امنيتي ځواکونو منلي چي نن د رايي اچوني د پروسې پر مهال په بېلابيلو ولايتونو کي امنيتي پيښي سوي . د کورنيو چارو وزارت وياند وايي چي دغه پيښي د راکټ يا بمو په وسيله رامنځ ته سوي دي . نوموړو چارواکو په دغو پيښو کي تلفات مني خو وايي چي کره معلومات يې نه لري . خو سره د دې بيا هم امنيتي چارواکي وايي چي دغه پيښه تر هغو ډيري کمي دي چي دوى يې په دې ورځ تمه لرل . نوموړي ځواکونه وايي چي د ځانوژونکو بريدونو مخنيوى سوى او يو لړ چاودېدونکي توکي نيول سوي او ځني نور له منځه وړل سوي دي .
خو طالبان بيا وايي چي نن ورځ يې په بېلابيلو ولايتونو کي پر شاوخوا ١٥٠ مرکزونو بريدونه کړي .