کور / کیسه / د یو مسلمان او یو مسیحی تر منځ د یالوګ (۹)

د یو مسلمان او یو مسیحی تر منځ د یالوګ (۹)

متن : د ډاکتر حسن محمد باګل تالیف
دپوهنمل محمود نظری ژباړه

دیومسلمان او یومسیحی تر منځ د یالوګ :
۹

د ګناه تلافي یا جبرانول

ع- پر صلیب دځړویدو له کبله له ګناه خلاصیدل د عیسی لارښوونه نه ده؟
م- د ا دګناه د تلافي کولو دوکترین ( مفکوره)د عیسی (ع) آسمان ته د پورته کیدو درې څلور پیړۍ وروسته د کلیساو لخوا زیات شوي دپ، چې د انجیل ضد باور دی .
تثنییه۲۴:۱۶« پلار نباید د زامنو په ګناه مړ شي او نه زامن د پلرونو په ګناهو ، هر څوک باید خپل په ګناه مړ شي ».
ارمیا۳۱:۳۰« هر سړی باید د خپل ګناه په خاطر مړ شي…»
حزقیال۱۸:۲۰ هر څوک چې ګناه وکړي خپله به مړ شي ، نه زوی د پلار په ګناهو مجازات کیدای شي او نه پلار د زوی په ګناهو، هر څوک به د خپلو نیکو کاری مزد وویني او ګناه کار به دخپلو کړو سزا ».
د اسلام له نظره ادم او حوا د خپلو ګناهوخپله ذمه وار وه چې بیاد الله لخوا وبښل شوه
ع- دا په نوی تیستامنت کی شته؟
م- عیسی خپله وایي متی ۷:۱-۲ ولوله:
ع-«که څوک په تاسو نیوکه ونه کړی تاسو هم نیوکه مه نیسئ ، ځکه هر ډول چې د نورو سره وکړئ هم هغه ډول به ستا سره وشي »
م- 1-کورنتیان ۳:۸ ولوله:
ع-« هغه چې کرې هغه به ریبې! او هر سړی به هغه ریبي چی یې کري ».
لاکن موږ په اصلي ګناه باور لرو.
ته غواړې دا درته ثابته کړم چې ماشومان بې ګناه زیږې ؟
متی ۱۹:۱۴ ولوله:
ع-لاکن عیسی وویل: واړه ماشومان پریږدئ چې ما ته راشي،هغوی مه منع کوئ، ځکه ماشومان د الله د ملکوت دبرکاتو نه برخورداره وي»
م- نو ټول ماشومان بې ګناه او د جنت په پاچاهي تړلي دي. ته پوهیږئ چې پول دا قانون له منځه وړی دی!
اکټ۱۳:۳۹ ولوله:
ع- « چا چې ایمان راوړئ د ټولو ګناهو له قیده به خلاص شي الله به هغوی په ښو خلکو کې وشمېري دا کار د یهودو شریعت هیڅکله نه شي کولای»
م-اجازه راکړه یو سوال وکړم!
ته ولي د پول په ویناو باور لرې؟ هغه چې خپله عیسی(ع) یې په سترګو نه دی لیدلی دا ټوله د هغه خپله خیال دی.
ع-چیری لیکل شوی دی؟
م-تیمواتایوس۲:۸ ولوله
ع-« په یاد ولره عیسی د داود له پښته دی او له مړینې وروسته بیرته راژوندی شو » نو ولي بایددا ومنو چې هغه مړ شو بیا بیرته راژوندی شو؟
م-زه هم نه پوهیږم اسلام د پیغمبرانو کیسې په دلایلو سره بیان کړي دي هغه کتاب چې د بې دینود لاس وهنو او خرافاتو نه خلاص یومقدس آسمانی کتاب دی .
ع- دا هغه شی دی چې زه یې پلټم
م- نوولي د شهادت کلمه لومړی په انګریزي او بیا به عربي نه وایي؟ زه به په ویولو کې مرسته درسره وکړم
ع-زه شاهدی ورکوم نشته مګر یو الله هغه چې شریک نه لري او زه شاهدي ورکوم چې محمد د الله بنده او رسول د خدای دی
اشهدوان لا اله الا الله و اشهدوان محمد‎اً عبده و رسوله
آیا د محمد(ص) د راتګ زیرۍ په انجیل کې راغلی دی ؟
م- بلی ، مګر دا د مسلمان لپاره اړینه نه ده چې له انجیل څخه پوه شي. ځکه تا انجیل لوستی دی وروسته به بیا په دې هکله بحث وکړو او زما او ستا نور بحثونه به لکه د دوو مسلمانانو تر منځ وي
مسلمان یو = م ۱
مسلمان دوه=م۲

محمد(ص) په آسماني کتابونو کې

په دواړو اسمعیل او اسحاق دی برکت وي
م۱-ولي اسمعیل او د هغی مورهاجره د سارا نه جلا شوله؟
م ۲-هغه وخت چې اسحاق له تی څخه پرې شو سارا ولیده چې اسمعیل په اسحاق ملنډې وهی او هغې نه غوښتل اسمعیل له هغه سره په میراث کې شریک شي.
پيداینه ۲۱:۸-۱۰ «اواسحاق لوی شو،له تي څخه پرې شو، او ابراهیم په هغه ورځ په دې خاطر یو لوی جشن ونیوی ساراد مصري هاجرې زوی اسماعیل ولید چې دهغه زوی(اسحاق) ځوروي،نو هغې ابراهیم ته وویل، دا وینځه (مینځه ) او زوی یې ورک کړه .د هغې زوی باید زما له زوی اسحاق سره په میراث کې شریک نشي »
م ۱-اسحاق دوه کلن و، چې له تي څخه پرې شو او اسمعیل هغه وخت د( ۱۶)کالوو. او ابراهیم (ع)د(۸۶ )کالو و چې اسمعیل وزېږید او هغه وخت چې اسحاق وزېږید ابراهیم (ع) د سلو کالو و.
پيداینه ۱۶:۱۶« اوابرام د څلور شلواو شپږ کالو و چې هاجرې اسمعیل وزېږوی »
پيداینه ۲۱:۵ «ابرام د اسحاق د زېږیدو په وخت کې د سلو کالو و ».
پيداینه ۲۱:۸-۱۰ له پيداینه ۲۱:۱۴-۲۱ سره توپیر لري په هغه وخت کې چې هاجره او اسماعیل له خپلي بني سارا څخه ولاړل اسمعیل نوی په خبرو راغلی و دمور پر اوږو. سپور و.
«او ابرام سهار وختي له خوبه کیناست، ډوډۍ اود اوبو ژی یې له ځانه سره واخېستل او هاجرې ته یې ورکړل او هغوی له زوی سره رهي شول …» دا ثابتیږي چې هغه ځوان نه بلکې ماشوم و نو هغو د اسحاق له زېږیدو څخه مخکې له سارا څخه جلا شوی دی د اسلام له نظره ابراهیم ، هاجره او اسمعیل ولاړل چی په مکه کې یو ځای جوړ کړې.
پارن په انجیل پيداینه ۲۱:۲۱ وایي: «ځکه د الله له امره سره سم ابراهیم ته هدایت وشو. هاجرې اووه واري د دوو غونډیو صفا او مروه تر منځ د اوبو په لټه وځغستله ، ،» چې اوس دا کړه هر کال د حج دمراسمو په ترڅ کې داسلامي دود په څیر د میلیونونه مسلمانانو له خوا ترسره کیږي .
د اوبو په هکله په پيداینه ۲۱:۱۹ که ذکر شوی دي چې اوس ورته دزمزم اوبه وایي، وروسته بیا دواړو ابراهیم(ع) او اسمعیل (ع) په مقدسي ډبرې باندې کعبه جوړه کړه د هغه ځای نښه چې ابراهیم(ع) هلته عبادت کوی تر اوسه شته چی د مقام ابراهیم په نوم یادیږي دنړۍ مسلمانان د حج په ورځ دا ټوله مراسم یادوي او پسونه ، وزې،غویان او اوښان حلالوي
م۲-مګر انجیل وایي اسحاق یې قرباني کړ.
خو په اسلام کې ویل شوي دي چې اسمعیل باید قرباني شی دا هغه ورځ وه چې ابراهیم (ع)، اسمعیل(ع) او نورد کور خلک د اسمعیل(ع) د سنتي لپاره راټول شوې وو چی لا اسحاق(ع) نه و زېږیدلی.
پيداینه ۱۷:۲۴-۲۷ « او ابراهیم د نوي کالو او نهو کالو و چې هغه خپل زوی سنت کړ، اسمعیل د( ۱۳ )کالو وهغه وخت چې سنت شو» یو کال وروسته اسحاق وزېږید چې هغه د اتو ورځو و چې سنت شو.
پيداینه ۲۱:۴-۵ « او ابراهیم د الله له امر سره سم خپل زوی اسحاق چې د اتو ورځو وسنت کړ او هغه وخت ابراهیم د سلو کلو و »
نو دوستان د سنتي اود قرباني په پیښه سره راټول شول خوشالی یې و کړه په دې وخت کې ابراهیم (ع) د ۹۹ او اسمعیل (ع) د۱۳ کالو و او اسحاق(ع) یو کال وروسته پیدا شو کله چې ابراهیم(ع) د سلو کالو و.
د اسمعیل ورثه، محمد (ص) او ټول مسلمانان سنتي ، پېنځه وخت لمونځ او د محمد (ص) سره سم د ابراهیم او ال د ابراهیم ستاینه او صفت کوي اودا ټوله مسلمانان مني
م ۲-لاکن پیداینه۲۲ وایي چې اسحاق قرباني ته وړل شوی دی
م-زه په دې پوهیږم، مګر دلته د هغه ضد هم شته دلته ذکر شوي دي«ستایوازینی زوی اسحاق» دا نه دې لیکل شوی « ستا یوازینی زوی اسمعیل» هغه وخت اسمعیل د ۱۳ کالو و، چې اسحاق وزېږید. چی اسحاق وزېږید نو ابراهیم (ع) د اسمعیل د (سنتي او قرباني) له جشن وروسته اسحاق وزېږید او زامن یې دوه شول نوځکه په ټول پیداینه ۲۲ کې هر چیرې د اسمعیل نوم په اسحاق بدل شوی دی،مګر الله دا د ( یوازې) کلمه په انجیل کې ساتلې ده،چې موږ ته یې راښکاره کړي چې دا اسمعیل (ع) و نه اسحاق(ع)
پیداینه:۲۲:۱۷ اسمعیل ته ویل شوي دي «زه به ستا نسل ډیر کړم»
او په پیداینه ۱۷:۲۰ « زه به له هغه څخه یو لوی ملت جوړ کړم
چی دا دواړه په پیداینه ۱۷:۲۰ او پیداینه ۲۱:۱۸ د اسمعیل لپاره راغلي دي نه د اسحاق لپاره
م ۲ – یهودان او عیسویان وایي اسحاق له اسمعیل څخه په مقام کې لوړ و
م- دا د هغوو خبری دی مګر انجیل دا نه وایي.ابراهیم (ع) د اسمعیل(ع) له زېږیدو نه مخکې خپل یو مریی زوی کړ
پیداینه ۱۵:۴ « څښتن وه هغه (ابراهیم ) ته وویل، دا مریی به ستا وارث نه شي ځکه ته به خپل زوی ولري او هغه (اسماعیل ) به ستا ټوله شته په میراث واخلي» نو اسماعیل هم میراث واخیست
پیداینه ۱۶:۱۰ « او دالله ملایکو هغې (هاجرې) ته وویل : زه به ستا نسل په زیاتونکي توګه سره ډیر کړم ،چې له ډیرګن والي څخه به نه شمېرل کیږي »
پیداینه ۱۷:۲۰ « ماد اسمعیل لپاره ستا دعا ومنله: صبر وکړه ، زه به هغه ته برکت ورکړم، او د هغه نسل به ګڼ کړم چی لوی ټبر ترې جوړ شي او( ۱۲) امیران به د هغه له اولادو څخه را پورته شي »
پیداینه ۲۱:۱۳ « او همداسی به زه د مینځې له زویه یو غټ کام جوړ کړم ځکه هغه هم ستا زوی دی»
پیداینه ۲۱:۱۸ «پورته شه ،هلک(اسمعیل) پورته کړه،هغه په غیز کې ونیسه ، زه به د هغه له اولادوڅخه یو لوی ملت جوړ کړم»
تثنییه۲۱:۱۵-۱۷ « که یو سړی دوې ښځې ولري. او له دواړ وڅخه زامن ولري یوه یې خوښه او بله یې نه وي خوښه ، لومړی زوی یې له هغې ښځې څخه وي چې د هغه نه ده خوښه:وروسته شاید ،هغه حق نه لري کوشني زوی ته د خوښې میرمني ته ډیر میراث ورکړي هغه باید دوې برخې لوی زوی ته چی د قدرت لومړی نښه ده ورکړي …»
اسلام دالله برکت پر اسحاق(ع) او د هغه پر ال نه ردوي. مګر د ابراهیم (ع) ژمنه شوی زوی اسمعیل(ع) دی چې د هغه له نسله وروسته د پیغامبرانو اخیرین پیغامبرمحمد (ص) پيدا شوی دی
لاکن یهودان او عیسویان فکر کوی اسمعیل دهغه ناروا زوی دی
دا هغه شی دی چې دوی وایي نه انجیل څرنګه کیدای شی یو لوی پیغمبر لکه ابراهیم(ع) بې نکاح واده ناروا ښځه او اولاد ولري
پیداینه ۱۶:۳«…او( سارا)ورکړه خپله مینځه (هاجره) و خپل میړه ابراهیم ته میرمن» چې واده یې قانوني وو نو څرنګه یې زوی غیرقانوني دی
آیا دوو پردیو ،یو د کالدین اویوله مصري سره واده روا دی یا د پلار د لور(خور) سره ؟
پیداینه ابراهیم وایی ۲۰-۱۲« او تراوسه رښتیا (سارا)زما خور ده، هغه زما د پلا رلور ده، نه لور زما د مور؛ او هغه زما ماندینه شوه»
د اسمعیل(ع) نوم د خدا لخوا غوره شوی دی
پیداینه ۱۶:۱۱ « او دالله ملایکی وویل :وه هغې( هاجرې) ته صبر وکړه،ته به ماشوم راوړې هغه به زوی وي د هغه نوم به اسمعیل وي، ځکه څښتن تعالی د هغه مینه ستا سره ولیدل» اسمعیل مانا الله واوریدل یا ومنل ده . نو څرنګه انجیل دا لیکلی دی چی اسمعیل ناروا زوی و؟
م ۲- دا په انجیل کی چیرې دي؟
م- اسحاق او اسمعیل ډیر پخوا پیدا شوی دی .الله ابراهیم ته وویل :
پیداینه ۱۵:۱۸ «… ماستا اولادو ته ، د مصر له سیند نه تریو فرات سیندپورې دا مځکه وبښل » آیا په دی ډیره عربی خاوره کی له نیله تر دیوفرات د سیند پورې د اسمعیل اولاده نه ده پراته؟
م ۲- دا دا معنا لري چې هیڅ ځای د اسحاق له اولادې سره وعده نه ده شوې ؟
م- موږ مسلمانان نه وایو چې پر اسحاق (ع) د الله برکت نه دی شوی
پیداینه ۱۷:۸« او زه به تااو ستا اولادو ( اسحاق) ته له تا وروسته. ټول د کنعان مځکه چې تاسو هلته پردې یاست په دایمي ملکیت وبښم: او د هغو به الله یم» ته وینې دا توپیرچې ابراهیم (ع) ته وایي «یو پردی» په کنعان کې د نیل او یوفرات تر منځ، او په کالدین کې عرب نه بلکې یهودان اوسیږي
م ۲ – مګر وعده له اسحاق سره شوې ده
پیداینه ۱۷:۲۱« زما وعده ده : له اسحاق سره . هغه چې سارابه هغه یې بل کال په همدې وخت تاته وزېږوي هغه به میښته کړم »
م-آیا دا یوازې اسحاق(ع) ته دی که اسمعیل(ع) ته هم ؟ چیرې یې ویلي دي چې الله له اسمعیل سره د میښتیدو وعده نه ده کړې
م ۲ -هیڅ چیرې

نوربیا