کور / تازه خبرونه / د افغانستان د اسلامي دولت د جمهورئيس د مبارکۍ پيغام

د افغانستان د اسلامي دولت د جمهورئيس د مبارکۍ پيغام

د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له امله د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر حامد کرزي د مبارکۍ پيغام .

ګرانو هېوادوالو، درنو وروڼو او خوېندو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

د نېکمرغه کوچني اختر د بختورو شپو او ورځو د رارسېدو له امله تاسو ټولو ګرانو هېوادوالو ته هر چيري چي ياست، د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوم.
د روژې د مبارکي او سپېڅلي مياشتي عبادتونه مو د لوی الله ج په دربار کي قبول سه!

ګرانو هېوادوالو! د روژې له فيض او برکت څخه تر ډکي مياشتي وروسته کوچنی اختر پر بندګانو د څښتن تعالی يو رحمت دئ او د مسلمانانو تر منځ شفقت، ورورۍ او د انساندوستۍ يو ډېر ښه مظهر دئ.
د اختر په شپواو ورځو کي د ټولو کينو ليري کول، د يوه او بل کورونو ته ورتګ او پخلاينه د ټولو مسلمانانو وجيبه ده. همدا راز د بېوزلو، يتيمانو، کونډو او بې پناه خلګو لاسنيوى له دوی سره مرسته او شفقت د اختر بل فضيلت دئ. زه د خپلو ټولو شتمنو او بډايو هېوادوالو څخه غواړم چي د خپلو غريبو او نادارو هېوادوالو لاسنيوی وکړي او په زړه سوي سره د هغوی د اړتياوو په ليري کولو کي مرسته وکړي. څو په دې توګه هغوی هم د اختر په خوشحاليو کي د ځانونو سره ملګري کړئ.

د الله تعالی (ج )دربار ته دعا کوو چي د روژې د مبارکي مياشتي او نېکمرغه کوچني اختر له برکته زموږ په هېواد کي هر څه ژر ملي وحدت او سرتاسري پخلاينه رامنځته سي، څو په هېواد کي د امنيت او بشپړ ثبات درلودونکي واوسو.
زه د هر هېوادوال څخه غواړم چي د سولي او ملي پخلايني لپاره لاس په کار سي، څو ستاسو په مرسته وکولای سو چي د اسلام او افغانستان د دښمنانو د بريدونو او د بېګناه مسلمانانو د وژلو مخه مو نيولې وي او د ترقۍ او پرمختګ د راپيل سويو کارونو په وړاندي مو ټول خنډونه له منځه وړي وي.
موږ په دې هڅه کي يو چي د امنيت د ټينګښت لپاره د خبرو او مفاهمې لاري ته نور هم چټکوالی ورکړو، څو هر څه ژر د ورانيو او مصيبتونو مخه ونيسو.

په پای کي يو ځل بيا د کوچني نېکمرغه اختر مبارکي درکوم. او هيله لرم چي د اختر بختوري ورځي او شپې مو له خپلو کورنيو سره په خوشحالي سره تېري سي.

حامدکرزی
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور ريس