کور / تازه خبرونه / طالبان: پر ١٥٠ انتخاباتي مرکزونو حملې ترسره سوې

طالبان: پر ١٥٠ انتخاباتي مرکزونو حملې ترسره سوې

په داسي حال کي چي د افغانستان حکومت د پارلماني انتخاباتو لړۍ پر څلور بجې درولې او بريالي يې بولي، د طالبانو وياند وايي چي پر ١٥٠ مختلفو انتخاباتي مرکزونو يې حملې کړي او ډېر مرکزونه يې بند کړي وو.
د ذبيح الله مجاهد په وينا پر ١٣١ مرکزونو مخامخ راکټي حملې سوي وې او د پلان سره سم يې وتوانېدل چي په ډېرو سيمو کي د انتخاباتو مخنيوى وکړي.
خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت، د دفاع وزارت او د ايساف ځواکونو د نننيو ټاکنو په وړاندي ترسره سوي حملې خورا لږ بللي او وايي دا پروسه په برياليتوب سره پاى ته ورسېده.
د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي له ځينو مترادفو حملو سره – سره د دوى تر اټکل خلاف خورا لږ بريدونه وسوه چي په وينا يې د دولت مخالفين د ټاکنو پر ګډوډيو ونه توانېدل.