کور / تازه خبرونه / خوست: چاودني دوه انتخاباتي کارکوونکي ټپيان کړل

خوست: چاودني دوه انتخاباتي کارکوونکي ټپيان کړل

د افغانستان په ټولو ولايتونو کي پارلماني ټاکني رواني دي، چي د چارواکو په وينا د سهار له اتو څخه به د ماځيګر تر څلورو بجو دوام وکړي.
د رايو اچوني پر مهال په مختلفو سيمو کي د جګړو، حملو او چادنو ترڅنګ د درغليو خبرونه هم ورکړل سوي دي.
له هلمند ولايت څخه تازه ورکړل سوئ خبر وايي چي له دې ولايت څخه پارلمان ته د يوې کانديدي ١٥٠٠ جعلي کارټونه يې نيولي دي.
د هلمند د والي وياند داود احمدي آزادۍ راډيو ته وويل چي دغه کارټونه يې د پارلماني کانديدي حبيبې سعادت له لور څخه نيولي دي.
بلي خوا ته د نورستان په وايګل او نورګرام ولسواليو کي د څارونکو او امنيتي ځواکونو د نستوالي له کبله ځينو کانديدانو صندقونه خپله ډک کړي دي.
همدا راز په خوست ولايت کي د يوې چاودني له امله دوه انتخاباتي مامورين ټپيان سوي دي.
د درغليو په باب يو بل خبر وايي چي د کابل پر ځينو سايټونو سربېره د خوست او بلخ ولايتونو په ځينو سايټونو کي هم د رايي ورکوونکو د نښاني کولو دپاره کارېدونکى رنګ جعلي دئ او ډېر ژر له ګوتو څخه پاکېږي.