کور / شعر / اختره پام کړه په دې خوا مه راځه

اختره پام کړه په دې خوا مه راځه

اختره پام کړه په دې خوا مه راځه
 لار به غلطه کړې په غم به واوړې
ته به په شونډو خنداګانې غواړې
 په ژړاګانو او ماتم  به واوړې

دلته  غدۍ دویر په لوټ لګیا ده
 دنیا دزړونو به تالا ووینې
نه شوق دژوند نه چا کې دم پاتې دی
 نه به په خوله دچا خندا ووینې

چا چې له لوږې وي ټول کال نیولې
 روژه  اختره  نو په څه ماته کړي
وچه ډوډی هم ترې ظالم لوټلې
 ستا په راتګ يې چې په خوله ماته کړي

ته يې خبر چې دغه دولس میاشتې
په مونږه څومره طوفانونه تیر شول
څومره به نور سږ یتیمان ووینې
په کونډو څومره قیامتونه تیرشول

یتیمان نه غواړي عیدي له چانه
سږ يې له اوښکو دي لمنې ډکې
کونډې مو کرکه له نیکریزو کوي
سږ يې له وینودي منګولې ډکې

هو شته اوس هم څه بختور وګړي
 ورځه هغوی کې به ته سیال ښکاره شې
چا چې زمونږ غم کې خوښي ومونده
 ددوی محفل کې به  مشال ښکاره شې

ورځه ماڼیو دکابل ته لاړ شه
څوک به دې ګران په مرغلرو واخلي
ړنګ چې بمونه کړي په مونږ کورونه
 دوی مو تاوان په شنو ډالرو واخلي

شور دټوپک مو په سرونو کې دی
ساز وسرود ځان سره کیږده ورځه
مبارکي له زورورو واخله
مونږ دسلګوپه غیږکې پریږده ورځه