کور / سپورټي / افغان ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته ورسېدله

افغان ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته ورسېدله

د افغانستان کرکيټ بورډ پتېيلې ده چي د کينيا د سفر لپاره به د عربي متحده اماراتو د شارجې د ښار په لوبغالي کي چي د افغانستان کورني لوبغالي دي چمتووالي نيسي. د دې تمرينونو لپاره ملي لوبډله متحده اماراتو ته نن ورسېدله او سبا ته په خپل تمريني کي پېل کوي چي سپتمبر تر ۲۶ نېټې پورې به دواو وکړي.
په دې لړ کي به افغان لوبډله د اماراتو د ملي لوبډلي سره دوه يو ورځنۍ لوبي هم ترسره کوي چي په ۲۳ او ۲۴ نيټه به ترسره کېږي. دواړه لوبي به د شارجه په لوبغالي کي ترسره کېږي. ۲۳ او ۲۴ نېټې د پنجشنبې او جمعه ورځې دي او دا چي دا لوبي به د ماسپښين په ۴ بجو پيل کېږي او د شپې تر ناوخته به دوام کوي نو تمه ده چي په اماراتو کي مېشت ډېر افغانان به يې په لوبغالي کي سيل وکړي.
د اماراتو او افغانستان کرکيټ بورډونو پرېکړه کړې ده چي د دې لوبو ټکټ به په ۱۰ درهم خرڅوي چي پاوکم درې ډالر کېږي. دا پيسې به د شارجې لوبغالي د افغانستان کرکيټ بورډ ته ورکوي چي خپل فعاليتونه پرې غښتلي کړي.
د افغانستان او اماراتو کرکيټ بورډ دا پرېکړه هم کړې ده چي د سږه کال په پاي کي به په شارجه لوبغالي کي د افغانستان او اماراتو شريکه سيالي هم ترسره کړي چي له هرې غاړې به پکي درې لوبډلي برخه اخلي. له افغانستان څخه به د دې هېواد د الف، ۱۹ کاله ټيټ او يوه بله لوبډله برخه اخلي چي د دې لوبډلي لوبغاړي نړيواله تجربه لاس ته راوړي او د ملي لوبډلي ښه ملاتړ واوسېږي. د کرکيټ بورډ دا ټولې هڅې د پرمختيايي پلان يوه برخه ده. د دې سيالۍ لپاره به افغانستان درې لوبډلي له راتلونکي ولايتي شل اوريزه سيالۍ څخه غوره کوي. راتلونکي شل اوريزې سيالۍ په کابل کي د سپتمبر په ۲۵نېټه پيل کېږي او د شمشاد تلويزيون به يې په ژوندۍ بڼه خپروي .
د کينيا د لوبو لپاره د چمتووالي په ترڅ کي به روزونکي راشد لطيف د افغان لوبډلي سره په شارجه او بيا په کينيا کي مل وي. لوبډله به کيڼيا ته د ستپمبر په ۲۸مه نېټه روانېږي. د کينيا سفر به د اکتوبر تر ۱۲مې نېټې پورې وي چي افغانستان به يې په ترڅ کي ۳ يو ورځنۍ نړيوالې لوبي کوي او يوه به د انټرکانټننټل لوبو په ترڅ کي څلور ورځنې لوبه کوي.
افغان ملي لوبډله د اکتوبر په مياشت کي ډير مهم سفر په مخ کي لري، د اکتوبر په دويمه نېټه د کينيا د هيواد د ملي لوبډلي سره څلور ورځينۍ لوبه لري، په دې لوبه کي به افغان لوبغاړي د انټرکانټينټل په سيالۍ کي د پاي لوبي لپاره خپل برخليک ټاکي.
د انټرکانټينټل يا د لويو وچو د سيالۍ پاي لوبي ته درې هيوادونو نوماند دي چي افغانستان په لومړي مقام کي ۷۷ پوانټونه، سکاټلينډ په دويم مقام کي ۶۹ پوانټونه او د زمبوابي هيواد په دريم مقام کي ۶۳ پوانټونه لري.
که افغانستان د کينيا څخه دا لوبه وګټي او يا يې مساوي کړي نو د لويو وچو د سيالۍ جام پاي لوبي ته لاره پيدا کوي، د لويو وچو د سيالۍ پاي لوبه به د متحده اماراتو د دوبۍ د ولايت په نړيوال لوبغالي کي د ډيسمبر د مياشتې په پېل کي تر سره کيږي.
د پايلوبي ګټونکي ته يو لک ډالر انعام هم ورکول کېږي. پايلوبه به پنځه ورځنۍ لوبه وي.
افغانستان د کينيا سره د کينيا په پلازمېنه نيروبې کي څلور لوبي لري چي مهال ويش يې په لاندې ډول دي:

Date Notes
1st ODI: Afghanistan vs Kenya at Nairobi Gym Oct 11, 2010 11:00 AM Kabul
2nd ODI: Afghanistan vs Kenya at Nairobi Gym Oct 09, 2010 11:00 AM Kabul
1st ODI: Afghanistan vs Kenya at Nairobi Gym Oct 07, 2010 11:00 AM Kabul
ICC Intercontinental: Afghanistan v Kenya (02 Oct, 2010 – 05 Oct, 2010) Oct 02, 2010 11:00 AM Kabu

نورو معلوماتو لپاره په دې شمېره له موږ سره اړيکي ټينګي کړئ: ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹

د افغانستان د کرکيټ بورډ د رسنيو څانګه
acb.media@afghancricket.af
afg.cricket.media@gmail.com
www.afghancricket.af