کور / سپورټي / افغان ملي لوبډله د اماراتو د دوه پياوړو لوبډلو سره لوبه کوي

افغان ملي لوبډله د اماراتو د دوه پياوړو لوبډلو سره لوبه کوي

د افغانستان کرکيټ بورډ د ملي لوبډلي د پياوړي کولو لپاره د متحده اماراتو د دوه پياوړو لوبډلو سره د سپتمبر د مياشتي په ۲۳ او ۲۴ نيټه د پنځوس اوريزو لوبو لپاره تياري نيولي چي په خپل وخت به ترسره کيږي.
دغه دوه پنځوس اوريزي لوبي به ډې نايټ لوبي وي، يعنې د اماراتو په وخت به د مازيګر په ۴:۰۰ بجو پيل کيږي او تر نيمې شپې به غزيږي.
د افغانستان کرکيټ بورډ د دې لوبو لپاره د اماراتو د کرکيټ بورډ په مشوره ۱۰ اماراتي درهم چي ۱۲۵ افغانۍ کيږي د ټيکټ د اخستلو نرخ ټاکلي دي.
د افغانستا ملي لوبډله د کينيا د سفر لپاره په خپل کورني لوبغالي شارجه کي تمرينونه کوي. د دې تمرينونو لپاره ملي لوبډله متحده اماراتو ته د سپتمبر په ۱۷ نېټه سفر کوي. د ملي لوبډلي دغه تمريني کمپ به په ۱۸ نېټه پيل کيږي او د سپتمبر تر ۲۶ نېټې پورې به دوام کوي.
ملي لوبډله به په شارجه کي د ۸ ورځې تمريني کمپ لري چي په دې کمپ کي به د ملي لوبډلي سره د ملي لوبډلي روزونکي راشد لطيف هم وي او بيا به د سپتمبر په ۲۸ نېټه د کينيا هيواد ته روانيږي.
افغان ملي لوبډله د اکتوبر په مياشت کي ډير مهم سفر په مخ کي لري، د اکتوبر په دويمه نېټه د کينيا د هيواد د ملي لوبډلي سره څلور ورځينۍ لوبه لري، په دې لوبه کي به افغان لوبغاړي د انټرکانټينينټل په سيالۍ کي د پاى لوبي لپاره خپل برخليک ټاکي.
د انټرکانټينټل يا د لويو وچو د سيالۍ پاى لوبي ته درې هيوادونو نوماند دي چي افغانستان په لومړي مقام کي ۷۷ پوانټونه، سکاټلينډ په دويم مقام کي ۶۹ پوانټونه او د زمبوابي هيواد په دريم مقام کي ۶۳ پوانټونه لري.
که افغانستا د کينيا څخه دا لوبه وګتي او يايې مساوي کړي نو د لويو وچو د سيالۍ جام پاى لوبي ته لاره پيدا کوي، د لويو وچو د سيالۍ پاى لوبه به د متحده اماراتو د دوبۍ د ولايت په نړيوال لوبغالي کي د ډيسمبر د مياشتي په پيل کي تر سره کيږي.
افغانستان د کينيا سره د کينيا په پلازمېنه نيروبې کي څلور لوبي لري چي مهال ويش يې په لاندې ډول دي:
Date Notes
1st ODI: Afghanistan vs Kenya at Nairobi Gym Oct 11, 2010 11:00 AM Kabul
2nd ODI: Afghanistan vs Kenya at Nairobi Gym Oct 09, 2010 11:00 AM Kabul
1st ODI: Afghanistan vs Kenya at Nairobi Gym Oct 07, 2010 11:00 AM Kabul
ICC Intercontinental: Afghanistan v Kenya (02 Oct, 2010 – 05 Oct, 2010) Oct 02, 2010 11:00 AM Kabu

نورو معلوماتو لپاره په دې شمېره له موږ سره اړيکي ټينګي کړئ : ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹

د افغانستان د کرکيټ بورډ د رسنيو څانګه
acb.media@afghancricket.af
afg.cricket.media@gmail.com
www.afghancricket.af