کور / تازه خبرونه / کندهار ولايت مقام : ټاکني په پوره شفافيت سره پاى ته ورسېدې

کندهار ولايت مقام : ټاکني په پوره شفافيت سره پاى ته ورسېدې

لراوب ته د د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي سهار مهال په کندهار کي د رايه اچوونکو شمېر ډير لږ و خو وروسته پکښي د پام وړ زياتوالى راغلى او رايه اچوونکو بې له کومي ويري د خپلي خوښي د نوماند په ګټه رايي وکارولي.
په کندهار ښار او ولسواليو کي د تمي سره سم د ولسي جرګې ټاکني تر ډيري کچي پرته له کوم ډول درغلۍ او چم څخه پاى ته ورسېدې ځکه په ټولو ٢٠٩ مرکزونو کي د نوماندانو ، مدني ټولنو، فيفا، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او نورو اړوندو ادارو استازو شتون درلود چي د هر ډول درغلى مخه يې نيولي وه.