کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغانان څوك دي او افغانستان د چا كور دى؟

افغانان څوك دي او افغانستان د چا كور دى؟

 گرانو لرو برو د نړۍ په گوټ گوټ كې تيت پارك شوي او بې كوره شويو وطنوالو !
مخكې له دې چې دا لاندې  څو ټكي وليكم د ستاسې ټولو څخه بخښنه غواړم.
داسې امكان دې ولري چې د چا دې  دا ليكنه  خوښه او د چا دې ورڅخه بد راشي، خو زما په اند د نړۍ په مخ زموږ د گډ كور افغانستان د مځكې د كرې پر مخ د پاتې كيدو او نه پاتې كيدو مسله د ورځې گرم او تود سوال گرځېدلاى دى، نو له دې كبله بايد داسې ليكنې وشي چې د افغانانو تر منځ بريد معلوم شي او نور د بېلتون څلى ورباندې ودرول شي.
رابه شو دې سوال ته چې افغانان څوك دي؟
 په ډېره ساده ژبه به يې تعريف كړو:
افغانان هغه څوك دي چې د افغانستان د تاريخي بريد په دننه كې اوسيږي  . د افغانان هغه څوك دي چې د دې خاورې څخه يې د تاريخ په اوږدو كې د خپلو سرونو په بيه د غذا او جهاد ميدان ته وردانگلي او په خپل لوړ غيرت او مېړانه يې د چانگېز څخه رانيولي بيا د انگريزانو او روس پورې چې د زمان سترترين امپراتوران وو داسې غاښ ماتونكى گزارونه وركړي چې هېڅ كله به يې له ياده ونه وځي.
لا تر اوسه يې ماغزه په كرار نه دي          چا چې ما سره وهلى سر په سنگ دى
ليرې نه ده چې نني يرغلگر به هم د افغان ملت په واحد او يو موټي گذار سره په گونډو كيږي او په ټيټو سترگو به  دا باغيوره  افغانانو خاوره پرېږدي او پخپله به يې د نړۍ پر مخ موجوديت د سوال لاندې راځي.
رابه شو دې سوال ته چې افغانستان د چا كور دى ؟
زه فكر كوم ټول هغه د  افغانستان اوسيدونكي چې په دې   خاوره كې يې د لومړي ځل لپاره نړۍ ته سترگې راغړولي او خړپوڅي يې په كې كړي دي او د ژوندانه تر اخرې سلگۍ پورې په كې د اوسيدو هيله لري په افتخارونويې وياړي او په دردونو يې درديږي د هېواد خړ  ډاگونه ، لوړ غرونه او شنه سيندونه خپل كور وبولي او د ساتلو لپاره يې خپل ځان، ژوند،  فكر او هنر ډالۍ كولو ته تيار وي.
خو لكه څنگه چې مې په لومړۍ ليكه كې ورته گوته ونيوله ، يو شمير د افغانستان اوسيدونكو ته يو داسې مشكل پيدا شوى دى چې په دې خاوره كې پيدا شوي دي، د دې خاورې د ټولو نعمتونو څخه يې گټه اخيستي ده خو اوس چې په ډېرو چلونو او هنرونو د قدرت چوكۍ ته رسيدلي دي د خپل قدرت څخه په گټې سره، غلاوې كوي، وژل كوي د اجنبيانو په گټه د خپلې مور خرڅولو ته په هره بيعه چې وي تيار ناست دي. خپلې مور ته د ميري په سترگه گوري۶۵ %  پښتنو ژبه د پردو ژبه بولي، خو د دې خاورې هرډول دښمنانو هر ډول ته نڅا كوي او خدمت ته يې تل لاس په نامه ولاړ دي.
دا ډول كور مغزه په دې اند دي چې د دې خاورې اصيل او رښتني بچيان يې د دوۍ د بادارانو په لاس،  چې دوۍ ورته تل د تجاوز او تېري زمينه برابره كړې ده ، د بمبارولو ، ترور او وحشت  په نتيجه كې ځپل شوي او له منځه تللي دي، دوۍ فكر كوي  چې نور د دې توان او طاقت نه لري چې د خپل گران هېواد او ناموس څخه ننگه وكړي، نو د دوۍ په فركر د دې وخت رارسيدلاى دى چې خپله مور او خپل كور  د خپلو بهادرانو تر منځ وويشي او د تحفې په ډول يې ورته ډالى كي.
چا ته يې د ياقوتو او لاجوردو څخه د ډكو مځكو وعدې وركړي او چا ته يې بيا د پراښو دښتو او شنو سيندونو ، څوك غواړي چې فارس ترې جوړ كړي او نور بيا لوى تجكستان،په داسې حال كې  چې هغوى پخپله تر اوسه  د روس د غلامۍ څخه نه دي خلاص شوي جوړ كړي. يو تعداد نور يې بيا دې ته سترگې په لار دي چې څنگه وكولاى شي د خپلې مېرې مور  په خيټه  كې دويم مغلستان جوړ كړي.
هو دا رښتيا ده چې په هره ټولنه كې داسې څوك هم شته چې داسې هيلې به لري ، خو داسې چا ته هېڅكله هم د انسان نوم نه شي اښودل كيداى.
د دې لپاره چې ليكنه ډېره اوږده نه شي او د لوستونكو د وخت د ضايع كيدو سبب ونه گرځي دوه لنډ مثالونه راوړم:
لومړى- حبيب الله سقاو چې د وخت د سترې امپراتورى په وسلو او پيسو سمبال و د وطنپالو د ډېر كم قوت په مقابل كې يې حتى يو كال هم مقاومت ونه شو كولاى او د تل لپاره يې د افغانستان په تاريخ كې تور داغ پرېښود.
دويم – زموږ او ستاسې د سترگو ليدلاى حال دى كله چې د پاكستان ، ايران او روس گوډاگيانو د كارمل د پخوانى پلان د تطبيق كولو لپاره لاسونه سره يو كړل او د ملگروملتونو  د سولې پلان يې مات كړ او په دې توگه  د يوې لنډې مودې لپاره بريالي شول چې قدرت ترلاسه كړي،  په سلهاوو زره كابليان يې د خاورو لاندې كړل،  ډېرې خويندې او ميندې بې ستره كړي دي مېړونو او پلارونو په سرونو كې ورته ميخونه ووهل او داسې نور په زرهاوو نور جنايتونه يې  وكړل چې د هېڅ افغان او انسان لپاره د بخښنې وړ نه دي.  دوۍ ونه توانديل چې  يوه مياشت هم په صلحه او ارامۍ حكومت وكړي . يوازې په دې وتوانيدل چې هره ډله يې د دې خاورې يوه ټوټه د ځان لپاره غنيمت كړي، څوك په كې تجكستان ،څوك  ازبكستان او نور په كې مغلستان جوړ كاندي.
خو كله چې د طالبانو يوه كوچنۍ ډله راپيدا شوه ، د ملي خاينانو احمدشاه مسعود ، دوستم قاتل، سياف ، رباني ، خليلي او داسې نورو وطن پلورونكو په لاسونو  د شگو څخه جوړ كړى حكومت يې په يوه لغته له منځه يووړ ، نوموړي خاينان ، غله او قاتلان يې په سوټو ستړي كړل څوك يې د وطن څخه تښتې ته اړ كړل او څوك يې بيا د ستر ملي جنايتكار او وطن خرڅونكى احمد شاه په گډون د خواجه بهاوالدين په كلي كې راحسار كړل او ټول افغانستان يې د دوۍ له كرغيړونو  څېرو څخه پاك كړ.
خو دې مكار دښمن يو ځل بيا هڅه وكړه چې په ډېر مهارت سره دامريكا او انگليس په مشرۍ د ناټو د غړو مملكتنو د تجاوز او تېري لپاره زمينه برابره كړي او د افغانستان تاريخي دښمن څخه يې په كراتو كراتو غوښتنه وكړه چې هغوۍ بيا زموږ په گډ كور يرغل وكړ او د څه مودې لپاره يې زموږ  گډ كور ورته ډالۍ كړ، دوۍ يعني داخلي او خارجي دښمنان په دې باور وو چې افغانان نور  داسې ځپل شوي دي چې نور نو  د يوه داسې غټ  قوت په مقابل كې چې څلويښت مملكتونه په كې گډون لري به هېڅ مقاومت ونه شي كولاى، خو د دې څخه نا خبره وو چې د دې خاورې بچيان به د خټو څخه سرونه راپورته كوي د لرگو څخه به بمونه جوړوي او دومره عظيم قوت به په گونډو كوي د تښتې لار به ترې وركوي او هغه د مېرې مور زامن به  بيا په خپل كور د ناستې ځاى او د غړولو سترگې نه لري.
نو د دې لپاره چې تېرو كړونو څخه مو عبرت  اخستنى وي، او دې ته مو زامينه نه وي برابره كړي چې بيا واك داسې چا ته ورنه شي چې د طالبانو تاريخ راژوندى كړي  نو د ټولو روڼ اندو افغانانو څخه مې هيله دا ده چې  د گډ كور ټول وروڼه مليتونه يو بل ته د ورورى لاسونه سره وركړو ، بدنيته ، بدسترگي، قسم خولي دښمنان په گوته كړو او د يوه افغاني ملي يوالي لپاره بډې راونغړو،  په خپله د ملي روغې جوړې  لپاره پلانونه جوړ كړو او د عملي كولو لپاره يې سره يو ځاى شو ، د يرغلگرو قواوو د وتلو محل ويش جوړ كړو  او د وتلو  لپاره يې خپلې هڅې گړندى كړو. د ملگرو ملتونو د غړو څخه د دې كار د عاجل اقدام لپاره مرسته وغواړوتر څو كه خداى كول د يوه ښكلي افغانستان په بيا جوړونه كې بريالي شوو او تر څو هغه نه افغانان خپل شوم  ارمانونه د خپلو ځانونو سره گور ته يوسي.