کور / تازه خبرونه / لوګر : د څو شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو

لوګر : د څو شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو

افغان او امنيتي ځواکونه وايي چي په لوګر ولايت کي يې د يوه طالب قوماندان په ګډون درې تنه وسله وال نيولى . نوموړي ځواکونه وايي چي دغه قوماندان او ورسره ملګرو يې په کابل کي د بريدونو چمتو کوونکو قوماندانانو سره اړيکي لرلې . د نوموړو ځواکونو په وينا چي نوموړى يې د چلوزي په کلي کي چي د برکي برک په ولسوالۍ پوري تړلى دئ نيولى خو په دې اړه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .