسته لوبي ، ساعتېرﺉ او لهولعب ته لاس اچوی . ذهن ، شعور او پوهه یې مسلسل وده کوی څو چی د تعلیم په شبکه کی راګیریږی .

کله چی ځوان سی ، د کوچنیوالي دوره شاته پریږدي او د عاجزۍ څخه تدریجأ مغرورۍ ته میلان پیدا کوی . یوه نوې څپه او زمانه راپیلیږی . د ځوانۍ خواهشات غلبه کوی ، نوساني او نفساني حالت حُکمفرما کیږی او شیطان خوشالیږی . وروسته واده کوی ، اولادونه یې زوکیږی او کورنی ژوند یې مخته ځی . ډیر ژر دا پړاو هم د سترګو په رپ کی ختمیږی او په اعضاوو کی یې کمزوري او عطالت منځته راځی . وروسته ډول ډول نیمګړتیاوي او ناروغۍ پر ښکاره کیږی . د زوړوالي په غېږ ورځي او د دې دنیا څخه د رخصتېدو په انتظار خپل نوبت ته ځان تیاروی څو چی عزرایل (ع) ورته راځي او هغه روح ځنی اخلی چی الله (ج) د امانت په توګه څه موده وړاندی د مور په رحم کی ور عطأ کړې وه .

هو ، دا ټول پړاوونه یوه داسی دایره جوړوی چی هر انسان یې په سترګو وینی خو ډیر لږ کسان توښه ورته برابروی . کله چی خپل وروستي سرمنزل یعنی قبر ته ولاړ سی ، نو د دوو ملایکو د استفسار او پوښتنو سره مخامخ کیږی . که یې نېک اعمال د ځان سره وړي وی نو بېغمه د جنت په تمه کیږی ، خو که یې بد اعمال زیات وی ، نو د دوږخ په تمه شپې سبا کوی . رسول الله (ص) فرمایلي چی : په دنیا کی داسی واوسېږه لکه یو مساپر چی په کوم ځای کی د څو ورځو لپاره اوسیږی یا لکه کوم لاروﺉ چی د خپل تګ پر مهال د څه دمی لپاره کښېني .

هو ، ژوند څونه لنډ ، بې برکته او بې وفا دﺉ ، څونه ژر تیریږی ، څونه فانی او د سترګو په رپ کی درومی . آیا یو ځوان خپله کوچنیواله پرونۍ خاطره نه بولي ؟ یو پوخ سن انسان خپله ځواني یو خوب او خیال نه ګڼي ؟ او باالاخره یو بوډا یا بوډۍ خپل ټول تیر ژوند فقط څو ساعته نه انځوروي ؟ کوم انسان خپل شته او جایداد یا دولت ورسره وړﺉ دی ؟ او کوم انسان خپل مقام ، نوم او شهرت ورسره وړي ؟ خو دا هرڅه هغه شیطانی فتنې دي چی انسانان ( خصوصأ مسلمانان ) یې په خپله لومه کی رانغښتي او د اصلی مقصود او معبود څخه یې منحرف کړي دي .

هو ، په دې مؤقتی او فانی ژوندانه کی انسان په څومره مینه او جذبه سره د ګمراهیو په سمندر کی لامبي څو چی پسی ډوب سي . وګورﺉ په مجموع کی نن انسانانو ( یعنی کفارو او مسلمانانو منجمله افغانانو ) عبادت په عادت سره او دین په سیاست سره اړولی دی ، دا ولی ؟ موږ ټوله ډیر سیاست خو لږ عبادت کوو . ډیر غیبت خو لږ صفت کوو. ډیره ښیرا خو لږ دعا کوو . ډیر خاندو مګر لږ خوشاله یو ، دا ولی ؟ غټ کورونه لرو خو کوچنۍ کورنۍ لرو . آسانتیاوی ډیري خو راحت لږ لرو ، پوهېږﺉ چی دا ولی ؟ عالی تحصیلی اسناد خو کښته استعداد لرو . وګورﺉ پوهه څونه « ډیره ! » لرو خو عامه درک مو څونه لږ دی . کارپوهان ډیر لرو خو حل لاري لږ لرو . دواوی ډیري خو روغتیا لږ لرو . موټر تیز چلوو خو مقصد ته ناوخته رسیږو . ډیر ثروت او شتمني لرو خو مفلس او غریب یو . ډیري خبري مګر لږ عمل کوو . خورا ډیر درواغ وایو خو بیخی لږ نتیجه اخلو . ژوند جوړول مو ښه زده دﺉ خو ژوند کول مو زده نه دﺉ . لوړ مقام خو کښته تربیه لرو . پر ژوند مو کلونه ډیر ور زیات کړي خو پر عمر مو ژوند لږ ور زیات کړﺉ دی . لوړي ودانۍ لرو خو کښته طبعه لرو . لویی لاري خو تنګ لید لوري لرو . ډیري پیسې خرڅوو لاکن لږ شیان لرو . ډیر اجناس رانیسو خو لږ خوند ځنی اخلو . ډیر لیکو خو لږ په یادوو . ډیر پلانونه جوړوو خو لږ یې عملی کوو . تلوار مو هضم کړی خو صبر مو بایللی دی . عاید مو ډیر خو لاس مو تنګ دی . کمیت مو خورا دروند مګر کیفیت مو خورا سپک دی . لوی اشخاص لرو خو ټیټ شخصیتونه لرو . ډیر فرصت لرو خو لږ وخت لرو . ډول ډول خواړه مګر خرابه تغذیه لرو . ژوند مصرفوو د پیسو لپاره ، نه پیسې د ژوند لپاره . خارجی فضا مو فتحه کړې خو دا خلی فضا موږ فتح کړي یو . اټوم مو مات کړی خو تعصب مات کړي یو . تر هر چا په مرګ ډیر پوهیږو خو تر هرچا مو قیامت لږ په یاد دی . صحبت مو ډیر خو ریاضت مو کم دی . د پنځو حواسو څخه لږ کار اخلو خو شپږم حس یعنی بد ګوماني ډیره کاروو . حلال نه خوښوو خو په حرام پسی غوټې وهو . ظاهر او ریا مو خورا ډیره خو باطن او تقوا مو خورا لږ ده .

وګورﺉ ، ډیر ژر عصباني کیږو ، چی ناست یو نو ټلویزیون ډیر ګورو ، تر ډیره ویښ یو ، له خوبه نا آرامه راویښیږو . . . آیا پوهیږﺉ چی دا هرڅه ولی ؟ موږ تل خدای ته وایو چی مشکل لرو خو خپل مشکل ته هیڅ نه وایو چی خدای لرو . دینی عالم مو له دنیوي علمه او دنیوی عالم مو له دینی علمه بی خبره دی . غیبت مو عادت کړی خو اسلام مو بدعت کړی دی . بل ته لاره ښیو مګر پخپله بې لاري یو . جنګ ډیر بد ګڼو خو سوله په جنګ سره راوړو . دعاوی کوو خو هغه هیڅ نه قبلیږی . د قرآن د المؤمن سورت ۶۰م آیت داسی فرمایی « رب دې وایی چی ما در وبوله چی دُعا دې قبوله کړم » . د ابراهیم ابن عجم څخه چی د درېیمی پیړۍ مشهور عالم و د دې آیت په هکله وپوښتل سوه چی موږ دعاوی کوو خو نه قبلیږی ، دا ولی ؟ هغه په ځواب کی ورته وویل چی ګورﺉ :
ـ خدای ښه پیژنیً خو اطاعت یې نه کوﺉ ؛
ـ قرآن تلاوت کوﺉ خو عمل نه په کوﺉ ؛
ـ شیطان پیژنیً خو ورسره مل یاست ؛
ـ دا وایاست چی محمد (ص) درباندی ګران دی خو سُنت یې نه عملی کوﺉ ؛
ـ جنت مو ډیر خوښ دی لاکن هغه نه غواړﺉ ؛
ـ د دوږخ د اور څخه بیریږﺉ خو د ګناه څخه ځان نه ټولوﺉ ؛
ـ دا وایاست چی مرګ حق دی خو هغه ته چمتوینه نه نیسیً ؛
ـ د نورو عیب لټوﺉ ، مګر پر خپلو عیبونو سترګي پټوﺉ ؛
ـ خدای درکړﺉ رزق ښه خورﺉ ، لاکن شکر یې نه ادأ کوﺉ ؛
– مړي ښخوﺉ ، مګر عبرت نه ځنی اخلیً ؛
نو د داسی خلکو دعاوی به څنګه قبولي سی ؟

په رښتیا هم هرڅه سرچپه روان دي . وګوره اې انسانه ، اې مسلمانه او اې افغانه :
ـ دنیا چی خوښوې ، نو آخرت دې هیروې ؛
ـ ماڼۍ چی خوښوې قبر هیروې ؛
ـ پیسې چی خوښوې حساب کتاب دې هیروې ؛
ـ ګناه چی خوښوې توبه دې هېروې ؛
ـ مخلوق چی خوښوې نو خالق دې هیروې ؛

فلهذا ، نسو ویلای چی دا هر څه د زندګي او بندګي بربادي ده ؟
په رښتیا هم دا دنیا دریاب دی ، ایمان کښتۍ ده ، عبادت کښتۍ وان دی ، او آخرت هم ساحل دی . نو د حل او خلاصون یوازینۍ لاره دا ده چی :
ـ که ویل کوې نو کلمه وایه ،
ـ که جوړول کوې نو مسجد جوړ کړه ،
ـ که جنګېدل کوې نو د شیطان سره وجنګېږه ،
ـ که ژغورل غواړې نو د درواغو څخه ځان وژغوره ،
ـ که بېرېدل غواړې نو له خدایه وبېرېږه ،
ـ که مینه غواړې نو د رسول الله (ص) سره مینه ولره ،
ـ که هیله لرې نو د جنت هیله من اوسه ،
ـ که ګټل غواړې نو زړونه وګټه ،
ـ او باالاخره که سمون غواړې نو آخرت دې سم کړه .
فلهذا ، نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !!

د ابراهیم ادهم (رح) څخه یو ارادتمند وپوښتل چی ستا په نظر بهترین نصیحت کوم دی ؟ هغه ورته وویل چی فقط شپږ عادتونه خپل کړه :
اول ـ چی کله د ګناه اراده وکړې نو د خدای له ملکیته ووځه ،
دوهم ـ که د ګناه ارتکاب وکړې نو د خدای رزق مه خوره ،
درېیم ـ ګناه په داسی ځای کی وکړه چی هلته دې خدای و نه وینی ،
څلورم ـ د مرګ د فرشتې څخه د توبې مُهلت وغواړه ،
پنځم ـ نکیر او منکر خپل قبر ته مه پرېږده ،
شپږم ـ کله چی دوږخ ته د تګ امر درته وسی نو انکار وکړه .
د دې ځواب په اورېدو سره پوښتونکې وویل چی دا خو ټول ناممکنات دي . نو ابراهیم ورته وویل چی داسی ده نو ګناه مه کوه .

هو ، که پورتنۍ نسخه و ازمویو ، نو ځان او جهان به مو انشاالله بدل او رڼا رڼا سی که نه ، زندګي او بندګي دواړه به مو برباد وي لکه اوس چی ده . خو بیا هم ناوخته نه دی ، یعنی : نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله ! والسلام ، ( ن . صمد )
Nsamad57@hotmail.com