کور / تازه خبرونه / غور : ٦ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

غور : ٦ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

د غور ولايت په پسوند ولسوالۍ کي د ګډو ځواکونو په ګډو عملياتو کي شپږو وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو خبر ورکړل سو . د دې ولايت امنتي چارواکي وايي چي دغه تصفيوي عمليات چي پکښي شپږو تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې تېره شپه د رايي ورکوني د پروسې د ختمه وروسته په دې ولسوالۍ کي د ملي اردو او ملي پوليسو له لوري ترسره سوي دي . د دې ولايت د امنيې قوماندان عبدالباقي نورستانى ياد عمليات تائيدوي او وايي چي په دې عملياتو کي درې تنه وسله وال وژل سوي او درې تنه نور ژوبل سوي دي . نوموړي همدا ډول وايي چي عمليات تر اوسه پوري دوام لري . نوموړى وايي چي د وژل سوو کسانو اسلحې د دوى لاس ته ورغلي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر دې دمه طالبانو څه نه دي ويلي .