کور / تازه خبرونه / په ارغنداو کي عمليات ترسره سوي دي

په ارغنداو کي عمليات ترسره سوي دي

کندهار: ګډوځواکونوپه ارغنداب ولسوالۍ کی د ټاکنودخوندیتوب په موخه عملیات ترسره کړی .
دکندهار دارغنداب ولسوال حاجی شاه محمد وایی د ګډوځواکونودعملیات په ترڅ کی چی تیره شپه په همدی ولسوالۍ کی ترسره سوی ۴ وسلوال طالبان وژل سوی .
ولسوال زیاتوی چی دعملیاتو په ترڅ کی یوشمیر وسلوال طالبان نیول سوی هم دی خو کره شمیره یی نه ده معلومه.
خو یوه امنیتی سرچینه بیا دنوم نه ښودولو په شرط وایی په یادو عملیاتو کی ۱۰ تنه وسلوال وژل سوی او دشلو نورو دنیولو خبره کوی .
دارغنداب ولسوال شاه محمد وایی یادعملیات تیره شپه څلور بجی راپیل سوی چی نن چهارشنبی ماځیکر مهال پایته ورسیدل.
دولسوال په وینا چی عملیات دارغنداب ولسوالۍ د رود دې غاړی د مرنجان ، محمد یعقوب خان کلاچه ، دلاورخان کلاچه ،خواجه ملک او یوشمیرنورو سیموکی ترسره سویدی.
تردی دمه وسلوالو طالبانو دیادو عملیاتو په اړه څه نه دی ویلی .