کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په مصنوعي ټاکنو کي به کوم اشخاص کامياب سي؟

په مصنوعي ټاکنو کي به کوم اشخاص کامياب سي؟

۱۷ ــ۹ ـــ ۲۰۱۰

آيا پوهيږي چی دولسي جرګی په راتلونکو مصنوعي ټاکنو کي به کاميابي دکومو اشخاصو په نصيب سي ؟

په دې حقيقت باندي ټول پوهيږو چی تر يرغل لاندي هيوادونو کښي لاس پوڅي حاکميتونه دپردو تر مستقيمي مشوري لاندي هروخت وخپلو سياسي مخو ته درسيدو له پاره ، داسي لوبي را مخ ته کوي ، چی هغو ولسونو او نړيوالو ته داسي وښيي چی دادي ، موږ دولس دپريمانه رضايت په نتيجه کي خپل سياسي حاکميت تر لاسه کړي ، او په يوه مشروع حاکميت کي دخپل ولس له پاره په خدمت کولو باندي لګيا يو ۰ځکه نودا حاکميتونه دخپلوشومو مخو له پاره داسي هلي ځلي کوي ، چی ولسونه په رواني لحاظ په خپلو تبليغاتي جالونو کي بند کړي ۰ چی انځورونه بیا په ميد يا وو کي منعکس کړي ۰ چی ښه نيژدي مثال يي په افغانستان کښي دجمهوري رياست ددوهمي دوري له پاره هغه نا مشروع او دشرمه ډکي ټاکني وي ، چی په جمعي رسنيو کي يي هم پوره انعکاس وموند ۰ ولي بيا هم لاس پوڅو واکمنانو دا ټاکني دناټو دشتون په زور مشروع وبللي ۰ چی دا خپله ددغو نا مشروع حاکميتونو د نه صداقت اوخپل جوړ کړي اساسي قانون ته دنه احترام ښکاره بيلګه ده ۰ چی بيا هم ددغسي مصنوعي دشرمه ډکو لوبو دتر سره کولو وروسته دواقعيتونو څخه په ډيره ليري فاصله کي ځانونه دخلګو ريښتيني استازي اعلانوي ۰ په داسي حال کي چی په هيواد کي لوي اکثريت دجمهوري رياست و ټاکنو ته حاظر نه سول ، چی د هغه وخت د دولتي رپوټونو په حواله نيژدي ۳۴ فيصده خلګو خپله رايه کارولي ده ، ولي واقعيت خو داوو چی تر ۲۰ فيصده لا هم لږ وخلګو ګډون کړي وو۰ ځکه نو داسي معلوميږي د ولسي جرګي دټاکنو په دې لوبه کي به دنورو عيني علتونو تر څنګ دبي امنيو له کبله به دافيصدي نوره هم ټيټه سي ۰دا ځکه چی ولس دير غل تر بيرغ لاندي خپله ښه راتلونکي په دې لوبه کي نه ويني ، ځکه نو دملت په وړاندي به دا ټاکني دهيڅ نوع مصنوعي مشروعيت لرونکي هم نه وي ۰ دپورتنيو واقعيتونو په نظر کي نيولو سره کولايسو ، چی دټاکنو په دې لوبه کي نوماند وکيلان پر څو کټه ګوري باندي وويشو :
۱ ـــ بشري او اقتصادي جنايتکاران يا دهغوي معلوم الحاله استازي .
۲ ـــ دلاس پوڅودولتی واکمنانو استازي ۰
۳ ـــ هغه کسان چی دمادي امتيازونو دتر لاسه کولو له پاره يي دلومړي خل له پاره ودې لوبي ته ور ډانګلي دي.
۴ ـــ يو شمير پاک روشنفکران ددې له پاره چی د ولسي جرګي او دولتي واکمنانو تر منځ ځيني دملي شتمنيو دغصبولو له پاره ځيني پټي معاملي او داساسي قا نون څخه يي سرلغړوني وخلګو ته ښکاره او بيان کړي ، نو په دې پاک نيت غواړي چی ولسي جرګي ته ور ننوزي ۰ ګرچی ددې ګټه ګوري د روشنفکرانو سره د دغسي نظر په هکله زه خپله دنظر يو والي نه لرم ، دا ځکه چی ديوه طرفه ددوي دغه کړنه ودې لاس پوڅي حاکميت ته دمشروعيت ورکول تعبير کيدلايسي ، ولي دبله طرفه بيا ويره له دې څخه هم ده ، چی ديو لږ شمير پاکو روشنفکرانو شتون دمفسدو په يوه لويه نا پاکه کتله کي يي تأ ثيرات معکوسه بڼه اختياره نه کړي ۰ دا ځکه چی د ولسي جرګي دتيري دوري ددريم خط دځينو روشنفکرانو تجربو دا ښکاره په ګوته کړل ، چی د دريم خط ډير شمير کسان دمادي امتيازونو تر لاسه کولو وروسته د چپتيايي پر لور روان سول ۰ زه ددې نوو نوماندو روشنفکرانو کاميابي دولس په چوپړ کي دپاک خداي ( ج) څخه غواړم ، چی داسي نه سي چی دوی هم خپل اصلي خط پريږدي ۰

په داسي حال کي چی دولسي جرګي د۲۴۹ چوکيو له پاره نيژدي ۲۵۰۰ کسانو ځانونه نومولي دي ۰ چی ددې جملي څخه دټولټاکنو دکميسون په حواله نيژدي ۴۰۰ نوماند يي اوناث تشکيلوي ۰ په داسي حال کي چی د ذکورو دجملي څخه دا ځل بیا هم لوي اکثريت بشري او اقتصادي جنايتکاران تشکيلوي ۰ ولي متاسفانه دولسي جرګي هغه خونه چی بايد دملت پاکه اراده ځيني منعکس سي ، ولي دتيرو پينځو کلونو په درشل کي دناټو تر امنيت او دکرزي تر ږيري لاندي په دې خونه کي نيژدي ۸۰ فيصده داسي بشري او اقتصادي جنايتکارانو ځاي نيولي وو ، چی نيژدي هره ورځ د دې خوني يو ډير شمير کسانوديو شمیر معلوم الحاله دولتي واکمنانو سره په ګډه نه يوازي دملي شتمنيو په غصبولو باندي مصروف وه ، بلکه دا يرغمل سوي ولس يي هم تر جدي توهين او تحقير لاندي نيولي وو ۰ چی په وافعيت کي ويلايسو چی په تيرو پينځو کلونو کي دا دملت دريښتينواستازو خونه ، د مفسدوجنايتکارانو او غربي تکنوکراتانو تر تا ثير لاندي دولس په وړاندي دتوطيواو په يوه نامشروع تجارتي مرکز باندي تبديله سوي وه ۰ دليکني په دې برخه کي به دافغانستان داساسي قانون په چوکاټ کي دولسي جرګي دټاکنو لوبه په لنډ ډول تر څيړني لاندي ونيسوو ، او وبه ګورو چی دا ټاکني داساسي قانون سره سمي تر سره کيږي اوکه نه ،او په وړاندي يي کومي ځانګړي ستونځي شتون لري :

۱ ــ دولسي جرګي داټاکني داساسي قانون د۹۷ يمۍ مادې څخه په ښکاره سرلغړونه تر سره کيږي ۰ هغه دا چی دولسي جرګي د ژمني رخصتي څخه وروسته دجمهوري رياست له خواه څخه دټولټاکنو له پاره نوي قانون د تقنيني فرمان په ‌ذريعه ولسي جرګي ته دتصويب له پاره وليږي ، ولي دا دټولټاکنو قانون دولسي جرګي له خوا دوه ځله نيژدي په دوه ثلثه رايه رد کړ ل سوو ۰ ولي بيا هم دجمهوري رياست مقام دټولټاکنو دانوي قانون په وچ زور باندي په رسمي جريده کي نشر او نافذ يي اعلان کړ ۰ او دا ټاکني دهم دې غير قانوني فرمان له مخي تر سره کيږي ، ځکه نو د اساسي قانون پر اساس دا ټاکني غير قانوني ويلايسو ، او دهيڅ نوع مشروعيت لرونکي نه دي ۰
۲ ــ ا منيتي ستونځي : دولسي جرګي دټاکنود لوبوتبليغاتي کمپاين په داسي حال کي شروع سوو ، چی په هيواد کي امنيت هره ورځ مخ پر خرابيدو روان دي ۰ چی ولسي جرګي دروان کال دغبرګولي پر۲۶ مه د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيران د راتلونکو ټاکنوله پاره دپوره امنيت دراوستلو دپلان دتوضيح له پاره بللي وه ۰ چی دکورنيو چارو دوزارت سر پرست ( منير منګل ) دخپلو خبرو په توضيح کښي دامنيت په هکله داسي وويل ۰
د۳۶۴ ولسواليو څخه ۱۱۴ دجدي او ۵۰ ولسوالي دمنځۍ کچي ۱۹۱ دټيټي کچي دګواښونو سره مخامخ دي ۰ او هم يي وويل چی درايي ورکووني ۶۸۳۵ مرکزونو دجملي څخه ۳۸۴۰ تر لوړ او ۲۹۸ تر متوسط او ۱۹۱۲ تر ټيټ ګواښ لاندي دي ۰
په داسي حال کي چی دټاکنو دترسره کيدوتر وخت پوري دساعتونو په شمير وخت پاته دي ولي دهيواد په ځينو جنوبي برخو کي په ځانګړي توګه دکندهار دتاريخي ولايت په ځينو ولسواليو کي يي ، دڅو کلونو ځوريدلي ولس بيا داسي د يرغلي او داخلي مسلحو قوتونو تر بي ساري سختو هوايي او مځکني بمباردونو لاندي راغلي دي ، لکه يو سر خلاصي زندان ته چی جنايتکاره واکمنان اور واچوي ، او دزندان څخه دباندي خلګ يي يوازي دليري نه دودونه اولمبې ويني اوبس ، ولي دخلګو ناري او فريادونه يي بيا نه تر غوږو کيږي ۰ ولي په اوس مهال کي دکندهار دژړي او ارغندا ب سر سبزو ولسواليو خلګ يي دڅو ورځو راهيسي دهم داسي يوبرخه ليک سره مخامخ کړي دي ،او بيله پاک خداي ( ج) څخه يي بل هيڅوک آواز نه اوري ، حتي پر خلګو باندي يي دښځو او کوچنيانو دخلاصون له پاره دتيښتي لاري هم بندي کړي دي ۰ اودې بشري جنايتکارانو دامريکا تر رهبري لاندي دغربي نړي او دکرزي دحاکميت دوحشتونو د پټولوپه مقصد پر ټولوداخلي او بهرني ژور نالستانو هم لاري بندي کړی ، او دهغو څخه يي هم هر څه پټ ساتلي دي ۰ ځکه نو جمعي رسنيو هم ټولو پټي خولي نيولي دي ۰ او نيژدي ديوي هفتي راهيسي حتي دکندهار په ښار کي هم ټول مکتبونه تړلي ځکه هيڅ يو شاګرد او معلم وخپلو دندوته نه دي حاظر سوي ۰ او ددې وڅنګ ته نيژدي ۹۰ فيصده دولتي مامورين هم په خپلو کورونو کي ناست دي ۰ ولي په دې دوحشت څخه په ډکو حالاتو کي بيا دکندهار والي په ډيره بي شرمانه ډول د وږي پر ۲۵ تمه ددې جنګي عملياتو شروع د ټاکنو دامنيت له پاره لازم او مؤ ثره وبلل ۰ په داسي حال کي چی ددې جنايتکاره افغاني واکمنانود کورني ټول غړي په ډوبي او غربي نړي کي ددې ځوريدلي ولس په پيسو باندي دعياشيو څخه ډک خپل ژوند مخ ته بيايي ۰ نوپه داسي حالاتو کي به کوم سالم وجدان دا قبوله کړي چی دکندهار دولايت خلګو په آرامي سره په ټاکنو کي ګډون وکړ، او خپله رايه يي ورکړ ل ۰ داسي قضاوت کول به نو په ريښتينه توګه دټولو اسلامي ارزښتونو او افغاني وجدان څخه ليري وي ۰ نو پاک خداي ( ج) د ې دا ځوريدلي ولس ددې بهرني او داخلي بشري او اقتصادي جنايتکارانو څخه ژر تر ژره په خير سره په امن کړي ۰
په داسي حال کي چی دټاکنو دکميسون رئيس داګست پر ۲۱ تمه دهيواد په ځينو برخو کښي يي د۹۳۸ درايي ورکونکو مرکزونه چی په مجموع کي ۲۴۴۸ درايو ورکونکو محلونه کيږي دبنديدو اعلان وکړ ۰ په داسي حال کي چی دغزني ولايت دکابل په ډير نيژدي ګاونډيتوب کي قرارلري ، د رايی ورکوني د ۱۰۷ مرکزونو دبنديدو اعلان هم کړي دي ۰ چی درپوټونو له مخي ودې مرکزونو ته بايد يو نيم ميليون خلګو خپلي رايي کارولي واي ۰ ولي په اوس مهال کي دامنيتي ستونځو له کبله ددې حق څخه محروم سول ۰ په داسي حال کي چی دامريکا د يوي څارونکي ډلي دنوي خپور سوي رپوټ له مخي چی دسيپټمبر پر ۱۳ مه دځينو جمعي رسنيو پر مخ راوتلي ،او داسي يي ليکلي دي :
چی دافغانستان دانتخاباتو بهير له سختو او ژورو ستونځو سره مخامخ دي ، اود رپوټ په بله برخه کي بيا ليکي ، چی دا انتخابات ښايي هغسي ګډوډ اود درغليو ډک وي ، لکه چی دتير کال دولسمشري انتخابات وه ۰ اوهم داسي مخ ته ځي چی په افغانستان کي دثبت شوورايه ورکونکو باوري ليست هم شتون نه لري ، او وايي چی دانتخاباتو کميسون بي پرې نه دي ۰
دپورتنيو عيني واقعيتونو په نظر کي نيولو سره داسي نتيجه تر لاسه کولايسو :
ـــ دافغانستان په هر ګوټ کي چی دا لوبه تر سره کيږي ،د هغو نوماند ووکيلانو درايو صندوقونه به ډکيږي کوم چی دهغه محل وحاکميت ته يعني ( محلي جنګ سالاران ، يا د لاس پوڅي حاکميت واکمنان ) ته يي سرونه ټيټ کړي اوخپل تر منځ يي دنوو معاملو قراردادونه کړي وي ۰
ـــ ولي يوازي دکابل په ښار کي به يوه اندازه دخلګو درايو تر څنګ دهغو اراده هم انعکاس پيدا کړي ۰ دا ځکه چی د کابل په ښار کي نظر ونورو ولايتونو ته د روشنفکرانو د مختليفو نظرياتو تر څنګ دهغو دشمير اندازه هم لوړه ده ، ځکه نو کيدلايسي چی ځيني پاک روشنفکران دخلګو دارادي په نتيجه کي راميدان ته سي ۰ ولي په نورو ولايتونو کي دروشنفکرانو په وړاندي ددې چانس فيصدي هيڅ شتون نه لري ۰ ولی بايد ووايو چی په دې لوبه کي به دکرزي او د ( جميعت اسلامي ، نظار شورا ) دډلو تر منځ به مسابقه په ډير شدت سره داسي پر مخ روانه وي ، او هره ډله به کوښښ کوي چی څنګه کولايسي دمخکنيو ټاکنو په څير په درغليو باندي دورځي او په ځانګړي توګه دشپي له خواه درايو په صندقونو کي دخپلو ملګرود رايو کارتونه ور ډير کړي ، چی دراتلونکي له پاره دخپلو ناپاکو مخو له پاره لاره هواره کړي ۰
اخځ : افغان جرمن انلاين
تمت باالخير