کور / تازه خبرونه / بلخ : د ټاکنو د خپلواک کمېسيون درې تنه وژل سوي

بلخ : د ټاکنو د خپلواک کمېسيون درې تنه وژل سوي

د ټاکنو خپلواک کمېسيون ومنل چي د دې کمېسيون درې تنه کارکوونکي په بلخ ولايت کي وژل سوي دي . نړيوالو اژانسونو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د عمومي رئېس فضل احمد معنوي له قوله خبر ورکړ چي د دې کمېسيون د درو تنو کارکوونکو جسدونه نن ورځ موندل سوي دي . ويل سوي چي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون دغه درې تنه سيميز کارکوونکي تېره ورځ د ټاکنو په درشل کي تښتول سوي ول . د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځ د هيواد په بېلابيلو سيمو کي د ټاکنو پر مرکزونو او د ټاکنو پر کارکوونکو د وسله والو له لوري بريدونه ترسره سوي دي .