کور / تازه خبرونه / په کندهار کي ډاډ مني ټاکني تر سره سوې

په کندهار کي ډاډ مني ټاکني تر سره سوې

په کندهار کي د هيواد د ولس جرګي لپاره د ٥٠ تنو تر منځ ټاکني په امنيتي فضا کي پاى ته ورسيدې .
نن د وږي د مياشتي ٢٧ نېټه په ټول هيواد کي افغانانو د راتلونکي ولس جرګې دپاره له شاوخوا ٢٥٠٠ تنو کانديدانو ته رايي ورکړې چي په پايله کي به يې ٢٤٩ تنه ګټونکي اعلان سي .
په کندهار کي هم خلک د رايو صندوقونو ته ولاړل او د خپلي خوښي کانديد ته يې پرته له کومي ويري او ډار څخه رايه ورکړه .
په کندهار کي د ولس جرګي ټاکنو د رايه اچوني پروسه د سهار پر اووه بجې د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا له خوا د احمد شاه با با په عالي ليسه کي د خپل خوښي کانديد ته په رايه اچوني سره رسماً پيل سوه.
والي توريالي ويسا وروسته د سيمه ايزو او نړيوالو ژورنالستانو او د کندهار د امنيتي چارواکو تر څنګ ددې ولايت د ډنډ ولسوالى ته هم سفر وکړ او په لاره کي يې پر موټريز کاروان د سړک د غاړي ماين کوچنى چاودنه هم وسوه چي چاته يې ځاني او مالي زيان نه دئ اړولى .