کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ: په مختلفو سيمو کې سختي جګړې روانې دي

ميدان وردګ: په مختلفو سيمو کې سختي جګړې روانې دي

د ميدان وردګ ولايت اوسېدونکي وايي چې د مرکز په شمول، په چک،شېخ آباد، سيدآباد، چغتو او جلګې ولسواليو کې سختي جګړې رواني دي.
يو تازه خبر چې همدا اوس ترلاسه شوى د چک ولسوالۍ جګړې زور اخيستى دى او د ولسوالۍ د مرکز په سل مترۍ کې د بريدکوونکو او دولتي قواوو ترمنځ جګړه روانه ده، د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کېږي.