لراوبر ته رارسېدلى خبر وايي چي په دې بريد کي د عبدالجبار ترنګ مور او کشر ورور عبدالستار ترنګ ژوند له لاسه ورکړى دئ.
خبر وايي د بريدکوونکو موخه عبدالجبار ترنګ وو، خو نوموړى د بريد پر مهال په موټر کي ناست نه وو .
د ښاغلي ترنګ پلار عبدالاحد ترنګ لراوبر ويبپاڼي ته وويل چي زوى يې (عبدالستار ترنګ) خپله مور د ناروغۍ له وجي روغتون ته بېوله چي له کور څخه تر وتلو وروسته نامعلومو کسانو ډزي پر وکړې او دواړه يې په شهادت ورسول. سيمه ييزو امنيتي مسوولينو ويلي چې قاتلان تښتېدلي او د نيولو تلاښ يې روان دى.