کور / راپور / کندهار : د ارغنداو ځني خلک د ټاکنو څخه ناخوښه دي

کندهار : د ارغنداو ځني خلک د ټاکنو څخه ناخوښه دي

که څه هم چي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي ، د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون عمومي مشر ، په افغانستان کي اړونده ادارو او ټولو امنيتي ارګانو تر ټاکنو مخکي هر يوه له خپله اړخه خورا په ډاډه زړه خلکو ته ډاډ ورکاوه . د ناټو د عمومي منشي ځانګړي استازي او د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون عمومي مشر ډاډ ورکاوه چي تر رايي ورکولو وروسته د ګوتي دپاره راوړل سوى رنګ به ژر نه پاکيږي او رايي پاڼي يې په هغه وړتيا چي د درغليو مخه به ونيسي جوړي کړي خو د ټولټاکنو په درشل او تر هغو يو څو ساعته وروسته دا ټولي خبري خندوريه غوندي سوې . د افغانستان د ټولو ولايتو څخه د درغليو راپورونه ورکول سول ، د ګوتي دپاره جوړ سوى رنګ بې کيفيته و ښودل سو او په ځينو سيمو کي خو بېخي رنګ نه تر سترګو کېدئ چي د هغو سيمو څخه يوه سيمه د کندهار ولايت د ارغنداو ولسوالۍ د ناګان سيمه ده . د دې سيمي خلکو نن لراوبر ته وويل چي د دوى سيمي ته پر ځاى د دې چي د رايو صندوقونه پر اته بجې ور وړل سي پر يوولس بجې ور وړل سوي . نوموړي سيميز وګړي وايي چي کله دوى ته د رايي صندوقونه ور وړل سول نه د ګوتو د رنګېدو رنګ و او نه هم د صندوقونو قلفونه ول . د نوموړى په وينا چي په ناګان سيمه کي دوه د رايو مرکزونه ول چي يو يې د منارې او بل خپله په ناګان سيمه کي و چي د منارې مرکز په بشپړه توګه د خلکو پر مخ تړل سوى و او د ناګان سيميز مرکز ته يوازي او يوازي ١٩٠ د رايو پاڼي ور وړل سوي وې چي نه د ګوتو رنګ او نه هم د صندوقونو قلفونه ول . نوموړو د يوې پوښتني په ځواب کي چي د امنيتي ستونزو له کبله به داسي سوي وي وويل چي د ارغنداو په ټولو سيمو کي دا امنيتي سيمه ده نه پکښي کوم وسله وال تر سترګو کيږي او نه هم پکښي کومه تهديدونه ول او وايي چي که دې سيمي ته يو موټر خالي صندوقونه ور وړل کېدل نو ډېر هم ور وړل کېداى سواى . د نوموړو په وينا چي د دې درغليو په اړه يې د فيفا دسيميز مسئول ، سيميزو راډيوګانو ، رسنيو او برېښناپاڼو سره ږغېدلي او دا خبري يې ورسره شريکي کړي دي . نوموړي وايي چي په دې اړه د يوې مظاهرې پلان هم لري خو وخت ته به ګوري .
نوموړي همدا ډول د يوې بلي پوښتني په ځواب کي چي دا رايي د چا په ګټه په پټه کارول سوي وويل چي ټولي دا ډول رايي ولسي جرګې ته دکندهار ولايت څخه د ارغنداو ولسوالۍ يو تن نوماند الحاج خان محمد په ګټه کارول سوي .
نوموړي سيميزو خلکو د يوې بلي پوښتني په ځواب کي چي د چا له لوري دا رايي د دې کانديد په ګټه وکارول سوې وايي چي د ځينو حکومتي چارواکو او د ولايتي شورا د غړو له لوري کارول سوي .
ديادوني وړ ده چي د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ څخه هم د ورته پيښو راپورونه ترلاسه سوي دي .