کور / تازه خبرونه / کورنيو چارو وزير : د ټولټاکنو پر مهال ٦٣ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کورنيو چارو وزير : د ټولټاکنو پر مهال ٦٣ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کورنيو چارو وزير وايي چي تېره ورځ د ټولټاکنو په درشل کي د هيواد په بېلابيلو سيمو کي درې شپېته تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . دغه څرګندوني د کورنيو چارو وزير بسم الله خان محمدي ، د ملي دفاع وزير رحيم وردګ ، د ملي امنيت رئېس او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د رئېس سره په يوه خبري غونډه کي وکړې . هغه زياته کړه چي تېره ورځ په بېلابيلو سيمو کي يوولس تنه ولسي وګړي وژل سوي او پنځه څلوېښت نور ژوبل سوي دي . د کورنيو چارو وزير همدا ډول وويل چي په دې ناامنيو کي درې تنه پوليس وژل سوي او ديارلس نور ژوبل دي . نوموړي همدا ډول وويل چي په دغه ورځ د درنو وسلو دروشپېته بريدونه ، دريارلس کمينونه او پنځه ويشت نور وسله وال بريدونه د وسله والو مخالفينو له لوري ترسره سوي .