کور / شعر / عمر

عمر

څنګه راټنګ بۀ کړمه سر دَ عمر       ښۀ راته نۀ ښکاري نظر دَ عمر
 
زړګيه ! بودي تلم پۀ داسې کوڅو    راله دي وکتلو شر دَ عمر   
 
ښکاري دنيا راته پيکه پيکه بيا     نکړي چې لوظ مې دلبر دَ عمر
 
نور بۀ څۀ اوکړو ځان بۀ کړو دَ خندا     پښتنو يو شئ لر او بر دَ عمر   
 
ورله بۀ چرته لمن پرې نۀ ږدمه      څۀ کۀ مې يار شو ستمګر دَ عمر  
 
چرته فطرت بۀ ئې نفرت کړي پښيمان    لري ساتو دَ زړګي  ور دَ عمر 
 
دا چې اسباب دَ تباهۍ جوړوي      رااوبه نۀ خيژي بيا نمر دَ عمر  
 
امکان آرمان لره طوفان پۀ جهان    خوشحاله ستا سره نهر دَ عمر 
 
راتلونکے نسل بۀ دُعا خو اوکړي    ځئ چې دَ مينې اوکړو کر دَ عمر  
 
يو غم راوړي ځان سره نور غمونه      تواب بۀ لاس وينځي خود زر دَ عمر
       ________________
        ١٩٩٩_٦_٢٦___ الرياض