کور / تازه خبرونه / د ټاکنو په ورځ د ناټو پنځه سرتيري ووژل سول

د ټاکنو په ورځ د ناټو پنځه سرتيري ووژل سول

د ناټو په مشرۍ د آيساف ځواکونو د افغانستان په بېلابيلو سيمو کي د خپلو پنځو سرتيرو د وژل کېدو خبر ورکړ . دا خبر په کابل کي د يادو سوو ځواکونو د مطبوعاتي د دفتر له لوري نن ورځ په رالېږل سوو خبرپاڼو کي ورکړل سوى دئ . په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه سرتيري يې تېره ورځ د هيواد په بېلابيلو سيمو کي په داسي حال کي وژل سوي چي د ولسي جرګې ټولټاکني ترسره کېدلې . د سرچينې د معلوماتو له مخي د آېساف درې سرتيري د هيواد په سهېل ، يو په شمال او پنځم يې په ختيځ کي د ماين چاودنو او د وسله والو مخالفينو په مخامخ بريدونو کي وژل سوي دي . په خبرپاڼه کي د تل په څېر د وژل سوو سرتيرو د وژل کېدو کره ځاى او د هغوى تابعيت نه دئ په ډاګه کړى .