کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ګریشک ددوو بلاوو په غېږ کې

ګریشک ددوو بلاوو په غېږ کې

ګریشک دهلمند ولایت یوه ترټولو متمدنه ولسوالي ده ، چې دډېره وخته یې وګړي په علمي چارو اخته  دي ، د څو لسېرو راپدې خوا زموږ ګران هیواد افغانستان په ځاګړې توګه هلمند ولایت ډیر ناامنه سوی ، ددې ولایت یوه ولسوالي دګریشک په نوم یادېږي چې وګړي یې اکثریت دهلمند ولایت دوالي محمد ګلاب منګل په راتلو ډېر خوشاله وه ، خو پدې ورستیو کې ګلاب منګل نه یوازي دا ولسوالي له نظره غورځولې بلکي داسي دولتي چارواکي یې په کار ګومارلي چې هغه په پخوا کې ښه سابقه نلري، زه په کوم سیاسي ګوند او کړیو کې راښکېله نه یم ، زه یوه عامه ښوونکې یم، او په ګرشک ولسوالۍ کې ژوند کوم ، رښتیا خبره داده چې دیوې خوا اختر راغی او دبلي خوا په ګرشک کې دورځي سړی له کوره نسي راوتلای ، زما دلیکني سرلیک (ګرشک ددوو بلاوو په غېږ کې ) دا مانا ورکوي چې له یوې خوا ددولت مخالفین (طالبان او القاعده ) په دې ولسوالۍ کې ډير قوي سوي او هر څه چې وغواړي تر سره کولای یې سي او له بلي خوا دهلمند والي دغه ولسوالي له نظره غورځولې او ددې ولسوالۍ لپاره یې داسي خاین ولسوال راستولی چې دخلکو دتذکرې عارضه لا په پیسو ورته امضا کوي ، دا  (محی الدین خان ) هغه څوک دی چې دهلمند ولایت دلښکرګاه په ښار کې یې دمعارف ځمکه په ملا شېرمحمد اخند باندي ټوله غیري قانوني ووېشل چې دوه مارکېټه ده ته هم پکې ورسېدل ، پردې سربیره چې ګلاب منګل دده په اړه ډیر ښه معلومات لري ، لا یې زموږ پر سره ولسوال ټاکلی، څو  ورځي وړاندي په ګرشک کې یوه دپولیسو لویه پوسته دطالبانو لخوا یو ړل سوه ، چې په پایله کې پنځه پولیس مړه او دوه په تېښته بریالي سوه. هغه بله شپه زموږ ولسوال صیب ( محی الدین خان ) په هلمند تلویزون کې مېلمه وو ده پردې ټنګار کوی چې البته په ګرشک کې امن دی ، دا داوس په سترګو کې خاوري ور اچول دي ، دیوه بل خبر له مخي چې دیو دوست په مرسته مي ترلاسه کړ (۴۰۰۰) واټر پمپونه دګرشک ولسوالۍ ته راغلي ، اوس دي منګل صیب راسي ودې ګورې چې څومر پاته دي او څومره ولسوال صیب غلا کړي دي ، دا غلا وي یوازي دا ولسوال صیب نه کوي بلکي پدې سیمه کې نور وګړي هم ورسره لاس دي ، دګرشک دټولنیزي شورا سره هم ولسوال صیب څو څو ّځله په ټکر کې راغلی چې البته دده سره په رشوت او ناوړه کارونوکې لاره نه وړي، ددې او نورو خبرو قضاوت په هلمندي اولس پوري اړه لري چې دا سړی ددې لیاقت ، وړتیا لر ي چې پردې زیاتو جنایتونو او ریشوت اخیستلو سربیره دي دیوې غوره ولسوالۍ ولسوال وټکل سي ، محی الدین خان چې کله په هلمند کې دولایت اداري رئس وو داسي چړچې یې وکړي چې خپله والي هم ندي کړي او ټول واک یې دشیرمحمد اخندڅخه پخپل لاس کې اخیستی وو، دا داسي خبري ندي چې البته په ګرشک ولسوالۍ کې به بل څوک نه وي په خبر ټول ښه په خبر دي ، ما دالیکنه وکړه ددې په خاطر چې دهلمند  ولایت اداره خبره کړم ، ترڅو پدې اړه محمد ګلاب منګل داسي اقدام وکړي لکه دهلمند دحج اوقاف دریاست درئس په اړوند چې تر سره کړه چې دریمه ورځ یې په رشوت ونیوی او زندان ته یې ولېږی ، یا په بله وینا چې خپل مشاور سلیم یې درشوت په تور زندان ته ولېږی ، ښاغلی والي صیب زه یوه معلمه یم ستاسو سره مي په وار وار په ډیرو غونډو کې ګډون کړی حتی یوه ورځ دنسوانو دلېسې دمعلمینو سره ستاسو دفتر ته درغلې یم ، زما هیله داده چې تاسو دګرشک ولسوالۍ ته فکر وکړئ چې پر موږ څه تېرېږي ، داسي خاین ولسوال دي رالېږلی چې هغه بېله پیسو خبره هم دعامو خلکو سره نه کوي،
دان لاین رسنیو څخه مي دا غوښتنه ده چې داز ما (ستاسو زورېدلي ) خور دزړه اواز دی چې ددې ټولني دسمون لپاره مي پورته کړی دی .