کور / اسلامي / اختر څنګه ولمانځو

اختر څنګه ولمانځو

ژباړن :
منبع :  قرآن اوحديث او ديني کتابونه

متن : اختر څنګه ولمانځو؟

عزتمندو مسلمانانو وروڼو او خويندو! دين اسلام پوره دين او د انسان د ژوند د تيرولو پوره او کامل نطام دى چې د هر شي احکام او مسايل پکې شته، راځئ چې خپل اختر د اسلام او رسول الله   د سنتو په طريقه سرته ورسوو. دا مضمون درې برخې لري (١) په اختر کې ناروا کارونه (٢) په اختر کې روا کارونه (٣) د امام لپاره د اختر حکم.
هغه کارونه چې  اختر لپاره د اختر په ورځ يې خلک کوي، چې ځان ساتل ترې لازم دي:
       ږيرې کلول يا کمول او د سر ويښتان دکفارو په شان جوړول.
       د اختر په ورځ او يا د اختر نه مخکې د نارينه وو او زنانه وو هديرو ته تلل. هلته د شرک او بدعاتو اعمال کول، د رسم او رواج په ډول تلاوتونه کول ناروا دي بلکې په دې ورځو کې تلل خاص کول او هلته تلاوت خاص کول ناروا دي مګر په عامو اوقاتو کې ورته دعا‌ء، استغفار او بخښنه غواړه مرګ او آخرت رايادوه صدقات ورپسې کوه.
       د اختر لمونځ په عيدگاه کې نه اداء کول، چې په دې سره د رسول الله  سنت پاتې کيږي.
       د اختر له لمانځه وروسته ستړي مشي کول او مبارکي ورکول تر دې چې په مسجد کې يې کوي اګر که مخکې يې سلام او کلام کړى وي، چې د دې خاص کول ناروا دي.
       د زنانه وو تلل قبرونو، زيارتونو، ميلو، پارکونو……… ته ناروا دي.
       جواري کول ناروا دي، که هګۍ جنګول وي، په ټوپک ډزې کول وي او که په بنګړيو او بزکشي يا کرکټ، وليبال، فټبال سره مال ګټل وي همدارنګه سنوکر کلب ته تلل، موسيقي اورېدل او د رقص، ګډا، فلمونو او سينما مجلسونو ته تلل ناروا دي.
       د اختر په ورځ د مړو دعاګانو ته تلل او هلته زاړه غمونه تازه کول، د دې په خاطر چې د مړى او د مړي والا اول اختر دى او د هغې د اختر خوشحالي په غم بدلول ناروا دي.
       د اختر د لمانځه نه مخکې د خطبې ويل ناروا دي (صحيح البخاري ٩٨٩)
       د ښځو بې حجابه او بې پردې ګرځېدل ناروا دي.
       د هغه بدعاتو او ناروا څخه ځان ساتل چې د اختر په ورځ يې بعضې خلک کوي لکه د خطبې نه اوريدل او په خاصه طريقه او الفاظو سره مبارکي کول او د اختر په ورځ غمونه کول….. چې د دې بدعاتو څخه ٧٤ په فتاوى الدين الخالص ٦ جلد ٣٠٦-٣١١ کې ذکر شوي دي.
علماوو کرامو ته دا عرض دى چې د دې بدعاتو رد عوامو ته بيان کړي.
هغه کارونه چې مسلمانانو ته يې د اختر په ورځ کول پکار دي:
       خپل ايمان، اعمال، اخلاق، آداب، معاملات، تعلقات، دوستانه، خپلولي د اسلام، قرآن او د رسول الله  سنتو سره برابرول.
       د اختر لمانځه ته د تللو نه مخکې مسکينانو او فقيرانو ته صدقه الفطر(سرسايه) د خپل ځان او هغه چا له طرفه چې ته يې پرورش او خرچه کوې ورکول، چې هغه نيم صاع يا يو افغانى چارک غنم يا د هغې قيمت او که مالداره وي نو دوه چارکه مميز يا کجورې يا اوربشې دې ورکړي او دا به د اختر په ورځ د اختر د لمانځه څخه مخکې ورکوې (زادالمعاد، ج ١ ص ٢٢٢)
       د اختر په ورځ غسل کول.
       ښايسته او پاکې جامې اغوستل، او خوشبويي لګول.
       د سر او ږيرې په ويښتانو تيل لګول او مسواک وهل (فقه السنة)
       د لمر ختلو نه وروسته عيدګاه ته پياده تلل مستحب او سنت دي (که مشکلات نه وي)
       د کوچني اختر په ورځ د ورځې په اول کې په طاق عدد کجورو سره افطار کول چې دا د رسول الله  سنت دي (نور خوراکونه بيا وروسته کول) او په لوى اختر کې د لمانځه نه بعد د قربانۍ په غوښه افطار کول
       په يوه لاره تلل او په بله راتلل تر څو: ١ په دواړو لارو سلام راشي. ٢ د دواړو لارو برکتونه او خيرونه حاصل شي. ٣ د دواړو لارو د حاجت والاوو حاجت پوره شي. ٤ په دواړو لارو کې اسلامي شعاير او نښې ښکاره شي. ٥ بې دينه او منافقان په دواړو  لارو کې خفه شي. ٦ چې شعايرالله او د دين کارونه ښکاره شي. ٧: همدارنګه ډېرې لارې او قدمونه په انسان ګواهي ورکړي چې يا الله په دغه لارو ستا بنده ستا عبادت او دين لپاره تللى وو ته يې وبښه او سفارش يې قبول کړه ځکه چې کله انسان عبادت ته ځي نو قدم ايښودلو سره يې اجر دى او پورته کولو سره يې ګناه معاف کيدل دي ابن قيم وايي چې دا ټولې فايدې شته (د زيات تفصيل لپاره زادالمعاد د ابن قيم ١ جلد ١٧٩-١٨٢ صفحې پورې وګورئ.)
       د اختر لمونځ په عيدګاه کې سنت دى او په مسجد کې خلاف سنت دى ابن ماجه په ضعيف روايت کې نقل کړي رسول ا لله  د باران د وجهې نه په مسجد کې د اختر لمونځ وکړلو اګر که دا روايت ضعيف دى خو د باران په وجه په مسجد کې جواز لري.
       ځوانان، نابالغه هلکان، زاړه، جينکۍ، حيض والا او پاکې ښځې هم عيدګاه ته تللى شي خو  ماهواري والا به د عيدګاه څخه جدا کيږي چې د خير په دعا او وعظ کې برخه واخلي اګر که لمونځ به نه کوي (بخاري شريف)
تعجب په هغو خلکو چې ښځې يې په  ودونو کې ګرځي او قبرونو،زيارتونو، پارکونو، بازارونو، مؤسسو او نورو ځايونو ته ځي او هغه تفريح، خدمت او زده کړه بولي مګر هغه عمل چې په هغې سره رسول الله  امر کړى او د هغه په ژوند کې صحابه کرامو زنانه وو عملي کړي هغه بد ګڼي او رنګارنګ نومونه او بهانې ورته جوړوي.
د امام لپاره احکام او آداب:
       امام به د لمانځه نه مخکې نيزه، توره، امسا عيدګاه ته وړي چې هلته سُتره شي، د امام لپاره پکار دي چې د دواړو اخترونو لمونځ په اطمينان سره  وکړي.
       امام به د لوى اختر قرباني عيدګاه کې کوي تر څو چې قوم دا عمل وګوري او زده يې کړي.
       امام بايد د واړه(کوچني) اختر لمونځ وروسته کړي چې د صدقة الفطر(سرسايه) ورکولو وخت ډير شي او د لوى اختر لمونځ به ډير نه وروسته کوي چې د قربانۍ لپاره وخت زيات شي. (فقه السنة)
       امام به په اول رکعت کې سورت (ق) او دوهم رکعت کې سورت (قمر) لولي (مسلم ٨٩١) او يا به سورت غاشيه او سورت الاعلى لولي (مسلم ٨٧٨)
       امام به د لمانځه نه وروسته وعظ او تقرير کوي، امر او نهې به بيانوي، د جهاد لپاره به ډلې ليږي، د صدقاتو ورکولو امر به کوي او خاصتاً زنانه وو ته به د صدقاتو ورکولو امر کوي چې د جهنم د عذاب نه خلاصې شي (بخاري ٩٧٨ او مسلم ٨٨٥)
       د اختر په ورځ تقبل الله منا و منک (الله دې زمونږ او ستاسې عبادت قبول کړي) جايز دي خو سنت به ورته نه وايي امام احمد وايي چې زه ورته ناروا نه وايم خو د بل ځواب ورکوم او په خپله يې اول چاته نه وايم او د دې نه به رواجي ستړي مشي او قصې نه جوړوئ (فتاوى الدين الخالص ١ج ٣١٤ ص او ٦ ج ٣١١ او ٣١٢ ص)
       د شوال په مياشت کې شپږ ورځې روژې نيول دومره اجر لري لکه ټول عمر چې سړي روژه ونيسي (مشکوة المصابيح)
اميد دى د دې فوتو کاپيانې تقسيم کړئ، په نورو کورونو، مسلمانانو، زنانه وو، اولادونو او مسجدونو کې يې بيان کړئ.
ترتيب او تحقيق: شيخ الحديث مولانا احمدشاه (حفظه الله تعالى)
نشر او دعوت مرکز: د تعليم القرآن والسنة مدرسه، جلال آباد نارنج باغ. ګرځنده شمېرې: ٠٧٧٤٥٨٤٧٦٣، ٠٧٩٩٤٠٩٢٦١
نشر او اشاعت: د قرآن او سنت د ځوانانو او محصلينو ټولنه
د خير او ثواب بلنه: د نارنج باغ مدرسې د ښځينه وو د تفسير او حديث د مسجد د تعمير په 1800000  (اته لس لکه) روپيو قرض اداء کولو کې مرسته وکړئ او د دارينو ثوابونه وګټئ.