کور / تازه خبرونه / ننګرهار: په عبدالوکيل ليسه کي جعلي کارتونه ونيول سول

ننګرهار: په عبدالوکيل ليسه کي جعلي کارتونه ونيول سول

له ننګرهار ولايت څخه لراوبر ته تازه رسېدلى خبر وايي چي د ننګرهار ښار په عبدالوکيل ليسه کي يو تن د جعلي کارتونو د کاروني پر مهال نيول سوئ چي پوليسو له ځان سره د تحقيقاتو په خاطر بېولى دئ.
يوه عيني شاهد لراوبر ته د هغه وکيل نوم هم ياد کړئ چي دغه جعلي رايي ورته کارېدلې.
د جعلي کارټونو د چاپ پروسه اونۍ دمخه د آزادۍ راډيو له خوا رسوا سوه، چي ويل يې په پېښور کي په لکونو کارټونه چاپ سوي دي چي د رايي ورکوني پر مهال به يې وکاروي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسون ډاډ ورکړئ چي تر خپله وسه به دې درغليو مخ ونيول سي.