کور / تازه خبرونه / دسړک غاړی ماین اتو تنو ملکی وګړوته مرګ ژوبله واړوله

دسړک غاړی ماین اتو تنو ملکی وګړوته مرګ ژوبله واړوله

دکندهار ولایت مطبوعاتی دفترنن شنبی په یوه رالیږل سوی خبرپاڼه کی لیکلی چی غرمه مهال شاوخوا ۳ بجی دسړک دغاړی یوه ماین ۸ تنو ملکی وګړوته مرګ ژوبله واړوله.
خبرپاڼه وایی چی پیښه دکندهارپه ژړی ولسوالی کی هغه مهال رامنځته سوه چی یوټونس ډوله موټر دسړک دغاړی پریوماین برابرسو.
په پیښه کی ۲ تنه چی خاوند اومیرمن دي وژل سوی او ۶ تنه نور چی ماشومان دی ټپیان سویدی.
خبرپاڼه زیاتوی چې ټپی سوي ماشومان دامهال دکندهار په هوایی ډکر کی دایساف ځواکونو تر درملنی لاندې دي چی ددو روغتیایی حالت یې دانډیښنې وړ بلل سوي.
په دی هیله چی همدا ریپورټ خپور کړی دا تصیح سوي دی.