کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د سپټمبر د څرګندي ناڅرګندتیا څرګندي اغیزي

د سپټمبر د څرګندي ناڅرګندتیا څرګندي اغیزي

بسم الله الرحمن الرحیم – دسپټمبردیوولسمي څرګنده ناڅرګندتیانهه کاله وروسته هم څرګنده نه سوه ،خوپرنړۍ ،سیمه اوافغانستان یې اغیزڅرګنددی .دهمدې ناڅرګندتیاپه ګناه !! دسپني ماڼۍ مذهبي لیونیانواوخیټه وروپانګوالوپرافغانستان څرګندپوځي – وحشي یرغل وکړچي ،په پایله کي یې موجودملي – اسلامي نظام سقوط سو،فحاشي + انارشي حاکمه سوه ،دمخدراتوکراوقاچاق ،پیراوپلوردپلازمیني په ګډون په زیاتروسیموکي اوج ته ورسید،دبیلابیلوهیوادونودلسهاووزره وسله والوپوځیانوسربیره بې شمیره جاسوسي اومافیایې ،تنصیري اوتبشیري شبکې په یواوبل نوم جاسوسۍ،لوټمارۍ اودمنسوخ اومنحرف عیسویت ترویج اوتبلیغ کولوته مټي رانغښتي دي ،ترڅوخلګ دخپلواکۍ اودخپلي سپیڅلي عقیدې څخه خدای مکړه دڅوډالروپه بدل کي بې برخي کړي .

امریکا دسپټمبرد پیښي پړه سمدستي پراسامه بن لادن ورواچوله اودهغه کوربنو(طالبانو)ته یې اخطارورکړچي بې قیدوشرطه خپل میلمه دوی ته وسپاري .طالبانوبیادسپیني ماڼۍ څخه په یاده پیښه کي داسامه دلاس درلودلوشواهدوغوښتل خوامریکایانو دطالبانوپه دې معقولي غوښتني بیخي غوږهم ونه ګراوه .حال داچي دافغانستان اوامریکاترمنځ دمجرمینو\تورونوکسانودتبادلې اوسپارني هیڅ ډول تړون هم موجودنه وو ،که فرضاکومه معاهده هم وي بیاهم بایدوکتل سي چي ایارښتیاهم تورن کس مجرم دی اوکه نه .مثلاوینزویلاهمدااوس دامریکاڅخه د«لوویس پوداساکاریلز»دورسپارلوغوښتنه کوي چي په وینزویلاکي یې یوه کیوبایې مسافروړنکې الوتکه چاودلې وه په داسي حال کي چي دواړو ملکونویوتربله دمجرمینودورسپارني پروتوکول هم لاسلیک کړی دی ،مګرامریکابیاهم دوینزویلاغوښتنه نه مني .

پوښتنه داده چي, كه رشتياهم امريكايانودسپټمبرپه پېښه كي دبن لادن دلاس درلو دلواسنادلرلاى چي هيڅكله يې هم نه درلودل ايابهتره به نه واى چي ياده سوې قضيه يې دطالبانوداصراراوټينګارسره سم دخبرواتروله لاري حل كړې اودمسئلې سياسي حل ته يې ترجيح وركړې واى چي په پايله كي به يې نه امريكادروان اقتصادي ,سياسي ,پوځي اوحتى ملي اوبين المللي بحران سره مخ كېدلاى اونه به هم د امریکا پر ضددنړيوالوكركه اوج ته رسېدلاى

طالبانوچي د امریکا غوښتنه رد کړه . نوامریکایانویومخ طالبان اودهغوی میلمانه تربریدونولاندي راوستل داسي چي دکیمیاوي اوبيولوژيكي موادود ناقانونه استعمال په زوریې دطالبانوملي – اسلامي واكمني راوپرځوله او پر ځای یې د حامد کرزي ترریاست لاندي یوفاسده اوناقانونه اداره رامنځته کړه چي ،په پایله کي یې داشغالګروپه ړندوبمباریوکي اتیازره ملکي افغانان شهیدان سوي ،ترسل زره زیات ژوبل سوي دي اوتریوملیون ډیردپخوانیوجنایتکارانواوټوپکیانوله لوري چي دامهال دکابل په فاسدرژیم کي غوښنه برخه لري دخپلوټاټوبواومځکوڅخه شړل سوي دي .ځیني بیاپه مستقیمه توګه دیرغلګرودوحشیانه عملیاتوڅخه دځان ژغورني په خاطراړسوي چي خپلي اصلي سیمي پریږدي اوپه ښارونوکي ترشنه اسمان لاندي په یخ اوګرمۍ کي دژوندسختۍ اوناخوالي وګالي .

نیواکګرودسپټمبردپیښي څخه وروسته په پیل سوي په اصطلاح ترهګرۍ ضدجګړه کي چي آرموخه یې دمسلمانانوټکول اوداسیادپریمانه طبعي زیرموپه ځانګړي ډول دتوري طلا(تیلو) غصبول او…..خوبرعکس په دې ناانډوله جګړه کي نه یوازي خپلوشوموموخوته ونه ورسیدل ،بلکي په سوونوملیارده ډالریې داورخوراک او زرهاووپوځیان یې مړه اوپه لسهاووزره یې مات – ګوډ،ړانده اوپه راز- رازرواني اوجسماني ناروغیواخته سول .نهه کاله وروسته هم څرګنده نه سوه چي دسپټمبرد پیښي اصلي عاملین څوک وو، خواوس دادی دښکېلاک سروالان په څرګنده اعتراف کوي چي جګړه یې ناقانونه ،زیان اړونکې اوبدنامونکې ده .ځکه چي په كابل كي دامريكايې ادارې په پرتله دمقاومت سره پراخ ولسي ملاتړ موجوددي اولیدل کیږي چي ورځ تربلي دبهرنيوقواووپرضد دمقاومت وليكوته نوي ځوانان جذبيږي اولاپسي پراخي اوغښتلي كيږي چي ,په راتلونكي كي يې هم دمخنيوى کوم څرك نه ښكاري .