کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / احمدشامسعود (ملي قهرمان كه د نفاق قهرمان)

احمدشامسعود (ملي قهرمان كه د نفاق قهرمان)


 په كال 2004 كښې  د جمهور رئيس كرزي د يو فرمان په اساس  احمد شاه مسعود ته    د ملي قهرمان لقب وركړ شو . ده ته بايد د ملي نفاق د قهرمان لقب وركړ شوى وې . خو څه وكړو د افغانستان جمهور رئيس ددې په ځاى چې د قندهار شهيدانو ته ، د لويې پكتيا شهيدانو ته ، د لوى ننګرهار شهيدانو ته او د نورو ولايتونو شهيدانو ته   د قهرمانئ لقبونه  وركړې وې   ،   هغه  داسې يو چا ته   دا لقب وركړ چې دا هيواد يې  د تعصباتو   په خنجر  سورى سورى  او ټوټې ټوټې كړ. هغه داسې يو چا ته دا لقب وركړ چې دوطن  واحد  بدن  يې داسې  زخمي زخمي كړ چې   لا تر اوسه ترينه  سرې سرې  وينې څاڅي.
د افغانستان جمهور رئيس  احمد شاه مسعود   ته  د ملي قهرمان  د لقب په وركولو  سره   له ملت سره  ستره جفا وكړه .كاش چې جمهور رئيس  مسعود ته د ملي قهرمان د لقب د وركولو نه د مخه ولس ته مراجعه كړې وې او په دې اړه يې د ولس نظر معلوم كړی وې. 
جناب كرزى صاحب  !
ملي قهرمان داسې نه وي ، ملي قهرمان هغه وي چې د افغانستان ټولو قومونو ته يو شان نظر وكړي او ټولو ته په درنه سترګه وكوري ، ملي قهرمان هغه وي چې د ټول ولس نمايندګي وكړي . احمد شاه مسعود ته څوك په لويه پكتيا ، لوى ننګرهار ، لوى كندهار او نورو سيمو كښې  د ملي قهرمان په سترګه نه كوري  ، ځكه چې ده  په هيڅ صورت د  ملي قهرمان كيدو اهليت  نه درلود  .  نوموړى  په لويه پكتيا كښې  نه ؤ كرځيدلى ،  هغه  د لوى ننګرهار په غرونو رغونو ، كليو ، ښارونو نه ؤ كرځيدلى ،  هغه  د لوى كندهار په    ښارونو ، كليو او بانډو نه ؤ كرڅيدلى ، هغه د هغو ځايونو له خلكو سره نه وو ليدلي ،   هغه مينه او محبت چې  مسعود   دخپلې ولسوالئ له خلكو سره درلوده هغه يې د لوى ننګرهار ، لويې پكتيا ، لوى قندهار  له ولسونو سره نه  درلوده .
 مسعود به  د بيت المال پيسې د خپلې سيمې په خلكو ويشلې ، هغه به  ددولت  خزانه  له  خپلو نژدې خلكو قربانوله ، هغه هر څه د خپلو پنجشيري دوستانو او ملګرو څخه قربانول . له  زمردو  څخه ډكې كڅوړې  او بوجۍ يې  له  خپلو وطن دارانو او دوستانو سره ايښې وې ، په ملياردو ډالرې يې د خپلو دوستانو او آشنايانو او خپلوانو په نومونو د دوبئ ، سويس اوپه  نورو بانكونو كښې ايښې وې ، هغه پيسې دي او هغه زمرد او نورې قيمتي  ملغرې  دي چې نن د هغه  دوستان ، ملګري  ، خپلوان او آشنايان ورباندې عيش و نوش كوي .
 مسعود  قيمتي  تيكې  لكه زمرد او ياقوت او نور له عبدالله عبدالله ، فهيم ، قانوني  او نور  و نژدې  دوستانو  سره ايښي وو ، نن دوي غږ نه كوي ، كه  له دوي څخه يوتن  حقايق څرګند كړي نو د ټولو غلا څرګنديږي . خو څوك دې داسې فكر نه كوي چې دا هرڅه به همداسې پټ پاتې شي ، اوس يې وخت رارسيدلى دى چې د خائنانو له مخونو  څخه پرده پورته شي .
 
په دولت كښې فساد څوك كوي ؟ دا څوك دي چې په لويه پيمانه د مخدراتو قاچاق او تجارتونه كوي ؟ دا څوك دي چې له خارج نه  د مرستو له  پيسو سره لوبې كوي ؟.
جناب رئيس  صاحب ! تاسې  له  غلو او د مخدره موادو له قاچاقبرانو  سره ګروګان ياست  .  كيداى شي چې ستاسې  او ددوي تر منځ يو څه پټه معامله  موجوده وي  ، كه داسې نه وي نو بيا ولې دا خائنين  د قانون منګلو ته نه ورسپارې كه داسې  نه وې نو بيا مو  ولې  مسعود ته  د ملي قهرمان لقب  وركړ  ، كه داسې نه وې نو بيا به  مو    قوماندان عبدالحق ، حاجي عبدالقدير او په سل هاو نورو نامتو قوماندانانو ته هم د قهرمانئ   القاب وركړې وې   چې واقعا د وطن په خاطر شهيدان شوي دي . كه ستاسې او د دغو  غلو تر منځ پټې معاملې نه وې نو تاسې  به دا غله له خپل څنګ څخه لركړي وې او په ځاى به   مو  شريف ، وطن پرست ، مخلص او وطن ته وفادار خلك رامخکښې كړې وې چې په رښتيا سره يې ستاسې  ملا ټينګه كړې او تاسې  يې  د  ستونزو او مشكلاتو له طوفان څخه ژغورلې وې .


جناب رئيس صاحب تاسې اصلا ددغو غلو د لاس آله ياست  . څه چې دوي غواړي هغسې كيږي.
امريكا  تاسې ته وايي ، دنيا  تاسې ته  وايي چې  د اداري فسادپه مقابل كښې مبارزه وكړئ  خو تاسې  دا كار نه كوى ، تاسې  يې څكه  نه كوئ  چې تاسې  يې كولاى نه شئ.  تاسې يې د مخ نيوي وس او توان نه لرئ .تاسې د مافيايي ګروپونو په جال كښې بند شوي ياست .تاسې غواړئ چې ځان خلاص كړئ خو توان يې نه لرئ. 
جناب رئيس صاحب !  كوم غله او د ملت د شمنان چې  ستاسې  شا او خوا را ټول دي ، دوي ستاسې  حقيقي دوستان نه دي ، دوي  ستاسې په وجود كښې خپلې ګټې ويني ، كه خپلې ګټې يې نه وي نو يو ساعت هم له تاسې سره نه تيروي .  دوستم له  ډاكټر نجيب څخه حمايت كولو خو كومه ورځ چې پوه شو چې له ډاكټر نجيب څخه څه نور  لاس ته نه ورځي نو هغه ته يې شا كړه .  استاد رباني په ښكاره له تا سې سره سر خوځوي مكر په اصل كښې هغه له تاسې سره نه دى بلكې ستاسې د كمزوري كولو د پاره او ستاسې د پښو د ماتولو  هڅې كوي ، همداشان نور ډير كسان دي  چې تاسې ته وفادار نه دي .
د مسعود د نهم  تلين په غونډه كښې چې  يو شمير سياسي بدنامه مشرانو خبرې وكړې ، هغوي څخه ځينو  په مستقيم او غير مستقيم ډول په دولت نيوكې وكړې . او ستاسې سياستونه يې غندل .
جناب رئيس صاحب بخښنه غواړ م خو څه وكړم مجبور يم چې حقايق بيان كړم .
تاسې  د جمهور ي رياست د چلولوه په  ستره او مهمه دنده كښې پاتې راغلي ياست ، دا نه چې تاسې ددې څوكۍ اهليت نه لرئ ، نه داسې نه ده ،  خو خبره داده چې تاسې ښه همكاران نه لرئ  او تاسې ښه مشاورين نه لرئ .
  د وطن د آبادولو او خلكو ته  د خدمت كولو د پاره لوى فكر په كار دى   ،  ښه تدبير په كار دى .   له بده مرغه دا  فكر او تدبير نشته .
تاسې د يو څو ناپوهو ، قاچاقبرو ، غلو ، وطن فروشانو ، خائنانو په فكر كار كوئ تاسو  د هغوي خبرې منئ دا ددې د پاره چې ځينو يې له تاسې سره  د ولس مشرئ په انتخاباتو كښې  مرسته كړې ده .
جناب رئيس صاحب !
تاسې د كاندي په هيوادكښې   تعليم كړی دى .تاسې د كاندي  مبارزه لوستې ده  تاسې وكورئ چې  كاندي څه وكړل . هغه     ملت جوړ كړ ، هغه ملت را ويښ كړ  هغه هندوستان جوړ كړ .  آيا هغه خپل هيواد د غلو ، قاچاقبرو ، خائنانو په فكر جوړ كړ او  كه نه د پوهو ، دانشمندو ، وطن پرستانو  د عقل او تدبير څخه يې كار واخيست. نن كاندي په ټول جهان كښې د يو ستر  رهبر په حيث ياديږي .
 كاش چې تاسې د كاندي  د مبارزې  لار تعقيب كړې وې ، كاش چې تاسې د كاندي د ژوند له فلسفې څخه يو څه ناڅه تجربه حاصله كړې وې  او هغه مو عملي كړې وې .
تاسو متاسفانه په تيرو نهو كالونو كښې ونه  شو كړاى چې اقلا د ظاهر شاه د وخت افغانستان جوړ كړې ، د هغه په وخت كښې  قانون ؤ ، عدالت ؤ ، مساوات وو، د هغه په وخت كښې قوم پرستي نه وه ، اداري فساد داسې نه ؤ لكه چې نن دى .مونږ  د ظاهر شاه  د واكدارئ  طلائي دور ستاسې  د واكدارئ له   دور سره مقايسه كولاى نه شو . كاش چې  تاسې   د  ظاهر شاه  سياست تعقيب كړی وې .
هغه څنګه حكومت داري كوله ؟   تاسې لږ له   مشرانو څخه پوښتنه وكړئ .
جناب كرزى صاحب !  تاسې احمد شاه مسعود ته د ملي قهرمان د لقب په وركولو  ستره غلطي كړې ده . هغه ملي قهرمان نه ؤ ، كه هغه ژوندى وې نو هغه به پخپله دومره جرئت نه وې كړې چې ځانته د ملي قهرمان لقب وركړي ځكه چې هغه پوهيده چې ملي قهرمان  كيداى نه شي  .
هغه څوك ملي قهرمان كيداى نه شي چې په هيواد كښې د نورو ميشتو قومونو په مقابل كښې جنكيږي  ، تاسې ته معلومه ده چې مسعود  د پښتون په مقابل كښې وجنګيد  ، هغه د  هزاره ؤپه مقابل كښې وجنګيد  ، هغه د ازبكو په مقابل كښې وجنګيد. د مسعود كارنامې  به  د تاريخ په پاڼو كښې ثبتيږي .
د افغان ټول ولس  ته معلومه ده چې مسعود د ټولو قومونو وينې بهولي دي . لاړ شئ له پښتنو وروڼو څخه پوښتنه وكړئ ، لاړ شئ له هزاره وروڼو څخه وپوښتئ ، لاړ شئ له اوزبكو ورڼو نه وپوښتئ ، او لاړ شئ د هغو شريفو تاجكو څخه وپوښتئ چې د مسعود له سياستونو سره مخالف دي ،   اوبيا  له ځان څخه  هم پوښتنه وكړئ چې مسعود څوك ؤ ؟ .
د 2004 ميلادي كال راهيسې د شهيد اونئ نمانځل كيږي . همدا نن سبا د افغانستان ملي تلفزيون وكورئ ، هر ه شپه د احمد شاه مسعود په اړه مستند فلمونه ښودل كيږي ، آيا تاسې د اطلاعاتو او كلتور له ايراني وزير  مخدوم رهين څخه پوښتنه كړې چې ولې د نورو شهيدانو فلمونه په تلفزيون كښې نه خپروي او يا د هغوي  په ياد پروګرامونه نه جوړوي ؟
دا سراسر ظلم دى ، د ظلم پاى ډير خطرناك دى .نن مارشال په جرمني كښې بيمار پروت دى ،خداى د ورته  صحت  او هدايت وركړي  ،  دا نور به  هم آخر بيماران كيږي ، هيڅوك ژوندى نه پاتې كيږي ، آخر مرك دى .
څوك چې ظلم زياتى كوي ، څوك چې  په حق سترګې پټوي ، څوك چې د خداى له لارې بې لارې كيږي  ، هغه به خامخا  د خداى په غضب اخته كيږي.
هر څوك چې  ظلم كوي د هغه  خونه  ورانيږي. خداى پاك د خپلو بندګانو اعمالو ته كوري ، د خداى پاك له نظر څخه هيڅ څه پټ پاتې كيداى نه شي .
جناب رئيس صاحب !
هر كال د احمد شاه مسعود په تلين په مليونو ډالرې مصرفيږي. په خارج كښې د افغانستان په سياسي نماينګيو كښې په دغه مناسبت پروګرامون جوړيږي او ددولت پيسې پرې مصرفيږي ، په ولايتونو كښې كښې ورته پروګرامونه جوړيږي او لګښتونه كيږي . دا ولې ؟
  آيا بهتره نه ده چې  دا پيسې  سيلاب ځپلو ، خوارو مسكينو او محتاجينو ته وركړ شي  ؟
په ننګرهار ، لغمان ، او د شمال په ځينو ولايتونو كښې  د سيلابونو له امله په زرهاو كورنئ  متضرره شوي دي ، آيا دا بهتره نه ده چې له هغوي سره كمك وشي ؟
جناب رئيس صاحب !
 احمد شاه مسعود  مصنوعي ملي قهرمان دى او دا قهرماني تاسې وركړې ده ، دا قهرماني واقعي نه ده ، تاسې پوهيږئ چې  مصنوعي شيان نه خوند لري نه كيفيت لري او نه هم دوام لري .  داسې يو وخت به راشي چې دا ملي قهرماني چې تاسې    احمد شاه مسعود ته وركړې دا به  ترينه بيرته  واخستل شي ، ستاسې اولادونه به يې ورڅخه واخلي ، ستا سې اولادونه به وايي چې  ” ګرانه بابا تاسې ستره تير وتنه كړې وه ، دا سړی د ملي قهرمانئ وړ نه ؤ او تاسې ورته د قهرماني وركړې وه  ، نو كه اجازه يې دا به ترينه بيرته واخلو .” بيا به تاسې ته څه پاتې شي او احمد شاه مسعود ته به څه پاتې شي ؟.
جناب رئيس صاحب !
د خداى په خاطر  دا وطن آباد كړئ ، دا وطن جوړ كړئ ، په دې وطن كښې د واقعي سولې   د راتلو دپاره كار وكړئ . تاسې ولس مشر ياست ، تاسې ددې ملت پلار ياست . مه پريږدئ چې ستاسې  په وطن كې ستاسې بچيان همداسې خوار او زار وي ، مه پريږدئ چې  ستاسې بچيان له درس او تعليم څخه پاتې وي ، مه پريږدئ چې ستاسې بچيبان د بمونو ، راکټونو او بمباريو له لاسه په وينو كښې لت پت شي .
رئيس صاحب !
تاسې  ددې وطن او ملت مسؤليت پر غاړه لرئ . تاسې به خداى ته جواب وركونكي ياست . څنګه چې په يوې كورنۍ كښې پلار د خپلو اولادونو د تعليم تربيې ،  خوراك څښاك  ، امنيت او نور  حياتي شيانو د تأمين   مسؤليت پر غاړه لري همداسې يې  تاسې د افغان ولس د پلار په حيث  همدا مسؤليتونه لرئ . تاسې له ځان څخه وپوښتئ چې څو فيصده مسؤليتونه مو رفع كړي دي . يوه شيبه  فكر وكړئ او له ځان محاسبه وكړئ   چې  تر اوسه پورې تاسې څه كړي او په راتلونكي كښې به څه كوئ .
رئيس صاحب دا ملت خو ستاسې  په موجوديت  كښې يتيم نه دى ، كه يتيم وي نو  بيا يې پروا نه كوله .
رئيس صاحب  !
كوم كاري  ټيم   چې  تاسې يې لرئ او تاسې د دغه ټيم د غړو  په مشورو كار كوئ  دا د افغانستان د راتلونكي  د پاره څه ګټه نه رسوي  ، تاسې خپل كاري  ټيم بدل كړئ ، كه دا كار ونكړئ نو  هم به   خداى مكړه تاسې تباه شئ او هم به دا هيواد تباه شي .
  هيله لرم چې سږكال به د احمد مسعود دا ورستى تلين وي چې لمانځل كيږي او راتلونكى كال به تاسې د يو فرمان په صادرولو ددې تلين لمانځل لغو كړئ . همداشان هيله ده چې د يو بل فرمان په صادرولو به  له احمد شاه مسعود څخه د قهرمانئ لقب بير ته واخلئ او كه دا كار نه شئ كولى نو  عبدالحق او د جهاد نورو شهيدانو   ته هم د ملي قهرمان لقبونه  وركړئ  او په دې ډول عدالت برقرار كړئ.
و ما علينا الا البلاغ