کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزى پاکستان ته ولاړئ

ولسمشر کرزى پاکستان ته ولاړئ

د افغانستان ولسمشر حامد کرزى نن تر غرمې وروسته د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته روان سو.
له ولسمشر کرزي سره په دې سفر کي د بهرنيو چارو، دفاع، ماليې، تجارت او سرحدونو چارو وزيران، د ملي امنيت او ملي امنيت شورا رئيسان هم شامل دي.
ټاکل سوې ده چي ولسمشر کرزى به له پاکستاني مشرانو سره د دواړوهيوادونو پر اړيکو خبري وکړې او د پاکستان له سېلاب ځپلو سره به د يو ميليون ډالرو نوره مرسته اعلان کړي.