کور / تازه خبرونه / کورنيو چارو وزير : پوليسو په بېلابيلو سيمو کي ٦٠ پيښي ثبت کړي

کورنيو چارو وزير : پوليسو په بېلابيلو سيمو کي ٦٠ پيښي ثبت کړي

د کورنيو چارو وزير ستر جنرال بسم الله خان محمدي وايي چي پوليسو تېره ورځ جعلي کارۍ شپېته پيښي ثبت کړي دي . نوموړي دا خبري د ملي دفاع د وزير ، ملي امنيت د رئېس ، د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د رئېس سره په يوه خبري غونډه کي کولې . نوموړي وويل چي پوليسو يې د هيواد په بېلابيلو سيمو کي د جعلي کاريو شپېته پيښي ثبت کړي دي خو دا يې څرګنده نه کړه چي دا جعلي کارۍ د چا له لوري او د چا په طرف ترسره کېدې .